لیکنه: ماسټر حسیب الله وحدت.

په دې مکاره نړی کې ډیر څه په بدلو او غیرو طبعي بڼو د چلښت بازار ته راوړاندې کیږي، خو د انګریز او امریکا د مغرضانه او شومو کړنو په نتیجه کې اصلي بحث دا دی چې پاکستان واقعا یو هیواد دی او که ددې دوه سترو قدرتونو د تعذیب او تحقیر یوه ناوړه او دوهمه ستره پروژه؟ راځو دیته چې د هیواد بحث د کومو مفاهیمو د مختص کولو لپاره په کار وړل کیږي.

د هیواد کلمه د مختلفو علومو په چوکاټ کې بیلابیل مفاهيم وړاندې کوي او د هر علم مخکښ علما یې د خپل دید په محور سره تعریفوي.

خو هیواد د نړۍ هغه ځانګړې خاوره ده چې د خپل نفوس ، ټاکلو سرحدونو او واحد اداري نظام لرونکی وي.

د نړیوال منشور له مخې، هیواد هغه سیاسي واحد ته ویل کېږي چې د نړیوالو اړیکو وړتیا ولري او د ملګرو ملتونو د غړیتوب شرایط پوره کړي.

 غواړم د هیواد مفهوم د سیاسي، حقوقي، او جغرافيايي مسیر له مخې تشریح کړم:

د ارسطو له نظره(۳۸۴-۳۲۲ق م):  

  ارسطو په لرغوني یونان کې له ډير شهرت برخمن فیلسوف و، هغه په ۳۸۴ قبل المیلاد کې د یونان په شمال د سټاګیرا نومي ښار کې زیږیدلی و، د هغه پلار د مقدونیې د شاهي دربار طبیب و، نو ارسطو له کوچنیوالي سره د علم او پوهې چاپیریال کې را لوی شوی وو، د ټولو علومو په برخه کې د لرغوني یونان د فیلسوفي نظریاتو اغیز خورا پراخ دی‌.

ارسطو چې د سیاسي فلسفې له بنسټ اېښودونکو څخه دی په دې اړه وايي: هیواد؛ د خلکو داسې سیاسي ټولګه ده چې د مشترکو قوانینو او يو نظام تر چتر لاندې ژوند کوي تر څو د خلکو ګډې هيلې خوندي کړي.

 ارسطو په خپل تعریف کې څو مواردو ته خاصه توجه کړیده لکه: خلک، نظام او قانون.

دې پورته مواردو ته په پام پاکستان د خلکو مشترکه ټولګه نه لري يوخوا د پښتنو په سینه د ښامار توره ليکه ده او بلخوا بلوڅ بېلتون پال هم ددې ټولنیز جوړښت څخه تر پزې راغلي دي او په مکرر ډول د نارضایتی مختفلې پیښې ترې ثبت کیږي.

د نظام په برخه کې هم نا تعریف شوی سیاسي نظام او قانون لري، نظامي جوړښت یې د خپل ناسم سیاست او د زبر هېوادونو د هیلو د پوره والي په ډګر د یوې پروژې حیثیت خپل کړی پر ځای ددې چې د خپل ولس د هیلو، ارزښتونو او مقدساتو د حفظ او ساتنې په موخه خپل هويت ته کار وکړي د خپل باداره هیوادونو د ګټلو لپاره یې د خپل ولس غوښتنې او هويت ته شا کړیده، هغه څه کوي د څه په اړه چې ورته ماموریت ورکړل شي.

باید ووایم چې زموږ هیواد افغانستان پرته له هر نوعه تبعيض د تاریخ په اوږدو د یو واحد سیاسي نظام له چتر برخمن نظام دی، د قوانینو په برخه کې د اسلامي شريعت له نصوصو سره سم د هیواد په ټولنه باندې مشروع حاکمیت له ویاړ برخمن دی، دا هغه موضوع ده چې په رڼا کې ېې د ټولو میشتو اقوامو هیلې پوره او د مشترک هويت رسمي استناد ته یې ثبوتیت بښلی دی.

خو په حقوقي لحاظ هیواد هغه سیاسي واحد دی چې څلور اساسي عناصر ولري او دا عناصر په لاندې ډول دي:

۱- دایمي نفوس (Population)

۲- ټاکلې جغرافیایي خاوره (Territory)

۳- حکومت (Government)

۴- له نورو هیوادونو سره د اړیکو توان(حاکمیت) (Sovereignty / Recognition)

