ولې تل مدام پرېشان یېد سبا له غم حیران یېد سبا غمونه پرېږدهولې نن څېرې ګرېوان یې سبا ته او نه به زه یمسبا ستوری د آسمان یېد نن ژوند دې ښه سمبال کړهسبا خاوره د کاروان یېپرون خوب ؤ لاړه تېر شوکه څه هم نن پښېمان یېنن پرون ته لاره نشتهکه هر څو یې په ارمان یېهر څه کېږی همدا نن کېبې خبر له حپل امکان یېد نن ستونزې هم نن حل کړهولې تمه د جانان یېچې ته نه یې سبا نشتهد سبا ولې پرېشان یېهمدا نن وروستی فرصت دیکه په اند د سود او زیان یېد ژوند هر لحظه کې خوند دیکه په فکر لږ روښان یې
نن او سبا
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode