اېمل پیاوړی

سږکال ۱۳۹۸ کال کې د افغانستان د روان جنګ، ناامنۍ، دربدرۍ او ناورین څلوېښت کاله پوره شول. ولسمشر غني وایي، همدا سږکال د هیواد د ملي خپلواکۍ د سلیزې د نمانځنې پرمهال باید ژمنه وکړو چې روان جنګ او ناورین پایته رسوو او ټول باید همدا یو غږ بدرګه کړو چې څلوېښت کاله بس دی. هغه وایي: " ما باید تجدید عهد کنیم که چهل سال بس است. آیندۀ افغانستان، باید آیندۀ روشنایی باشد و نه بطرف تاریک. آیندۀ افغانستان، مساوات هر افغان با هر افغان دیگر است، تطبیق قانون اساسی در قسمت حقوق و وجایب ماست ."

 

په داسې حال کې چې ټاکل شوې په راتلونکو نيږدې ورځو کې په قطر کې د وسله طالبانو او زلمي خليلزاد تر منځ شپږم پړاو خبرې هم ترسره شي؛ زلمی خليلزاد هم مهاله په افغانستان کې د ټاکنو د ترسره کيدو لپاره د چمتووالي نيولو سپارښتنه هم کوي.

aaaaaa

 

مطیع الله

دا چې په روان کال کې افغان حکومت او نړیوال غواړي چې افغانستان ته سوله راولي او د سولې روانې هڅې زیاتې کړي. خو په همدې روان کال کې به د افغانستان د ریاست جمهوري ټاکنې هم تر سره کېږي، او د دې لپاره هم په هیواد کې دننه پوره چمتوالی نیول شوی دی.

اېمل پياوړی
ولسمشر غني غواړي چې فرهنګي ارزښتونو، انکشاف او ملي خپلواکۍ ته یو تربله سره تړاو ورکړي او عملاً خلکو ته دا وښیي چې زموږ د ژوند ټولې برخې، ټولې خواوې او څانګې یو له بله جلا نه، بلکې یوه د بلې بشپړونکې دي او هره یوه یې نه یوازې پر خپل ځای ارزښت لري، بلکې په ملي او لویو مسایلو کې د ټولو ارزښت څرګند دی.

لیکونکۍ :
جیرود  .ای
  .لابر (Jerrod  .A. laber  )                              
منبع
 
او خپریدو نیټه : 
03 « انفارمیشن کلیرنګ هوز
-30
9302»
 .       
 
ژباړونکۍ :
مل « پوهندوی دوکتور سیدحسام
»                                                            

د ضمیمه وگوري                                              

 

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ښاغلي زلمي خليلزاد خپل شپږم سفر هم پیل کړ او په دې هیله چې دا سفر یې د تېرو هغو غوندې بې پایلې نه وي. دا ځل به یې سفر تر مخکېنیو هغو ځکه متفاوت وي چې د افغان حکومت اعتراض به یې لا هم په ذهن کې وي او باور دی چې دوی به دا ځل خپل چلند بدل کړي

 
 
Kontaktfoto

Besked indhold

 

مطیع الله سحر

له باعزته او تلپاتې سولې د ولسمشر غني موخه هغه سوله ده چې وطن ته واقعي امن او ثبات راولي. د بل بحران پیل نه وي او نه هم د وینو بوی ځنې ولټېږي. دغه ډول سوله هغه مهال شونې ده چې په جنګ کې د ښکېلو خواو په ګډون ټول افغانان او د ټولنې مختلف اقشار په یو غږ او یو اواز د سولې اواز بدرګه کړي. دوی واحد دریځ او لیدلوری رامنځته کړي او د هغه تر شا په کلکه ودرېږي.

رفيع الله روشن

کله چې جام یا کاسه ‌‌‌‌‌‌ډکه شي نو اوبه یې په سر ور اوړي ، یا هم کله چې د انسان په وجود کې درد انتها ته ورسېږي نو بیا یې له خولې چیغې او فريادونه  وځي،یا په بل ‌‌‌‌‌‌ډول کله چې زړه درد وکړي نو له ړندې سترګې څخه هم اوښکې لارې کوی، نو مونږ (افغانانو) دا ټولې تجربې په شا پرې ایښې دي او دا پړاوونه مو یو په بل پسې پوره کړي دی،بينا او ړندو ټولو سترګو مو دومره اوښکې کړي دي چې نور يې چينې وچې دي

 

صبورالله سیاسنګ د ۲۰۱۶ کال په ډيسامبر کې د «پژوهشی بی همتا» په سرلیک، د پښتو ژبې د نامتو او لوی صوفي شاعر رحمان بابا په اړه یو ښکنځلیک خپور کړی وو او هلته يي دعوه کړې وه چې د رحمان بابا په دېوان کې يي داسې کلمې او مفاهیم کشف کړي چې تر رحمان بابا مخکې، حافظ شیرازي  پخپلو شعرونو کې کارولي او بیا يی د همدې لیک «پژوهش» په پای کې ژمنه کړې وه چې بله لیکنه به يي د پټې خزانې او علامه عبدالحی حبیبي په اړه وي.