لومړی راځو که چیرته د پاکستان نفوسي شرایط مطالعه شي نو د وګړو په پراخه کچه فرار او تیښته د هیواد جوړونې دا اساسي رکن تر سوال لاندې راولي، د تاریخ په اوږدو کې پاکستاني رژیم تل له داسې کرغیړنو شومو پلانونو د تطبیق استفاده کړیده چې د هیواد وګړي يې د اجبار په سلطه کې راګیر کړي دي او له دوی یې د هیواد پالنې آزاد معیارونه سلب کړیدي، مثلآ: دوی د خپل نظام، قانون، روابطو او ګڼو نورو مسایلو په اړه عامه غوښتنې نه شي پلي کولای بلکې د پوځ د هیلو لپاره، چې دا هېلې د لويو قدرتونو د خوندیتوب په موخه ټاکل کیږي، د سیمې دا لویه کتله خلک بې پامه نیول کیږي او د زور او جبر له لارې ترې د مختلفو پروژو په توګه ګټه اخېستل کیږي، لکه: د عافیې صدیقې خور د جيل تورو تيارو ته استول، دا څو ورځې دمخه د امریکا د سفارت مخې ته د خلکو او اسلام پاله لاریون والو څخه د ژوند اخیستل، دېته ورته ډیر داسې مسایل شته چې د هغې جغرافیې ټولو وګړو ته پراخه بیلګې لري. غواړم د دې دوه بيلګو په اړه دا وضاحت وړاندې کړم چې که د عافیې صدیقې څخه خطر محسوسېږي آیا هغه په دومره کچه دی چې د ضعیف الجسمه(ښځینه جنس) څخه دې د پاکستان ولس ته متوجه وي خو که دا خطر د پاکستان محدودې ته موجود و بیا ولې د پاکستان په جیل کې نه ساتل کیده چې د امریکا پوځ ته د خپلو میلیاردي قرضې د خلاصون په موخه حواله او په سر یې د انسانیت په تندي داغ معامله ترسره شوه، بیا دا ټول هر څه ترسره شول نو ولې د پاکستان پوځي رژيم خلکو ته په دې اړوند وضاحت نه ورکوي.

د پاکستان د نا تعریف شویو غرایزي او بلواکه قوانينو په چوکات کې خو هر څوک د لاريون حق لري ولې دا دوه ورځې دمخه د ۲۰۲۶ کال د مارچ په لومړیو کې (د مارچ له ۳مې نېټې وړاندې) په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت مخې ته لاریون کوونکو ته د دیني مقدساتو د پالونکي لاریون حق ورنه کړل شو بلکې دوی د ژوند له طبیعي حق څخه محروم شول او په پاتې کسانو کې د دین پالنې روحیې وژلو لپاره یې بیا پخوانی لاره(غلامي) خپله کړه.

دا طبعي ده چې یو نفوس له خپل هويت څخه برخمن نه وي نو له دې ټولو ناخوالو سره به مخ وي او د غلامانو په شان به یې په کریکټر لوبې ترسره کیږي.

د هیواد جوړونې دوهم اصل د ټاکلو سرحداتو درلودل دي چې له دې نعمت څخه هم دا کتله محرومه ده یو خواته یې له افغانستان سره ۱۲۰۰ کيلومتره نا تثبیت شوې فرضي کرښه لري او د انګريزي ښکيلاک له میراث سره سم بیا تر اوسه پرې خوله شړپوي بلخوا ته یې د هندو ستان له هیواد سره نا تعین شوې فرضي کرښه لري کله چې د یوې جلا نژاده او کم توکمه(پنجاب) محدودې ټولګې دوه لوېې پولې په رسمي او قانوني ډول د رسمیت له سند څخه محروم او د یو کرغیړن ښکیلاک د ظلم او بربریت ثمره وي نو هیڅکله به د هیواد مفهوم ترې افاده نه شي.

د درييم اصل په توګه د حکومت اصطلاح که په غربي مفکورې سره را واخلو نو کیدای شي چې دوی یې له مزایاوو څخه برخمن شي ولې په اسلامي لحاظ یې د حکومت اصطلاح له حده ډیره ناقیصه ده:

امام ماوردي (رح) په خپل مشهور کتاب (السلطاني احکام / د حکومت احکام)کې لیکي:

حکومت (امامت) هغه نظام دی چې د نبوت د ځایناستۍ په توګه د دین ساتنه او د دنیا چارې تنظیموي.

پاکستان چې زه یې د همغه خاصې حلقې د تعارف لپاره د پيژندنې نوم ګڼم او د یو هیواد د مفهوم او سلب موارد یې تاسې لوستونکو مخې ته ږدم، د پاکستان حکامو، حکومت ته نه د امامت، نه هم د نبوت د میراث او نه هم د دین د ساتنې په سترګه کتلي دی یوازې څلورم جزء چې د دنیوي چارو د تنظیم اړخ روښانه کوي د ټولو عمومياتو څخه په لوړ کيفيت سره درک او منلې ده.

 ځکه حکومت د پیغمبرۍ د ځایناستۍ لپاره جوړ شوی تر څو دین وساتي او د خلکو د دنیوي نظام اداره د همدې ښېګڼې سره يوځای پوره کیږي.

ابن تیمیه (رح) په خپل کتاب السياسة الشرعية کې لیکي: حکومت هغه اداره ده چې د خلکو د چارو د اصلاح لپاره د شریعت مطابق واک استعمالوي. 

د پورته تعریف اړخ دومره واضیح او څرګند دی چې زه منحیث د یو لیکوال هیڅ نه غواړم په دې اړوند تشریح وړاندې کړم ځکه د اهل خبروو لپاره خپله مفهوم له ځانه سره لري.

غواړم د څلورم او وروستی اصل په توګه چې د یو هیواد مفهوم ته حقانیت وربښي هغه حاکمیت دی.

 حاکميت د رضايت او ولسي ګډ غوره تعامل هغه حالت ته وايي چې د ملت او حکومت د ښیګڼې سبب وګرځي. نو دېته په کتو دې خوار ملت ته خو له خپل حیثیت څه ورپاتې نه دي او حکومت یې د یو هیواد د منل شوي حیثیت له ویاړ محروم دی.

