افغان حکومت د دوحې ناستې ته کافي چمتووالی نیولی و

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

د دوحې ناستې ته هغه مهال د خلکو هیله مندي لا زیاته شوه، چې ولسمشر غني له افغان سیاسیونو سره په ګډه د روغې جوړې شورا جوړه او بیا یې د همدغې شورا له لارې نه یوازې په ګډ د تفاهم د ګډونوالو نوملړ ترتیب کړ، بلکې له یادو کسانو سره چې د دوحې په ناست کې یې ګډون کاوه، تقریباً د مخه ښې غونډه هم وکړه. سره له دې چې په دې لېست کې ډېر داسې کسان هم وو چې ممکن د سولې په مذاکراتو کې موثر نه وای تمام شوي، خو ښېګڼه یې دا وه چې دغه نوملړ د ټولو په خوښه ترتیب شوی و او د بېلابېلو خواوو او اقشارو استازي په کې موجود و.

خو د ځينو ستونزو له امله د دغې ناستې ځنډ ټول هیوادوال یو ځل بیا خواشیني کړل. د غونډې د ځنډ لامل د قطر هیواد له لوري برابر شوی لېست وو، قطر هیواد په وروستۍ مرحله کې داسې څه وکړل چې هم یې د افغان دولت حیثیت ته درناوی ونه کړ او هم یې د دوحې ناستې د جوړېدو مخه ونیوله. د دې ټولو پړه او ملامتیا د قطر دولت او د یادې ناستې د برابرونکو په غاړه ده، ځکه دوی که لېست په خپله برابرولی، نو په دې اړه یې باید مخکې له مخکې له افغان دولت سره خبرې او تفاهم کړی وای او که یې نه برابرولی، نو په وروستۍ مرحله کې چې غونډې ته یوازې یوه ورځ پاتې وه، ولې دغسې یو لېست ترتیب کړ چې هر څه یې له منځه یووړل؟

افغان حکومت په دې باور و، چې د دې غونډې په تر سره کولو سره به د افغان سولې په اړه خبره روښانه شي. چې څوک سوله غواړي او څوک جنګ. وروسته له هغې به بیا چې څوک سوله غواړي له هغه سره به سوله کوي. او څوک چې د افغانستان ویجاړول غواړي افغان حکومت به یې پر وړاندې له زور او جنګ څخه کار واخلي، تر هغو له منځه یووړل شي او د هغوی له شرارت او وحشت څخه وطن او خلک خوندي شي.

له کلونو راهیسې مو په هیواد کې جنګونه روان دي. له افغان خاورې نه ځینې هیوادونه غلطه استفاده کوي. له افغانستان نه یې د جنګ ډګر جوړ کړی. ولې په افغانانو کې د څه کمی دی چې د نورو انسانانو په شان ارامه او سوکاله ژوند نشي کولی. افغانان له چا کم دي. د افغان ولس حوصله نوره پایته رسېدلې دوی نور غواړي چې له دې تورو تیارو څخه ځان خلاص کړي او په یوه ارامه فضا کې ژوند وکړي.

د دوحې ناستې په ځنډ او لغوه کېدو نه یوازې افغانانو، بلکې د امریکا متحدو ایالتونو او ځینو نورو هیوادونو هم خواشیني څرګنده کړه او دا یې د سولې لپاره ښه فرصت بللی. د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی ښاغلی خليل زاد وايي چې هر څومره زر کېږي باید د سولې ستونزه حل شي. چې د افغان سولې خبره پکې معلومه شي. خبرې  اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نه لري.