زموږ تاریخي هویت نه مري

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد
د جګړې په کلونو کې ځینې هیوادونو او کورنیو حلقو، افرادو، اشخاصو فکر کاوه چې زموږ تاریخي هویت وژلی شي او په همدې خاطر یې زموږ تاریخي ماڼۍ، تاسیسات او نور په کنډوالو بدل کړل، مګر دوی له دې بې خبره وو چې په دې ډول ځکه زموږ هویت نه شي وژلی، چې دا هر څه زموږ په زړونو کې قرار لري. د ولسمشر غني په وینا:
"حمله برهویت تاریخی ما بوده، قصر دارالامان را ببینید، قصرهای پغمان را ببینید، ننگرهار را ببینید، جبل‌السراج را ببینید، فضل خداوند به افتخار صدمین سالگرد افغانستان ما تمام این‌ها را احیا می‌کنیم، برای سال‌ها این‌ها به خاک یکسان شده بودند، این اتفاقی نبود. یک قسمت مردم به این فکر بودند که هویت تاریخی مارا محوکرده می‌توانند، آن‌ها نمی‌فهمند که قلب‌های ما به‌مراتب قوی‌تر از منزل‌های ما است.
مرا حدیث زویرانی‌ی دل است، نه گِل چون آباد شود، باز می‌شود آباد."
یوازې د بودا په الوزولو او له منځه وړلو وسله والو طالبانو د پاکستان په لمسون څو ورځې عملیات وکړل، باروت یې په کې والوزل، په لویو توپونو یې وویشته، دوی فکر وکړ چې د بودا مسله یې له خاورو سره خاورې کړه، مګر بودا لا ارزښت پیدا کړ، بودا لا زیات یاد شو او د بودا له امله افغانستان ته پام ډېر شو ، د بودا له امله بامیانو کې سلګونه لوی او وړې پروژې پلې شوې او د بودا له برکته د سیمې خلکو ته پاملرنه زیاته شوه. بودا لا هم یادېږي، او لا هم همغه تاریخي ارزښت چې درلود یې لري.
افغانستان کوم قراردادي هیواد نه دی چې د پاکستان غوندې دې د یو توافق او قرارداد په اساس رامنځته شوی وي او یا دې کوم چا موږ ته هدیه کړی وي، افغانستان خپل ځلانده او اوږد تاریخ لري، داسې تاریخ چې زرګونو کالو ته رسېږي. افغانستان خپل ارزښتونه لري او هیڅوک د افغانستان تاریخ او ارزښتونه په دغه ډول ناوړه هڅو نشي محوه کولای.
زموږ هیوادوال په خپلو تاریخي ارزښتونو ویاړي او باید وویاړي. د ولسمشر غني په وینا: "موزیم ملی ما، بامیان، هده، تمام میراث تاریخی ما در یک مملکتی که ۹.۹۹ فیصد مسلمان است ترس از مجسمه ها از کجاست، ما ضرور است که هویت تاریخی خود را بحیث چهاراه منطقه درک کنیم و ترس نداشته باشیم."
افغانستان د سیمې یوازینی هیواد دی چې سږکال خپله سلمه کلیزه نمانځي او د همدغې نمانځنې په ویاړ ولسمشر غني لارښوونه کړې چې د اماني دورې ټولې ماڼۍ باید بېرته له سره ورغاول شي چې په دې برخه کې جدي هڅې ادامه لري، د ځینو ودانیو د رغاولو چارې بشپړې شوي او د ځینو نورو به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي او په دې ډول به افغانستان بېرته خپل پخواني عظمت ته ورستون شي.