 ځکه په ټوله کې حکومت هغه نظام دی چې د شریعت د ساتنې، د عدالت د ټینګښت او د خلکو د دنیوي او اخروي چارو د سم تنظیم لپاره رامنځته کېږي.

پورته ټول څلور هغه اساسي او اصلي عناصر وو چې په درلودلو سره یې يوه کتله خلک او خاصه جغرافيه د هیواد حیثیت خپلوي.

راځو دیته چې پروژه څه ته ويل کیږي ترڅو درانه لوستونکي وکولای شي چې ددې دوه موضوعاتو(هیواد او پروژې) ترمنځ تفکيک وکړای شي.

پروژه (Project) هغه لنډمهاله او منظم فعالیت ته ویل کېږي چې د یوه ځانګړي هدف د ترلاسه کولو لپاره د ټاکلي وخت، محدودې بودجې او خاصو سرچینو په کارولو سره ترسره کېږي.

دا ښکاره او څرګنده خبره ده چې پاکستان ته د لويو قدرتونو لکه انګلستان او امریکا لخوا ټاکلي اهداف ورکول کیږي او پاکستان د دوی د هیلو د ترلاسه کولو لپاره د مادياتو په نظر کې نیولو سره د خپلو بادارانو هيلو ته تحقق وربښي.

دا چې د پروژې د ترسراوي په موخه محدودې منابع ځانګړي کیږي نو همدا علت دی، چې دوی د تاریخ په اوږدو کې ډیره بې خرچي ګالي، ځکه چې دوی د بادارانو د هیلو په برخه کې پوره له اخلاص څخه کار اخلي، حتی تر هغه هیله لرونکي عاید او آفرین یې ډیر مصرف پرې ترسره کیږي، همدا نا انډوله قرباني د دوی د دایمي قرضداری په تله کې خپل وزن پریږدي‌.

او د سرچینو په برخه کې بیا خپلې ټولې منابع په داسې توګه مصرفوي چې په حال کې یې د غربت دسترخوان ته ټیل وهلي، خو د خفګان خبره داده چې د یوې محدودې کړی له وجې ولې د ټول ولس په هیلو او امیدونو سودا وشي، دا هغه درد دی چې ولس یې د درمان لپاره د غلام ریژیم له کرغیړنو چارواکو باید د ځواب غوښتنه وکړي او محاسبه ترې واخلي.

په پای کې د یو لیکوال په صفت ددې تمنا لرم چې د پاکستان عام ولس د کرايي پروژو او د فوټبال د هغه توپ په شان له لوبیدو ځان وساتي چې د نورو د خوښی لپاره د لوبغاړو په پښو باندې یو او بل لور ته وهل کیږي، ترڅو د بادار د چک چک ویاړ ترلاسه کړي.

تاريخ ثابته کړیده چې د افغانستان ولس او حکومت په خپله خاوره د سر په بدل کې هم معامله نه قبلوي، خپل هیواد مور ګڼي، هر افغان د خپلې مور درناوی د ګرانې مور له غیږې زده کوي او د مرګ تر ورځې یې قدم په قدم پالنه کوي‌‌.

Rمحمدصفر خواریکښ

د افغانانو په همت

د پاکستان" ړنګېدو د مهال سنج چپه شمېر پیل شو

 مخکې لدې چې د ”پاکستان” د تجزيې او ټوټه ټوټه کېدو په باب څه ولیکم، د دې جعلي هېواد د ناجايز زېـــږد د څرنګوالي او مخينې په با ب لنډ مالومات وړاندې کول اړین بولم.

 د بریتانیا ښکيلاک د نورو ملکونو د شتمنیو لوټلو او ولسونو ایلولو په موخه له بېلابیلو تکتیکونو او فرېبونو کار اخلي. د هند د نيمې وچې د شتمنيو لوټلو او د خلکو ښکېلولو لپاره يې د سوادګرۍ په پلمه لومړی په ۱۶۰۸ز کې د شرق الهند بریتانوي کمپنی (British East Indian Company) هند ته ولېږله. دغه کمپنۍ څو کاله وروسته په ۱۶۱۳ز کال کې رسمي سوداګریز مرکزونه جوړ او ورو ورو یې سوداګري په سیاسي او پوځي واک بدله کړه. په ۱۸۵۸ز کال کې د شرق الهند کمپنۍ واک ختم او هند په مستقیمه توګه د بريتانيا تر استعمار لاندې شو. دغه مستقیم ښکیلاک تر ۱۹۴۷ز پورې شاوخوا ۱۹۰ کاله دوام درلود. 

کله چې بريتانوي ښکیلالک له دویمې نړۍ والې جګړې وروسته نور د هند پر نیمې وچې د مستقیم ښکېلاک توان نه درلود او له هند وتلو ته اړ ایستل شو. نو ويې پتېیله له هرې لارې او په هر نیرنګ چې شونې وي، په سيمه کې خپل لاس؜پوڅی واک ته ورسوي ترڅې په راتلونکې کې د دوی نامشروع ګټې تأمین کړي. انګرېزانو د محمدعلی جناح په نوم لاس پوڅی چې لا د مخه يې په همدې موخه په بریتانیا کې روزلی و، د دې کار لپاره غوره کړ. په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له نيمې وچې یې یوه برخه راجلا او د پښتنو او بلوڅو پلرنۍ جغرافيه یې ورسر پیوند او د ”پاکستان” په نوم یې يو جعلی هیواد جوړ کړ. خو دا ناجایز هېواد چې د پښتنو او بلوڅو د ارادې خلاف د ميلیوني هندي مسلمانانو، هندوانو او سیکانو او ان په اوسني ”پاکستان” بلوچستان او پښتونخواه کې میشت هندوانو او سیکانو د ارادې او نظر خلاف د انګرېزي ښکېلاک په اراده جوړ شو، له هماغه پیله یې په ځان کې د تجزیي پوتنسیل او تومنه درلوده.

