د افغانستان د ختیځ ولایت نورستان پېښو ته کتنه
عبدالملک پرهیز
د افغانستان د نورستان ولایت ختیځې ولسوالۍ کامدیش او برګي مټال د پاکستان له فرضي کرښې سره نېږدې موقعیت لري او د غرونو او ژورو درو له امله ستراتیژیکه سیمه بلل کېږي. دغه غرنیزه او تنګه سیمه د لاسرسي له پلوه خورا ستونزمنه سیمه ده، چې د دفاع لپاره یو مهم طبیعي ځواک را مینځ ته کوي. وروستي راپورونه د دې سیمو پر شاوخوا د سرحدي نښتو، بمباریو او ځنې احتمالي ادعاوې راپورته کړې دي، خو تر اوسه هېڅ رسمي یا خپلواکه سرچینه دغه ادعاوې چې ګنې دغه ولسوالۍ دې اشغال شوي وي کوم ثبوت نه دی وړاندې کړی.
په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي نښتې زیاتې شوي دي، چې په کې توپچي بریدونه، هوايي بمبارۍ او ځمکني نښتې شاملې دي. ځینې سیمې ان د محاصرې نږدې حالت تجربه کوي. د ټولنیزو رسنیو ځینې پوسټونه او ځینې پاکستاني رسنۍ ادعا کوي چې پاکستان د کامدیش او برګي مټال ولسوالۍ نیولې دي او د فرضي پولې شاوخوا ۳۲ کیلومتره خاوره یې تر کنټرول لاندې راوستې ده. خو دغه ادعاوې رسمي نه دي تایید شوې او د نړۍ معتبرو رسنیو او کومې خپلواکې ادارې نه دي تائید کړي. د افغانستان دولت دغه راپورونه په بشپړه توګه رد کړي او په دې اړوند یې ویدیویي راپورونه خپاره کړي. د دې ډول کاذبه ادعاوو موخه د عامو خلکو د اذهانو ګډوډول او د پېښو د تصویر لویول یا د سیاسي فشار رامنځته کول دي، چې په حقیقت کې د جګړې د واقعیت بشپړ انځ،ر نه ښيي.
تاریخي تجربه ښيي چې دغه ولسوالۍ د اوږدمهاله کنټرول لپاره خورا ستونزمنې دي. په ۲۰۰۹ کال په کامدیش کې د امریکا په یوه اډه کې جګړه وشوه، چې د وسلوالو له بریدونو وروسته یې اډه پرېښوده. دغه جګړه ښيي چې ان امریکې پرمختللي ځواکونه هم په دې غرنیزه سیمه کې خپل دایمي حضور نه شي ساتلی. د طالبانو له واکمنۍ مخکې کلونو کې هم دغه ولسوالۍ اکثر د دولت له بشپړ کنټرول څخه بهر پاتې شوې او غرونو د وسله والو مخالفینو لپاره قوي دفاعي مورچلونه برابر کړي وو. دا تاریخ په اوسني حالت کې د واقعیت یوه ښه بیلګه ده او ښيي چې د کامدیش او برګي مټال سقوط ډېر سخت دی.
پاکستان چې یو کمزوری او پورونو کې ډوب یو هیواد دی دداسې جګړې د پرمخ وړلو نه ځواک لري او نه وس. پاکستان یا هر بل ځواک که وغواړي دا ولسوالۍ ونیسي، باید له پنځه پړاوونه تېر شي څو خپل هدف تر لاسه کړي. لومړی، شدیدې بمبارۍ او توپچي بریدونه ترسره کړي څو د دفاعي پوستو ځواک کمزوری کړي. دوهم، ځانګړي ځواکونه د ځمکني له لارې عملیات ترسره کړي او مهمې لارې او پوستې نیسي. درېیم، خپلې اکمالاتي لارې خوندي کړي او دوامداره یې وساتي ، ترڅو خوراک، مهمات او ځواکونه ځای پر ځای ساتلی وشي. څلورم، د ادارې اعلان وکړي، بیرغ پورته کړي، پوستې جوړې کړي او خلکو ته د نوي ځواک شتون څرګند کړي. پنځم، په دې حالت کې سیمه ایز مقاومت رامنځته کېږي او خلک د دښمن حرکتونه څاري او کمینونه ورته نیسي، چې دا کار دایمي اشغال سختوي. د دې ټولو پړاوونو سره سره، لنډمهاله پرمختګ او موقتي نیول یا محاصره ناممکن کار نه دی، خو دایمي او بشپړ اشغال په داسې یو چاپیریال کې ډېر ستونزمن او ان نا ممکن کار دی په تېره بیا په پور کې ډوب پاکستان دپاره، ځکه د پورته پړاونو څخه تېرېدل زیات او لوړ لګښت ته اړتیا لري.
د افغانستان وسله وال ځواکونه د دې ولسوالیو د دفاع دپاره، بې له شکه اغېزمنه ستراتیژي لري خو بده به نه وي په دې ترینګړو حالاتو کې ځنې مسایل په پام کې ونیسي لکه د غرونو لوړ ځایونه ونیسي، تنګې لارې او درې بندې کړي، چټک او خوځنده دفاع وکاروي، اکمالات خوندي وساتي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي. دا پنځه اصول د فشار په صورت کې د سقوط امکان خورا کموي. جګړه باید اوږدمهاله او د وخت پر اساس وي، هدف دا نه وي چې سمدستي بریا ترلاسه شي، بلکې دښمن ستړی کړی شي، لګښتونه یې زیات شي او مقاومت اوږد او دوامداره وساتل شي.
په پایله کې، کامدیش او برګي مټال ولسوالۍ د فرضي کرښې د هر ډول نښتې لپاره ستراتیژیک او خنډ لرونکی ځای دی. د سقوط یا اشغال امکانات د عملي ستونزو، غرونو، اکمالاتي محدودیتونو او سیمه ایز مقاومت له امله محدود دی.
د ټولنیزو رسنیو او ځینو رسنیو تبلیغاتي اوازونه باید په احتیاط سره ولوستل شي، ځکه چې هدف یې اکثر د خلکو د اذهانو ګډوډول او په پېښو کې د مبالغې کول دي، نه د دقیق او تایید شوی وضعیت څخه د ریښتیني انځور وړاندې کول.