سید عبیدالله نادر
چې له مخي مو باتور باتور ځــــــوانان ځي
له میدان د مـــــعرکی نه ، قـــــــهرمان ځي
چې مو ســترګي د امید، ورته کــــــږي وي
مونږ له جمعی نه زړه سواند او قدردان ځي
په رمـــــوز چې د جرګــــــــو به ، پوهیدلو
د وینا په دود خـــــــــــبره ، سخــــندان ځي
چې اسـرار د دي غــــدۍ، ورته ښکاره وو
یو په یو لــــــدې چمــــنه، راز دان ځــــــي
چې په نبــــض د دي ټولـني ، با خــــبر ول
بـــیمــارانو له بالـــــینه ، طبــــــــــیبان ځي
چې یې لاس د مـحبت ، هر چــــا په سر وو
مونږ له ســره داســـی خلک، مـــهربان ځي
په وجود چې ېې ډاډه ول ، زمـــونږ زړونه
هره ورځـــي ، له نـــظره ، آشــــــنایان ځي