د یادونې وړ ده چې د هند له نيمې وچې د ”پاکستان” په جعلي نوم د يوې ټوټې ځمکې بېلولو د داسې خونړي ناورین بڼه درلوده چې د تاريخ حافظه به يې هېر نکړای شي. د بېلوالي په دغه ناورين کې د سرحدي کرښي له اعلامېدو وروسته او د ویش له بشپړېدو مخکې، لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړي مسلمانان له هند نه پاکستان ته او هندوان او سیکان له ”پاکستان” نه هند ته د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل شول، او له خپلو کورونو او شتمنیو تش لاسونه ووتل. 

دا د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستره جبري او له زورزیاتي سره مل کډوالي وه. د ښځو او ماشومانو په ګډون له یو تر دوه میلیونو انسانان پکې ووژل شول، ژور انساني بحرانونه را منځته شول، کورنۍ سره جلا شوې، له هغو ځمکو او کورونو چې پکې زېږېدلي او ټول ژوند یې پکې تېر کړې وو، لاس ترغوږ ووتل او کلونه کلونه یې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند تېر کړ. د دواړو لورو - مسلمانانو او هندوانو- ښځو او ماشومانو په دغه دهشت او بربریت کې سخت زیان ولید؛ جنسي ځورونې، تښتونې او له نورو سلګونو جنایتونو سره مخ شول. پر مذهبي کرکې او تاوتريخوالي سربېره د قومي او ژبني اختلافونو او شخړو تخمونه هماغه مهال د محمدعلي جناح په واکمنۍ کې کرل شوي او تر اوسه د پاکستان د پوځي ادارې او استبلیشمنت لخوا خړوبېږي او وده کوي. 

‎د قومي، مذهبي دهشتونو او ژورو انساني بحرانونو تر څنګ، د اقتصادي زېرمو غېرعادلانه ویش هم ترسره شوی چې په اقتصاد او سوداګرۍ کې یې ستونزې رامنځته کړې دي. د اوبو د سرچينو پر سرلانجې؛ د سیمې مهم سیندونه لکه د سند سیند او ورسره نور ښاخونه يې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې راغلل، د اوبو د حق پر سر اختلافات او لانجې رامنځته شوې چې تر کلونو یې دوام درلود او لا تراوسه هم حل ندي.

همدارنګه د اوږدمهاله پوځي او سياسي کړکېچونو په لړ کې له هند سره د کشمیر او افغانستان سره د ډېوريند د فرضي کرښې مسأله سترې سیاسي ستونزې دي، چې بریتانوي ښکېلاک په قصدي توګه په دې سیمه کې د همېشنیو لانجو په توګه پرېښي چې تر دې دمه د هند او ”پاکستان” ترمنځ د پنځو جګړو او له افغانستان سره وار وار د سرحدي شخړو لامل شوي دي.

دغه ټول او ورسره د دهشت، زورزیاتي، کډوالۍ او بې کورۍ ترخو خاطراتو د خلکو د حافظې تل کې ځای نیولي، چې اغېزې يې تر اوسه د دواړو هېوادونو په ټولنیزو او سیاسي اړيکو، ادبیاتو، سینما او آن د سپورت په ډګرونو کې نه یوازې په هند او ”پاکستان” کې لیدل کېږي؛ بلکې د پښتنو، بلوڅو او سنديانو داسې کرکه هم راپاروي چې ”پاکستان” د ړنګېدو او ټوټه ټوټه کېدو لار یې جوړه کړې ده. پدې لارې د تګ اسانتیاوې مېړنیو افغانانو د ”پاکستان” د وروستيو تېریو او پر ملکي وګړو د بمباریو په غچ اخیسونکي عملياتو کې برابرې او چټکې کړې. 

اوس نو هغه وخت رارسېدلی دي چې په جعلي ”پاکستان” کې د پوځي ادارې او استبلیشمنت ټول مخالفين، بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ، پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د طالبانو تحریک (پي ټي ټي)، بلوڅ بېلتون؜پالي، له میلوګانو پرته د عوامي نشنل پارتۍ قامپالي کسان، سیندي آزادي غوښتونکي او نور خواره واره لوی او کوچني ګوندونه او هغه کسان چې په "پاکستان" پوځ او ملېشو کې نوکران دي او وجدان یې یوذره پاتې او په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی، د پوځي ادارې او استخباراتو د خپل؜سرو کړنو هدفي وژنو او زور زیاتی په خلاف په ګډه له یو سنګر نه د پوځي ادارې په وړاندې پاڅېږي او خپل حقونه ترلاسه کړي. 

د ”پاکستان” لوړپوړي پوځي افسران له جنرال ضياءالحق نه تر پخپل؜ سر مارشال عاصم پورې د اجرتي قاتلانو سرغنه دي. جنرال ضیاء د۱۹۷۰ز کال په سپتمبر کې چې د اردن پاچا ملک حسین په هېواد کې د خپل شاهي حکومت د راستنولو لپاره او د فلسطیني سازمانونو د خودمختارۍ د لغو کولو لپاره خشونت پیل کړې وو، جنرال ضياء د ”پاکستان” د کرايي پوځ د قومندان په توګه 25000 فلسطینیان په څو ورځو کې ووژل، چې د عربو په تاریخ کې دغه مياشت د «تور سپتمبر» په نوم یادېږي. 

