[بيا هم غزل مينانوته]:
څومره زغمم ناورینونه ، خو جهان راخبر نه شو
په دا دومره ستورو سترگو روڼ اسمان راخبر نه شو
دا په څه چم دانگې وانگې، کړم د تور وحشت داړونکو
په ټول ښار کې غوږ تر غوږه ، یو انسان راخبر نه شو
له کلو مې په تکل د وچکالۍ تللی لـه چمه
خزان لوټ کړه پسرلي مې او باران راخبر نه شو
زه ستایوال یې لکه چوڼی، د گلونو چمنونو
تور پاڼریژ ژبه راپرې کړه گلیستان راخبر نه شو
غلیاکگرو د وختونو ، ترې منزل موخه ختا کړل
خو هېڅوک له دې تالا والا کاروان راخبر نه شو
څه بې شمېره لېونو مې، پکې بایلل خپل سرونـه
د بلهارو وینو تږی ، وچ بیابان راخبر نه شــو
تر دې زیاته بېلوري به ، په نړۍ کې چا لیدلي
چې رقیب مې وینې وڅښلې ، جانان راخبر نه شو
که مې څه هم ورکاوي کې ، ناغېړي یو هم ونه کړه
نصارا، یهود ، هندو او مسلمان راخبر نه شو
وم سکه رښتین بچی یې، له لرغونو مهالونو
مړ په پښو کې ورته پروت یم، روهیستان راخبر نـه شو
پر ورشو د آریانا اهریمنان راپنځېدلي
زرتشتي نغري ورانېږي او یزدان راخبر نه شو
د اینې په شان څرگند که، یار اغیار ته هم یم زیاره،
خو یو هم له نیت نمات و ، پاک ایمان راخبر نه شو!
م.زیار
۲ ۲– ۹