ولسمشر غني یو عظیم ولس له نهیلۍ وژغوره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

 

هر افغان باید ښاغلی غني وستایي د هغه کارونه او برنامې باید وستايي. واقعاً ښاغلی غني  د  ستایلو وړ دی. هغه په خپل څلورنیم کلنۍ دوره کې د دې هیواد او د هیواد د بې وزله ولس لپاره چې کوم کارونه وکړل. واقعاً د ستایلو وړ دي.

ځکه چې په داسې یو وخت کې ښاغلی غني د هیواد ولسمشر شو او د هیواد دغه ستر بوج یې پر غاړه واخیست چې هیڅوک هم خپل روښانه راتلونکي ته هیله من نه وو، خو کله چې ښاغلي غني واک ترلاسه کړ، د خپلو کړنو او کارونو په تر سره کولو سره یې په لومړي قدم کې د افغانستان د بقا پوښتنه او اندېښنه په اساسي توګه حل کړه، په دې موخه یې نړیواله اجماع او ملاتړ رامنځته کړ. د همدغو کارونو په تر سره کولو سره ښاغلي غني یو دم د خپل ولس په زړونو کې ځای پیدا کړ.

وړ او تکړه خلک باید تل وستایل شي. باید د هر وړ او ټکړه شخص ستاینه د هغه د مثبتو کړنو په اساس وشي. د هغه کارونه وستایل شي. خو دا  هر څه مونږه باید په داسې وخت کې ونه کړو چې هغه وړ کس له دې دنیا څخه د تل لپاره سترګې پټې کړي وي. او مونږه یې بیا  ستاینه  وکړو. باید د وړ او با استعداد کس ستاینه د هغه په ژوند وشي شي، تر څو په خپلو کارونو کې لا زیات زیار او کوښښ وباسي.

دا به نو بیا بېخي نامناسبه  وي چې په ژوندنې مونږه د وړ کس پسې خبرې کوو او پس له مرګه یې د یو بل پروړاندې ستاینه کوو. هغه یو متل دې چې وایي اوبه له ورخه تېرې شي بېرته نه راګرځې. نو مونږه هم باید داسې با استعداده کسان له لاسه ورنکړو له هغوی څخه ګټه واخلو چې هغوی وستایو او مننه ترې وکړو.

کرار کرار ولسمشر غني د جنګ د مدیریت تر څنګ، د افغانستان انکشاف، بیارغاونې، ثبات، اقتصادي ودې، سولې، کرنیزو محصولاتو، زیربنا او نورو مهمو مسایلو ته پام ډېر کړ. اوبه یې مهار کړې، بندونو سروې او جوړولو چارې پیل شوې، لویې لارې او سوداګریز بندرونه یې جوړ کړل، هوایي دهلېزونه پرانیستل شول او د یو عظیم ملت نهیلي یې په دې او دېته ورته نورو چارو په باور بدله کړه.  

 

ښاغلي غني له خپل پلان سره مخ ته لاړ چې تر ننه په هره لار چې  ځي  بریاوې له ځان سره راوړي، چې د اټول د ښاغلي غني صادقانه کار، او د ولس دعاوې دي ورسره چې خدای یې په یوه لاره کې هم پاتې نه راولي. ښاغلي غني په خپله واکمنۍ کې یو کار هم پرې نښود. د هیواد د ځوان نسل لپاره یې ښوونځي پرانيستل. او په هغو سیمو  کې چې ښوونځي نه وو، د هغو لپاره یې ورته په سیمه کې ښوونځي جوړ کړل.

د ځوانانو لپاره یې د هیواد دننه کاري زمینه برابره کړه. او له بهر هیوادونو څخه یې راوګرځول. په مهمو دولتي څوکیو کې یې دوی ته د هغوی د وړتیاو او مسلک له مخې مهمې دندې او مسوولیتونه ورکړل. د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره یې له هیوادونو سره خپل تجارت پراخه کړ. او له ګاونډیو هیوادونو یې خپلې اوبه راوګرځولې.