د اجرتي قاتل په توګه د ضیاءالحق د چړاو شدت دومره زیات وو چې د اسرائيلو یو بنسټ ايښودونکي موشي دایان وویل: ‏«ملک حسین د پاکستان د پوځ ضیاءالحق په مرسته په اردن کې د فلسطیني اډو د له منځه وړلو لپاره ولېږه، بې شمېره ټول؜ وژنه یې وکړه. په یوولس ورځو کې يې له هغو زیات فلسطینیان ووژل چې اسرائیل وکولای شي په راتلونکو شلو کلونو کې یې ووژني.»

دا دی اوس د ضياء خلف بې له کومې سوبې او فتحې مدام؜ العمر مارشال عاصم هم د اسرائيلي صیهیونیستانو لپاره د «بلک واټر» په نقش کې د غزې د فلسطینیانو چړاو ته ګومارل شوی دی. 

د ”پاکستان” له جوړېدو تر دې دمه او له ضياء تر عاصمه، ددغه هېواد د پوځ او استخباراتو ادارو کې د ديموکراسۍ ، قانونیت او عدالت ډېوې مړې دي. ددې ادارو او استبلیشمنت په قاموس کې د بشردوستۍ او عاطفې لغتونه نشته دی.

هغه عامل چې تر اوسه یې ”پاکستان” له دغه ټولو ناوړه کړنو؛ زورزیاتي او اداري او مالي فسادونو سره سره له ړنګېدو او تجزيې ژغورلی، نه د "پاکستاني" ټولنې انسجام او نه یې د حکومت تدابیر دي بلکې نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لوېدیزو هېوادونو په مېخانيکي ډول په پښو ولاړ ساتلی دی. 

اوس په نړۍواله کچه د ”پاکستان” حیثت او پرستيژ د دوه مخۍ او درواغو له امله سخت زیانمن شوی دی. او ټولې نړۍ ته لکه لمر روښانه ده چې ”پاکستان” د ترهګرو د روزونکو او صادرونکو ځاله ده. د نړۍ په هره څنډه او ګوښه کې چې د ترهګرۍ او دهشت کومه پېښه وشي د ترهګر د پښو پل هرومرو د ”پاکستان” د استخباراتو په اداره ورننوزي. پدې اړوند خورا زیات کره لاس؜وندونه شته خو د کلام د اوږودالي له امله ترې تېرېــږم. خو د حیثیت بایللو یو دوه مثالونه به یې د دوی د خپلو بادارانو او ولي نعمتانو له قوله ذکر کړم.

د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د نوي کال په ورځ په ټويټ کې ولیکل: «دا هېواد (پاکستان) امریکا ته له «درواغو او فرېب» پرته بل څه نه ورکوي او په ۲۰۰۳ کال کې د ۳۳ میلیاردو ډالرو مرستې بدل کې یې د ترهګرو لپاره «خوندي پټنځای» جوړ کړی دی.» 

همدارنګه د ملګرو ملتو سازمان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني سفیر زلمي خلیل؜زاد د پاکستان لپاره د بشپړې انزوا سیاست غوښتنه وکړه، ويې ویل: «که پاکستان له رادیکالېزم او افراطیت له ملاتړ لاس وانخلي، د امريکا متحده ایالتونه باید دې هېواد ته خپلې ټولې مرستې بندې کړي...»

هغه لاملونه چې د دغه جعلي هېواد د ټوټه ټوټه کېدو او ړنګېدو لاره اواروي:

سیاسي زور زیاتی او استبداد 

د زور زیاتي له لارې واک چلول او ساتل، د اپوزېسیون ګواښل او ځپل. د عدالت نشتون، له عام ولس سره د ”پاکستان” استخبارتي اداری (آی.اس.آی.)، پوځیانو او ملېشو د مفسدینو لخوا د زورزیاتي چلن، او په درواغجنو تورونو د سیاسي مخالفینو بدنامول، بنديانول د مرګ تر پولې شکنجه کول او استخباراتي اجیرانو په وسیله ترور کول، لکه د ګیله من وزیر، عارف وزير، ارمان لوڼي، ستر ديني عالم مولوي منیر شاکر بونیری او مولانا خانزیب غوندې په ولس او قام مئينو شخصیتونو هدفي وژنې.

نو کله چې واک یوازې د یوې ډلې وي. ټولټاکنو کې ټګي او برګي وشي يا د ټاکنو پايلې ته غاړه کېنښودل شي، لکه په ۱۹۷۳ز کې د ‌ذوالفقار علي بوتو د صدارت په مهال چې شیخ مجیب؜ الرحمان په غوڅ اکثریت ټاکنې ګټلې وې، خو علي بوتو و نه منلې چې د جګړې او د”پاکستان” د تجزيي لامل شو او د بنګله دېش په نوم نوې هېواد له ”پاکستان” نه جلا شو. 

