سید عبیدالله نادر

علــــــم زړه کړي، د هرانســـان

لکه د لــمر په څیر ، روښـــــان

بی علمــئ کـې وي ، وګــــــړي

لکــــــــــــــه د دد، لــــکه دیوان

محمدعلي‌عمري

که پنجابی دی
که سیندی‌دی
که بلوڅ یابل څوک
ماته پټان
تاته پټان

عزیزی غزنوی

را روان دی کړاوونه وحشتونه را روان دی
نا رواوې او نا وړه ستمونه را روان دی
امن نشته سوله نشته وحدت نشته قانون نشته
په هرکلې او کوڅه کشې یرغلونه را روان دی

شاعر : عبدلعزيز (پرهيز)
 
فرښته نه يې ،خو ته سوچ د فرښتو يـې خپله
جسم خو يې هم شعور د ټولو شتو يـې خپله
نه چيرى ګل او نه ګل څانګه او ګل پاڼه يې ته
ته بس معنا د خوشبوي او درنګــو يـې خپله

زیاتې مقالې …