د سولې په اړه د ولسمشر دوه څرګندونې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
کندهار ته په سفر کې ولسمشر غني دوه خبرې په وضاحت او جدیت وکړې. لومړی دا چې د سولې توپ د طالبانو په میدان کې پروت دی، اوس به وګورو چې دوی څه کوي؟ د ولس غوښتنې ته لبیک وایي او د سولې بهیر سره یو ځای کېږي او که د پردیو په لمسون پر افغانستان تحمیل شوي جنګ ته ادامه ورکوي
.
د سولې توپ په رښتیا هم د طالبانو په میدان کې دی، مګر لا هم طالبان په نا لګېدلي دي. لا هم له حکومت سره د سولې له خبرو انکار کوي. دا د سولې بهیر کې عادي خبرې وي، ځکه کمزوري اړخونه د ځان د لا مطرح کولو او د سولې مذاکراتو کې د زیاتو امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره دغسې وضعیت کوي، یا له سولې انکار کوي، یا انتحار او انفجار زیاتوي، یا جنګ ته شدت ورکوي یا یوه او بله پلمه کوي. چې حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني په دې پوهېږي چې وسله وال طالبان د زیات امتیاز ترلاسه کولو په هڅه کې دي، مګر په دې کارونو به ورته امتیاز ورنه کړل شي.
ولسمشر غني دویمه خبره په کندهار کې دا وکړه چې په راتلونکو دوه میاشتو کې به د سولې توافق یا تړون وشي او بیا به یې په دوام د سولې تفصیلي پلان ترتیب او د عملي کولو لپاره هڅې وشي. د ترکیې د دولتي تلویزیون خبریالې په دې اړه له ولسمشر غني څخه پوښتنه کړې چې "حاضردمه، د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک په اړه چې ښایي په راتلونکو څو هفتو کې ترسره شي، ډېرې خبرې کېږي. په راتلونکو څو اونیو کې ددې هوکړه لیک لاسلیک به د جمهوري ریاست په ټاکنو اغېز ولري؟ "
د جمهوررئیس ځواب: "پر ټاکنو به اغېز ونه لري. لومړی باید هغه سوله تشخیص کړو، چې پر ټاکنو اغېز لري؛ هغه به د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ وي، نه د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو ترمنځ. هماغسې چې مې وویل، دا بهیر خپلې مرحلې لري.
دویم، له امریکا متحده ایالتونو او نورو همکارو هېوادونو سره زموږ هوکړه دا ده چې لومړی تر ټاکنو وړاندې یوې ابتدایي سولې یا د سولې لپاره یو چوکاټ ته ورسېږو. دا چې ټاکنې یوه حیاتي پروسه ده، ترسره کېدل یې حتمي دي. په بل عبارت، ټاکنې هغه بهیر دی چې په اساسي قانون کې تسجیل شوې دي. د افغانستان راتلونکی زعیم، که زه وم یا بل څوک، باید د سولې ماموریت ته دوام ورکړي، دا ځکه چې سولې ته رسېدل سختو پرېکړو، چنو وهلو او د افغانستان په خلکو یې منلو ته اړتیا لري. په بل عبارت، سوله باید د خلکو له لوري د منلو وړ وي.
کولمبیا در یاده کړئ. جمهوررئیس سانتوس د سولې لپاره قرباني ورکړه. په همدې دلیل، باید باوري شو چې ټول موضوعات د مذاکرې په مېز نه مطرح کېږي، د مذاکرې مېز د بهیر یوه برخه ده خو تر هغه وړاندې نورې مرحلې هم شته. لومړی باید سوله وشي او تر هغه وروسته تائید او ومنل شي. موږ د ټاکنو د ترسره کېدو په حال کې یوو او د امریکا متحده ایالتونو په ګډون زموږ ټول بین المللي همکاران زموږ هر اړخیز ملاتړ کوي. په لومړي ځل، موږ د خپلو ټاکنو د لګښت ډېره برخه پخپله ورکوو. په بل عبارت موږ د ټاکنو د ملي او اړینې پروسې د ترسره کولو د ډاډ لپاره د حکومت ۹۰ میلیونه ډالره بودجه مصرفوو. "