د قومي او مذهبي بې اتفاقیو او زیاتوالی     

که يو قوم د محرومیت احساس وکړي او یا مذهب د سیاست وسیله شي. د سني او شیعه او نورو مذهبي ډلو تر منځ نفاق اچول، له یو بل سره دوښمنول، لکه د ”پاکستان” پلندر پلار بریتانوي ښکېلاک چې په افغانستان کې له دغه شیطاني چلن کار اخیست. 

 ”پاکستان” له خپل ناجایز زېـــږد راهیسې تر اوسه هم له مذهب نه د سیاسي وسیلې په توګه ناوړه ګټنه کوي. دا پخپله د بېلتون غوښتنې غورځنګونه رامنځته کوي او د تجزیې لپاره یو غښتلی لامل ګرځي. 

کمزوری امنيتي نظام 

د فعالو وسله؜ والو ډلو شتون چې د بريدونو له امله یې حکومتي ادارې او ان پوځي مرکزونه او د پولیسو تاڼې خوندي ندي، د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ آزادي غوښتونکو او ... پیاوړې وسله والې ډلې اوس؜مهال په پراخه پیمانه له بلوچستانه تر باجوړ، تیرا، وزیرستان، پېښور او ان کراچۍ او لاهور پورې دغه راز برېدونه تر سره کوي.

اقتصادي کمزورتیا او بهرني پورونه.

د ”پاکستان” اقتصاد له سخت مالي بحران سره مخامخ دی. د خلکو بېکاري، د بيو لوړوالی، انفلاسیون او د ملي کرنسۍ ټيټوالی او بې ؜ارزښته کېدل ـ دا مهال د پاکستان پنځه روپۍ د افغانستان یوه افغانۍ ارښت لري او حکومت یې په پورونو چلېږي، چې تر اوسه یې څو ځله پر پخوانیو پورونو سربېره له نړۍ وال وجهي صندوق نه پور اخیستی او حکومتي مشران یې له صدراعظم شهباز شریف نه تر مریم نواز پورې د ګدايي کچکولونه په غاړه له بهرنیو ملکونو پورونه غواړي؛ چې شهباز یې په زاریو او سوالونو ، مریم نواز یې په کرشمو او نازونو. 

پوځي او استخباراتي واک. 

په "پاکستان" کې پوځ او استخباراتو واک قبضه کړی او نه یوازې داچې ډېر ځواکمن دي بلکې سخت بې؜رحمه او ظالم هم دي. پوځ او څارګره اداره آی.اس.آی. پر حکومتونو ژور اغېز لري، په سیاست کې لاسوهنه کوي. په رسنیو فشار راوړي. ژورنالېستان په پېسو اخلي. او کوم ژورنالیستان او سیاستوال چې پر خپلو ګټو ملي ګټې غوره ګڼي او له خپل قوم او ولس سره خيانت نکوي، ځان او وجدان نه پلوري ګواښوي، بنديانوي يې او يا یې پټ او ښکاره وژني. نو ځکه ولسونه ”پاکستان” ولسواک نه بولي بلکې د نابالغه سیاسي رنډۍ په نظر ورته ګوري. 

نا ريښتینی بهر سیاست. 

د "پاکستان" استبلیشمنت هغه سیاسې ګدۍ ده چې په بهرني سیاست کې هم لکه د هیرامنډيي رنډۍ رنګین مزاجه ده او په اړیکو کې دوه مخې، نارښتينې او مقطعي خاصیت لري. 

دا رنډۍ د خپلې پېشې او اندېشې پر بنیاد په یومهال څو یارانو ته د وفادارۍ ژمنې ورکوي. دغه راز له ټګۍ او فریب ډک سیاست یې ماته د یوې رنګین مزاجې نجلۍ کیسه چې له یو سپین؜ ږیري نه مې اورېدلې وه را تداعي کړه. 

کیسه داسې وه: «یو وخت یوې کلیوالې نجلۍ څو یاران درلودل، چې هر يو ته يې په پټو لیدنو کتنو کې د لاس له ګوتې تار تاو کړی وو. کله به چې په کلي کې د کوم کلیوال واده وو، په وراو کې به دې رنګین مزاجې نجلۍ مسته چمبه وهله او ورسره غبرګ به یې دا سروکی په لوړ غږ وایه: «د تار یاره ستا يمه!» د دې سروکي په اورېدو سره به ټولو هغو یارانو چې تار یې ورته له ګوتې تاو کړې وو ،غاړه تازه کړه او موسکی به شو چې څومره لېونۍ مینه ورسره لري چې په ودونو او وراو کې یې په سندرو کې هم یادوي.»

"پاکستان" کټ مټ د همدغې رنګين مزاجې لوفرې په څېر هم د امریکا متحدو ایالتونو ګوتې ته تاري کړۍ اچولې ده او هم د چين ولسي جمهوریت ته، د امريکا په مالي ملاتړ ترهګر روزي او چينایي انجینران پې وژني، یرغملوي یې بیانو د عاملينو د پېدا کولو او له منځه وړلو په نوم له اړوند هېواد شوکه کوي. هم د عربي شېخانو لنګې غواوې د اسلام په نوم لوشي او هم د اسرائيلو لپاره د بلک واټر په توګه په غزه کې فلسطینیان بې وسلې کوي. نور نړۍ والو ته دغه د دوه مخۍ او په اړيکو کې د ټګۍ او برګۍ کړنلار او ددې سیاسي رنډۍ کرغېړنه څېره رسوا او بې اعتباره شوې ده. چین ته د نږدې والي له امله يې د لویدیزو هېوادو حساسیت پارولی دی چې خپلو ګټو ته د ګواښ په سترګو ورته ګوري.  

