شاعر : عبدلعزيز (پرهيز)
فرښته نه يې ،خو ته سوچ د فرښتو يـې خپله
جسم خو يې هم شعور د ټولو شتو يـې خپله
نه چيرى ګل او نه ګل څانګه او ګل پاڼه يې ته
ته بس معنا د خوشبوي او درنګــو يـې خپله
فطرت دا ستا په باورونو ښکــــلاينه مـــومي
دجهان تن کى وينو سير په خوزيدو يې خپله
چى ښايست ګورى په عالم کى دغه ستا سترګى دي
يو سترګه ور پاچا ددى ټولو ړندو يـې خـپله
مثال د فکر جوهر هيڅ د را نغاړلو نه دى
په ښکاره لوړ جوهر د ټولو جوهرونو ته يې
تا له سپرلي او موسمونه سلامونه کوي
په تندى تاج د زمانى او د وختو يې خپله
د کيفت او د کميت پيژنه خپله کوى
را سپړونکى د ډير نغښتو قدرتو يې خپله
خپله هم مينه يى خالق مالک د مينى يې ته
هم بنسټګر د ډيرو پيښو حادثو يې خپله
که ته خاورين يى په زرو کى دى بريښنا پټه ده
هم زيږونکى د رڼا او پلوشو يې خپله
ووايم څه يى معما د راز او نياز يې دلته
د ځمکى غيږ کى پيغمبر د معجزو يې خپله
لکه د سيند په ځان تاويږى ځان دى ورک درځنى
که ځان دى بيا موند سرغوندى د قافلو يې خپله
له تانه لوړ نه شته له چانه هډو کته نه يې
لاندى پر ځمکه پاس په هسک په الوتو يې خپله
ستاخپل واهمونه دي چى ستا په وړانګو سيورى کوي
شپول د ناچاڼو کى بندي په زولنو يې خپله
که را بهر د رخى کرکى ناولتيانه شولى
ګوره چى بيا ابا د ټولو طاقتو يې خپله
عزيزه ويښ کړه د جهان د اند د پوهى مخکښ
وايه روڼ ټکى د هستۍ د تورو شپو يې خپله