ترهګري نړیوال خطر دی او ګډې مبارزې ته اړتیا لري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدروښان ښاد
ولسمشر غني د ترکیې د دولتي راډیو تلویزیون د خبریالې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پر طالبانو سربېره، نورې وسله والې ډلې هم په افغانستان کې فعالیت لري. لکه داعش. ستاسو په نظر، آیا افغان امنیتي ځواکونه په یوازې ځان کولای شي له هېواده دفاع وکړي یا د زیات نور وخت لپاره هم بهرني ملاتړ ته اړتیا لري وویل:
"دا موضوع دوې برخې لري. لومړی اجازه راکړئ چې د هېواد د امنیتي ځواکونو د زړورتیا، قربانیو او هېوادنۍ مینې له امله هغوی ته احترام اداء کړم. کله چې زه د افغانستان جمهور رئیس  شوم، له یاده مه وباسئ چې ټولو تحلیلګرانو همدا وړاندوینه کوله چې په شپږو میاشتو کې به امنیتي ځواکونه سقوط شي. هغوی غوره او غښتلي شوي. ټول عمر مې هڅه کړې چې جوړولو او آبادۍ ته تیاری ونیسم، نه د جګړې رهبرۍ ته. خو د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په توګه د هېواد په امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېر زیات ویاړم. په امنیتي برخه کې اصلاحات ترسره شوي، هغه څه چې په تېر کې له مقاومت سره مخ شوي وو. حاضر دمه، د افسرانو، بریدملانو او سرتېرو غوره او نوی نسل په هېواد کې فعالیت کوي. د دې برخې اصلي ستونزه په سیستمونو، پروسو، مدیریت او رهبرۍ کې وه.
سږ کال، په ځانګړي ډول په تېرو شپږو میاشتو کې، [په امنیتي برخه کې] همکارانو مې په غوره ډول خپلې دندې ترسره کړې. دا د قضیې یو اړخ دی، دا ځکه چې موږ د سل زره نړیوالو ځواکونو خالي ځای ډک کړ او د جمهوررئیس کرزي په وخت کې مې په ویاړ د امنیتي مسؤولیتونو د لېږد بهیر طرحه او مدیریت پر غاړه درلود.
دویمه برخه، د ترهګرۍ موضوع ده. ترهګري یوازې زموږ ستونزه نه ده، بلکې یوه سیمه ییزه او نړیواله ستونزه ده. ولې موږ پر دې ټینګار کوو چې له طالبانو سره د سولې یوې هوکړې ته ورسېږو، دا ځکه چې طالبانو [په افغانستان کې] نورو [ترهګرو] ډلو ته د ودې مناسب بستر برابر کړی دی.
داعش هم د همدغه مناسب بستر په پایله کې چې هغوی ته برابر شوی [افغانستان] ته راغلل او په پایله کې [زموږ له ځواکونو سره] جنګېږي. له اوسنۍ جګړې د [طالبانو] اېستل به له بهرنیو اشغالګرو سره د تاوتریخوالي ستونزې ته بدلون ورکړي او هغه مهال ټولنه کولی شي د هغوی په مقابل کې بسیج شي. افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت لومړۍ کرښه ده. موږ د هر یوه هېواد په استازولۍ جنګېږو، دا ځکه چې سیمه ییزه همکاري موږ په خیرات کې نه غواړو، بلکې رښتیني کېدل یې ګډو همکاریو ته اړتیا لري. موږ د [ځواکونو] د شمېر په برخه کې انعطاف منوونکي یوو. هر څومره چې غښتلي کېږو، په هماغه کچه به د ځواکونو شمېر کم شي او کمو مالي سرچینو ته به اړتیا وي. باوري یم چې په راتلونکو څلورو پنځو کلونو کې به د اقتصادي ودې او د اتصال اجنډا د عملي کولو له امله، ډېرو کمو مالي سرچینو ته اړتیا ولرو. له بل لوري، موږ باید د مختلفو سناریوګانو وړاندوینه وکړو. د دې پوښتنې [د افغان ځواکونو وړتیا او له بهرني ملاتړ سره اړیکې] ځواب له هغو سناریوګانو سره تړلی دی، چې وړاندوینه یې کېږي. اوس ورته مشخص ځواب نشو ورکولی."