”پاکستان” د ترهګرۍ په پلمه د افغانستان د طالبانو خلاف جګړه کې د امريکا د نړۍخور امپريالېزم د یرغلګر پوځ تر څنګ درېـــږي، خپله خاوره د افغانستان په خلاف د امریکا په اختیار کې ورکوي. 

په لنډ بیان په ”پاکستان” کې سخت او له کنترول وتلي د نني اختلافات، سیاسي بندیانولو، پر پوځ د نیوکو او ولسي اعتراضونو زیاتوالي، کمزوري اقتصاد، د بلوچستان ناارامیو، د پاکستاني طالبانو بريدونو او د ملکي وګړو په وړاندې د پوځ زور زياتي د پاکستان سیاست سخت بې ثباته کړی او نړۍ وال حیثیت یې بایللی دی. دا ټول دا مهال د ”پاکستان” د ادارې يا زموږ د لرو پښتنو ورونو په ګړنه «استبلیشمنت» یا ددې کرښو د لیکوال په قول «لوليتا» په څڼو کې د مني مړاوي ګلونه؛ داخلي اختلافات، اقتصادي کمزورتیا، د بلوچستان دآزادي غوښتونو وسلوالو، د پاکستان د طالبانو تحریک (پي ټي ټي) بريدونه. همدارنګه د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ( پي ټي ام) او د پخواني منتخب صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف(پي.ټي.آی)سره شدید مخالفتونه لیدل کېږي چې له امله به يې "پاکستان" ړنګ او ټوټه ټوټه شي. 

د پورتنيو لاملونو او حقیقتونو په پام کې نیولو په ټینګار سره بیا وایم چې له بل هر مهال نه زیات د ”پاکستان” د ټوټوټه کېدو، د استبلیشمنت د ړنګېدو ـ د سیمې له بدن نه د سرطان د دې ناسور دانې د غوڅولو او د تاريخ ډېران ته د غورځولو وخت رارسېدلی دی. د دې مهالسنج د چپه شمېر لپاره ګړۍ د افغان اتلانو د غچ اخیستونکي عملیاتو په همت کوک شوه. 

ددې ګړۍ د ښه چلېدو په هيله!