هغه مهال د سیاسنګ «پژوهش بی همتا» د هېواد د نامتو لیکوالو او رسنوالو د داسې«بی همتا» نیوکو او نقد لاندې پریوت چې سیاسنګ څو کلونه له ډګره وتښتید او تر څلورو کلونو وروسته يي دا دی سر د ناشناس له ګریوانه راووت. هغه مهال د لیکوالو یوه څرګندونه دا وه، رحمان بابا که خپلو شعرونو کې ځینې کلمې او مفاهیم  چې له هغه مخکې حافظ یا نورو شاعرانو کارولي دي، نه یوازې تېروتنه او غلا نه شمېرل کیږي، بلکې په شعرونو کې جمال او کمال ګڼل کیږي چې هر شاعر يی کارولي شي.

د حافظ شیرازی په تړاو ایرانیان وايي چې «حافظ هفتاد در صد در اشعار خود از خواجوی کرمانی متاثر ګردیده است». له کرماني سربېره يي عطار نیشاپوری او نظامي ګنجوي څخه هم اخیستنې کړې دي.

خو سیاسنګ د خپلې ژمنې خلاف چې بیا به هم خپله سنګر ته راوځي او پټه خزانه او علامه حبیبی به د تېر «پژوهش» پشان تر پژوهش لاندې نیسي، خوارکی او بېخبره ناشناس لکه د قربانۍ ګډوری رامیدان ته کړ، خپله د غونډۍ پر سر نندارې ته کیناست او د ناشناس په ژبه يي پټه خزانه او علامه حبیبي تر ښکنځلو لاندې ونېول!

البته ناشناس ته يي د داسې ښکنځاوو په بدل او قیمت کې لا د مخه «ناشناس، ناشناس نیست» خپل تازه لیکلي کتاب د رشوت پتوګه ډالۍ کړی او نوموړی يی دمخه چمتو کړی چې د ده (سیاسنګ) پرځای به د مقابلې ډګر ته راوځي، پټه خزانه او علامه حبیبي به کنځي او دا ځل به لوی واکمن احمدشا بابا هم ور سره غاړه کوي.

ناشناس هم بې له دې چې اوبه وویني بې ګودره په سیند ورګډ شو، که BBC سره يي په وروستۍ مرکه کې لږو ډېر د ځان سپیناوی نه وای کړی؛ صبور الله سیاسنګ، ناشناس په اوبو لاهو کړی وو او اوس به سیاسنګوالو د هغه مړی هم په پښتنو ورتاوان کړی وای!

د سیاسنګ د دې کتاب په اړه د هېواد نامتو تاریخپوه ډاکټر اعظم سیستاني پوښتنه کوي: «هدف از رونمایی کتاب ناشناس، تجلیل از ناشناس است یا تذلیل او؟ نوموړی زیاتوي« من ویدیوی رونمایی کتاب” ناشناس …” را که دوستان زیادی برایم فرستاده بودند دیدم.

آنچه برای من حایزاهمیت بود، معرفی کتاب خود ناشناس در مورد هنر موسیقی درافغانستان است که برای جوانان علاقمند به موسیقی خیلی با ارزش تلقی میشود. پس چرا از این کتاب هنری رونمائی صورت نگرفت وکسی از اهل مجلس در بارۀ آن صحبتی نکرد ونظری ابراز ننمود، مگر از کتاب سیاه سنگ در بارۀ ناشناس که در درجه دوم اهمیت قرار دارد، با شور وهیجان در لندن و هالند وآلمان محافل رونمای برگزارگردید و دراستکهلم سویدن برای آن آمادگی گرفته میشود ؟

علتش به نظرم این است که میخواهند توسط ناشناس، هنرمندی شناخته شده از جامعه پشتون، به دانشمند سترگ پشتون علامه حبیبی اتهاماتی را وارد کنند که خود جرأت بیان آنرا دریک چنین محفلی نداشتند. وآقای ناشناس باوجود ادعای خود آگاهی، سخنان غیر مستند ونا آگاهانه ای در مورد تاریخ وفرهنگ پشتونها اظهارکرد که آرزوی دیرینه دشمنان این زبان وفرهنگ را برآورده ساخت.»

