د غازي امان پر پله روان غني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
کابو سل کاله وړاندې غازي امان الله خان د هیواد له پرمختګ سره لېونۍ مینه لرله او غوښتل یې چې افغانستان په لږ وخت کې چې تازه له جنګ څخه راوتلی وو، باید زیات پرمختګ وکړي. مګر د دغه پرمختګ لپاره ټولنیز شرایط ، ننګونې او ستونزې سمې ونه ارزول شوې او همغه وو چې له ځینې مسایلو سره سطحي چلند وشو او د دغه چلند له امله شورشیانو هر څه ګډوډ کړل
.
له همدې امله د غازي امان الله خان د پرمختګونو او کارونو فصل ناتمام پاتې شو. ولسمشر غني مخکې له دې چې واک ته ورسېږي، نو یو ځل بیا یې د دغه ناتمام څپرکي بشپړولو ته ملا وتړله، مګر هغه مهال دا موضوع خلکو ته خوب او خیال ښکارېده. خو په تېرو پنځو کالو کې موږ ولیدل چې ولسمشر غني ګام پرګام د غازي امان ارمانونه یو له بل پسې پوره کړل.
غازي امان غوښتل چې افغانستان دې ازاد وي، اباد دې وي، باعزته دې وي، له نړۍ سره دې ښه مناسبات ولري او د سیمې څلور لاره دې وي چې پر خپل ځان وپایي او متکي شي، ولسمشر غڼي د جنګ په منځ کې همدا هڅه وکړه او په خپله دې هڅه کې بریالۍ شو، ځکه چې افغانستان یې بېرته له منځنۍ اسیا سره ونښلاوه، د اورګاډي له لارې یې افغانستان د سیمې په مهمه څلور لاره بدل کړ، د لاجورد لار یې احیا کړه، چابهار او اقینه یې پرانیستل. د سیمې او نړۍ هیوادونو سره یې د افغانستان ساړه شوي مناسبات بېرته له سره ټینګ کړل، د نړیوالو باور، ملاتړ او همکارۍ یې جلب کړې او دا مهال افغانستان له سیمې او نړۍ سره ښه مناسبات، تفاهم لیکونه او اقتصادي همکارۍ او سوداګریزه راکړه ورکړه لري چې ورځ تر بلې به په دې برخه کې نور پرمختګونه هم راشي.
د غازي امان دویمه هیله او ارمان دا وو چې ځوانانو ته باید رول زیات ورکړل شي، د دوی وړتیاوې ورزول شي، ځوانانو او ښځو ته د زده کړو او کار زمینې برابرې شي، دوی له خپلو ازادیو او حقونو څخه برخمن شي او پرځان متکي واوسي، موږ وینو چې په تېرو پنځو کالو کې هم ځوانانو او هم ښځو ته پاملرنه زیاته شوې. دوی ته مهم مسوولیتونه او واکونه سپارل شوي دي. د ځوانانو او ښځو وړتیاوې غوړېدلې دي او دوی اوس خپله نمایندګي په خپله کوي.
غازي امان غوښتل چې هیواد کې فساد او ستونزې ختمې کړي، مګر ولسمشر غني ته داسې وخت واک په لاس ورغی، چې نه د فساد کمی وو، نه د غصب کمی وو، نه د مافیايي ډلو د جرمونو او جنایتونو کمی وو او نه هم د نورو ستونزو، مګر په تېرو پنځو کالو کې یې له فساد او غصب سره د جدي مبارزې په پایله کې پر دوی برلاسي موندلې او مفسدین، زورواکي او جنګسالاران یې له پخواني زوره را غورځولي دي او دا مهال یې اکثره یا غلي دي او یا هم نیول شوي او د ځینو د نیولو او له دوی سره د حساب کولو پروسه جریان لري.
د دې ترڅنګ د غازي امان الله خان هغه لوی ارمان چې غوښتل یې دارالامان اباد او هلته اداري کمپلکس جوړ کړي ولسمشر غني همدا تېره اونۍ د دارالامان اداري کمپلکس د ودانۍ ډبرې جوړولو سره د غازي امان د دغه ارمان د پوره کولو عملي اقدام وکړ او که خدای کول د ولسمشر غني له برکته به د غازي امان الله خان ټول ارمانونه یو له بل پسې پوره شي.