کله دا حفظه الله ، کله آ حفظه الله
میوند میوندوال
له یو بل نه ځاریږئ! کله دا حفظَه الله، کله آ حفظَه الله
پخپلو کې تاویږئ! کله دا حفظه الله، کله آ حفظه الله
د اسوېلو تر سیوري لاندې
ږدم دې سترگې د ښکالو تر سیوري لاندې
چې راشنې شي ستا د پښو تر سیوري لاندې
پرې چې شپه وروڼومه تر سهاره
ستا د سترگو د ډيوو تر سيوري لاندې
پاک ايمان
[بيا هم غزل مينانوته]:
څومره زغمم ناورینونه ، خو جهان راخبر نه شو
په دا دومره ستورو سترگو روڼ اسمان راخبر نه شو
دا په څه چم دانگې وانگې، کړم د تور وحشت داړونکو
په ټول ښار کې غوږ تر غوږه ، یو انسان راخبر نه شو