- سليمان لايق
ما چې نن کړه له شرابو توبه ماتهميخانې ته مخامخ ځم له جوماتهڅادر وڅنډه ساقي راځه چې وزوملا پريږده خپل روا او ناروا ته
غزل
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode
هغه ښکلې غرڅنۍ بيا ليونۍ شوه
چې په سرو لمبو يې کړله روزه ماته
پرونی محتسب هسې شرابي شو
چې د خولې وږم يې تېر شو تر ميقاته
پير په جيب کې گرزوي پياله د ميو
موږ لا ښه يو ځان ساتو تر خراباته
همدا نن چې دې مجال دی پياله نوشه
سترگې مه نيسه سبا او بل سبا ته
که مهلت د سبا نه وي بيا به څه کړو
بې نېشې به څنگه ځو تر عرصاته
مرگ هغه چې د جانان په غيږ کې راشي
خاطره يې شي عشقونو ته ميراته
سر پې کېږده بيا د مينې دعوا وکړه
يارانه د ښکلو نه شي بې خيراته
په راغلی لار چې سترگې غړومه
لايق ژبه د شکرونو شي الله ته