ږدم دې سترگې د ښکالو تر سیوري لاندې
چې راشنې شي ستا د پښو تر سیوري لاندې
پرې چې شپه وروڼومه تر سهاره
ستا د سترگو د ډيوو تر سيوري لاندې
لمر مزدک ته د ښکلا دې لارې نغاړم
ستا د مخ د سرو لمبو تر سیوري لاندې
رسېدلی د خپل برم تر لوړو ستونځو
ستا د مينې د وزرو سیوري لاندې
پرېږده ما د بېلتانه غرمو وهلی
واخلم ساه دې د بڼو تر سیوري لاندې
ناوکۍ مې د چمن شوې ترمې ترمې
د زموللو سرو باغچو تر سیوري لاندې
رڼا ورځ مې توره شپه د ښار پر سترگو
د هیندارو د خولو تر سیوري لاندې
د تیارو له ځنگله ما پنا راوړې
د سپېدو د سپېدارو تر سیوري لاندې
زر پېرلی یو مريی لکه يوسف شوم
د مهال د قافلو تر سیوري لاندې
ما له خپله لاسه کړي پر ژوند لوبې
د دې خپلو ولولو تر سیوري لاندې
پر څه غرونو گړنگونو باندې سروم
د بېلارو لاروو تر سیوري لاندې
يو تالا والا برخليک د پر گنو يم
د ویجاړو بورجلو تر سیوري لاندې
که غمي مې له خول پرېوتل خو بيا هم
دی جهان يې د وړانگو تر سیوري لاندې
مه شه تته بله شمه د غزل مې،
د شېبو د اسوېلو تر سیوري لاندې!
م . زیار