ناشناس خپلو څرګندونو کې درې ډېرو مهمو او حساسو مسلو ته په خورا بې پروايۍ او بې نزاکتۍ ګوته نېولي. نوموړي د پښتنو په ټولو واکمنانو کې لوی احمد شا بابا تر ګوزار لاندې نیولی او دا ځکه چې بابا د افغانانو لپاره یو هېواد، افغانستان په میراث پریښی او بیا يي د احمدشا بابا په دېوان کې دا شعر «د ډهلې تخت هېرومه چې رایاد کړم +++ زما د ښکلې پښتونخوا د غرو سرونه » چې د بابا د دېوان منځړی او منځپانګه جوړوي او افغانانو ته د هېوادپالنې تلپاتي شتمني او زده کړه ګڼل کیږي. همدارنګه پټه خزانه د کوم شاعر د شعرونو دېوان نه دي، بلکې هغه د پښتو ژبې او پښتنو تاریخي شتمني ده چې په هیڅ شان ټوکې ور سره نه شي کېدای او هغه څوک چې ټوکې ور سره کوي، پښتنو کې ځای نه لري. علامه حبیبي خو په دې ګنا پړ دی چې ولې يي د پښتو ژبې او د پښتنو هویت لپاره کار کړی!

که پښتنو سره څوک دوښمني پالي، نوموړې درې خبرې د دوښمنۍ لپاره بس دي!

دا ډېره وروسته او د پراخ غبرګون په پای کې ده  چې د BBC  پښتو څانګې د مشر ښاغلي داوود اعظمي سره په مرکه کې ناشناس، خپلو خطاوو او تېروتنو ته متوجه شوی. ناشناس که غواړي بیرته پښتنو کې خپل ځایګی پیدا کړی، لومړی باید ټوله هغه توطیه چې د سیاسنګوالو لخوا ده سره په ګډه په کار اچول شوې، افشا کړي او بلخوا په ښکاره بخښنه وغواړي.

که چیری څوک په خپله تېروتنه او خطا اعتراف کوي او بخښنه غواړي، دا په دې مانا ده چې تېروتنه او خطا په عمدي توګه او لویلاس نه ده ترسره شوې، خو که څوک خپله خطا نه اخلي او ښکاره بخښنه نه غواړي، دا په دې مانا ده چې په خپله تېروتنه او خطا کلک ولاړ دی او دا هر څه يي په لویلاس او قصدي ترسره کړې دي!

د سیاسنګ او ناشناس په اړه مې یوه ټوکه را په یاد شوه چې له فیسبوکه مې رااخیستي:

یو سپينږیری پیریانو نیولی وو، زامنو يي د کلي ملا ته یووړچې د پیریانو علاج يي وکړي. د دود سره سم ملا سپينږیری څو لښتې وواهه چې پیریان يي والوځي. دې وخت کې د سپينږیري باد پرې شول؛ زامن يي وشرمېدل، ملا ته يي وویل چې ټيز پیریانو واچاوه، ملا وویل هو ټيز پیریانو واچاوه، خو کونه د بابا وه!

د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۵ مه

سرلوڅ مرادزی

 عبدالاحمد فیض

منازعات ونبردهای خونین داخلی ازویژگی های ذاتی وساختاری درجوامع عقب مانده جهان سومی وپسا استعماری است که با سیمای خشن ومهیب درمقاطع متفاوت، هستی، ثبات وآرامش ساکنان جوامع عقب مانده را بعلت سلطه آی جابرانه حاکمان ستمگر، فقراقتصادی وفرهنگی ، تشتت وعدم انسجام ملی، تفکرافراط گرایانه دینی ومداخلات مداوم وگسترده بیرونی بلعیده است ودرنهایت پیامدهای ویرانگری ازخود بجا گذاشته است.

عبداللطیف یاد

محمد حنیف اتمر چې له کومې ورځې د ملي امنیت سلاکار و، نو په خپل وخت کې یې ډېرې منابع په شخصي ګټه وکارولې. په دې مانا چې هر چېرې یې چې مقررۍ کولې، نو داسې کس یې مقرراوه او دا ژمنه ور څخه اخیستل کېدله چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې باید د ده په ګټه کار وکړي او همداسې یې په قومي خلکو هم پانګونه وکړه، هغوی ته یې پیسې ورکړې، یا یې د هغوی اولادونه او خپلوان مقرر کړل، مقصد په یو نه یو ډول یې هغوی خوشاله او راضي وساتل.

زیاتې مقالې …