د ولسمشر غني په باور به افغانستان پنځه کاله وروسته!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدروښان ښاد
د ټي ارټي د ترکیې دولتي راډیو تلویزیون خبریالې له ولسمشر غني څخه د مرکې پرمهال وپوښتل، " ستاسو په نظر، په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان په کوم ځای کې وي؟
"
جمهوررئیس د دغې پوښتنې په ځواب کې ورته وایي: "افغانستان به پر ځان یو متکي، د سیمه ییز اتصال محور، د نړیوالو او سیمه ییزو همکاریو بستر وي؛ افغانستان به هغه ځای وي چې ښځې او نارینه به یې د خپل میراث مدعیان وي؛ د اسلامي تمدن له اړخه او هم د افغانستان د اساسي قانون له نظره هغه اسلامي هېواد دی چې اساسي قانون یې تر ټولو زیات اسلامي پېژندل شوی دی؛ هغه هېواد چې کولای شي پخپلو ټپونو د ملهم پټۍ کېږدي او د یوویشتمې پېړۍ په پاتې کلونو کې به په ویاړ خپل سفر ته دوام ورکوي. ښایي خطرونه هم وي، خو دا به هماغه افغانستان وي چې زه یې غواړم."
د ولسمشر غني تېرو پنځو کلونو، طرحو، برنامو او هلو ځلو ته په کتو نوموړی په عمل کې هم د همدغسې افغانستان لپاره چې پورته یې د هغه ځانګړنې یادې کړې دي کوښښونه کړي دي او په دې برخه کې یې کافي پرمختګونه هم لرل، افغانستان یې تقریبا همدغسې لوري ته سوق کړی دی، خو که د خدای په فضل او د ولس په اراده پر هیواد روان تحمیل شوی جنګ ودرېږي، نو له شک پرته به موږ پنځه کاله وروسته د ښاغلي غني له برکته د همدغسې افغانستان لرلو شاهدان او خاوندان یوو.
د نوموړي په وینا: "اوس دا د افغانستان په نورو همکارانو او سیاسي بحثونو پورې اړه لري، هغه څه چې د افغانستان خلک غواړي هغوی یې په رښتینولۍ کې ورسره مرسته وکړي. باوري یم هغه لیدلوری چې ټکی په ټکی مې نن بیان کړ، افغانان به یې په خورا لېوالتیا ومني، دا ځکه چې کولای شي خپل ځان په دې لیدلوري کې وویني. هیله لرم چې ځای ناستی او تسلسل په یوې منظمې او دوامداره پروسې بدل شي او له دې لارې د چارو مسؤولیت هغه ځوان نسل ته وسپارل شي، چې له ټیمي کار، ملي یووالي او سیمې او نړۍ څخه د درک وړتیا ولري. هغوی به دغه بېړۍ ساحل ته رسوي. "
دا مهال ولسمشریزو ټاکنو ته لږ وخت پاتې دی او دا نو اوس د ولس په ارادې پورې اړه لري، که چېرې دوی واقعا د دغسې افغانستان لرلو لېوالتیا لري لکه ولسمشر غني یې چې یادونه وکړه او باور دی چې ولس هم همدغسې افغانستان غواړي، نو بیا دې په راتلونکو ولمسشریزو ټاکنو کې د پنځو نورو کالو لپاره د ښاغلي غني ملاتړ وکړي، تر څو د نوموړي له پوهې، درایت او قاطعیت څخه په استفادې د ده په وجود کې د همدغسې افغانستان د لیدلو شاهدان واوسو.
ښاغلی غني وایي چې زه خدای ابادۍ ته خلق کړی یم، د جنګ مدیریت مې انتخاب نه، بلکې مجبوریت دی، مګر که خدای سوله راوسته او باور دی چې راځي به ځکه چې د سولې ډېرې زمینې برابرې دي، نو باور دی چې افغانستان به بېرته خپل عظمت ته ور وګرځي او د سیمې او نړۍ د پرمختګ کاروان ته به ورګډ شي.