عبدالملک پرهیز 
نړیوال نظام په وروستیو لسیزو کې له ژور بدلون سره مخ شوی دی. د سړې جګړې له پای وروسته یو قطبي جوړښت، چې د امریکا په محور راڅرخي، ورو ورو د څو قطبي سیسټم پر لور بدلېږي. په دې بدلون کې د چین او روسیې د ځواک زیاتوالی، د منځني ختیځ د امنیتي معادلو بدلون، او د انرژۍ جیوپولیټیک اهمیت، اساسي رول لري. اوس چې د امریکا او ایران ترمنځ پراخه پوځي مخامختیا رامنځته شوې، دا یوازې دوه اړخیزه جګړه نه ده، بلکې د همدې انتقالي نړیوال پړاو د ازموینې یوه حساس ټکی دی.
که جګړه محدوده او کنټرول شوې پاتې شي، د نړیوال نظام د موجوده انډول ساتلو احتمال ډېر دی. په داسې حالت کې پوځي عملیات تر یوې ټاکلې جغرافیې محدود پاتې کېږي، ستر قدرتونه هڅه کوي له مستقیم ټکر ډډه وکړي، او فشار تر ډېره په اقتصادي، سایبري او نیابتي ساحو کې ښیي. دا ډول حالت د سړې جګړې له منطق سره ورته والی لري، چېرته چې لوی قدرتونه د مستقیمې نښتې پر ځای غیر مستقیم فشار کاروي. نړیوال اقتصاد زیانمن کېږي، د انرژۍ بیې همدا اوس لوړې شوي او نور به هم لوړ شي، خو نړیوال سیسټم به ونه نړېږي.
خو که جګړه پراخه شي لکه څنګه چې د پراخولو هڅه یې روانه ده نو سیمه ییز لوبغاړي به په مستقیم ډول په جګړه کې ښکېل شي، نړیوال اقتصادي او امنیتي جوړښت به له جدي خطر سره مخامخ شي. د انرژۍ بهیر ګډوډ شوی او لا د ګډوډېدو په حال کې دی، سمندري لارې ناامنه شوي او هورمز تنګی چې د نړۍ په سلو کې تیل تېرې استول کېږي بند شوی، او د ائتلافونو رامنځ ته کیدل د جوړېدو په حال کې دي چې دا به نړیوال نظم دوه قطبي یا څو بلقېبي اکي بڼې ته نږدې کړي. په داسې سناریو کې د امریکا او چین سیالي لا د سختیږي او روسیه هڅه کوي له دې فرصت څخه د ستراتیژیک انډول د بدلون لپاره ګټه واخلي. دا به د نړیوال تجارت د ټوټې کېدو، د ډالر د حاکمیت د ننګونې، او د موازي مالي سیستمونو د پیاوړتیا لامل شي.
تر ټولو خطرناکه سناریو دا ده چې لوی قدرتونه مستقیم پوځي ټکر ته ننوځي. که څه هم د اټومي مخنیوي اصل لا هم د نړیوالو اړیکو بنسټیز عنصر دی، خو د محاسبې تېروتنه، د نیابتي ځواکونو کنټرول له لاسه ورکول، یا سایبري بریدونه کولای شي وضعیت له کنټروله وباسي. سره له دې، تاریخي تجربه ښيي چې ستر قدرتونه عموماً د متقابلې تباهۍ له وېرې خپل تقابل مدیریت کوي. له همدې امله بشپړه نړیواله جګړه حتمي نه ښکاري، خو د اوږدمهاله د بې ثباتۍ احتمال لوړ دی.
په دې نړیوال بدلون کې د افغانستان موقعیت ځانګړې ستراتیژیکه مانا لري. افغانستان د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ نښلونکی جغرافیوي پل دی او کولی شي د سیمه ییزو اقتصادي دهلېزونو برخه شي. خو همدا موقعیت کولی شي هغه د نیابتي رقابتونو ډګر هم وګرځوي. که سیمه ییز ځواکونه د خپلو رقابتونو د تصفیې لپاره بدیل میدان ولټوي، کمزوري سیاسي او اقتصادي جوړښتونه به له جدي فشار سره مخ شي. له بلې خوا، که افغانستان انډول شوی او بېطرفه بهرنی سیاست تعقیب کړي، کولی شي د سیمه ییز پیوستون او ترانزیټ په برخه کې له سیالۍ څخه فرصت جوړ کړي.
د چین احتمالي دریځ به تر ډېره اقتصادي او ستراتیژیک محاسبه وي. چین د انرژۍ دوامداره تامین، د نړیوال بازار ثبات، او د امریکا د نفوذ محدودول خپل اساسي اهداف ګڼي. له همدې امله د مستقیمې جګړې پر ځای د سیاسي ملاتړ، اقتصادي همکارۍ او ډیپلوماټیک منځګړیتوب ته تمایل لري. روسیه، چې له لویدیځ سره یې اړیکې له مخکې ترینګلې دي، غواړي د امریکا د تمرکز د وېشلو په موخه له وضعیت څخه سیاسي ګټه واخلي، خو روسیه هم نه غواړي چې مخامختیا د اټومي ټکر مرحلې ته ورسېږي.
په ټوله کې نړۍ د انتقالي نظم په پړاو کې ده. دا پړاوونه په تاریخ کې تل له بې ثباتۍ، سیمه ییزو جګړو او اقتصادي بحرانونو سره مل وي، خو دا مانا نه لري چې بشپړه نړیواله تباهي حتمي ده. د نړیوالو اړیکو اوسنی جوړښت، چې پکې اقتصادي متقابل تړاو، نړیوال سازمانونه، او اټومي مخنیوی شامل دي، تر یوې اندازې د کنټرول میکانیزمونه برابروي.
بشریت له خطر سره مخ دی، خو دا خطر مطلق او نه بدلېدونکی تقدیر نه دی. راتلونکی به تر ډېره د قدرتونو پر محاسبې، د ډیپلوماسۍ پر ځواک، او د سیمه ییزو دولتونو پر داخلي ثبات پورې تړلی وي. که سیالي مدیریت شي، نړۍ به څو قطبي خو باثباته نظم ته داخل شي؛ که مدیریت ناکام شي، اوږدمهاله بې ثباتي او اقتصادي فشار به د نړیوال سیاست نوی عادي حالت وګرځي

انجنیر زلمی نصرت

کابل

کومه جگړه چې د ځینو شنونکو په باور د اسرائیل او د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ایران پر ضد پیل شوې، یوازې یو مستقیم پوځي تقابل نه بلل کېږي، بلکې په پراخ او ستراتیژیک چوکاټ کې ارزول کېږي.

دا تقابل د ایران د سیمه‌ییز نفوذ د مهارولو، د نفت او گاز په څېر د ستراتیژیکو انرژۍ سرچینو د کنټرول، او د ایران د توغندیز، هستوي او عمومي پوځي ځواک د محدودولو له اهدافو سره تړاو لري.

په دې لړ کې، د ایران د سیاسي نظام د جوړښت یا چلند د بدلون موضوع هم د احتمالي اهدافو په توگه یاده شوې ده. 

هم‌ دارنگه ، د امریکا په ملاتړ او د خلیج د ځینو عربي هېوادونو  او اسراییلو په گډون د یوه سیمه‌ییز پوځي ائتلاف د جوړېدو نظریه، چې «عربي ناټو» یا «دوهم ناټو» بلل کېږي، هم په تحلیلي بحثونو کې ځای لري.

پر همدې اساس، ځینې څارونکي باور لري چې د ایران پر ضد تقابل یوازې دوه اړخیزه شخړه نه ده، بلکې د سیمې د نوي پوځي بلاک د جوړېدو په چوکاټ کې تعریفېدای شي؛ داسې بلاک چې د ایران د مهار یا موازنې لپاره تنظیمېږي او د امریکا رول پکې بنسټیز او څرگند دی.

په ټوله کې، له ایران سره جگړه  یا تاوتریخوالی د یوې پراخې جیوپولیټیکي معادلې برخه بلل کېدای شي، چې پکې د سیمه‌ییز نفوذ سیالي، د انرژۍ ، امنیت، پوځي بازدارندگي، او په منځني ختیځ کې د نویو ائتلافونو جوړښت اساسي رول لري، او موخه یې دا هم گڼل کېږي چې د روسیې او چین نفوذ محدود کړي او تجارتی تعاملات د ډالر په حساب تر سره شي.


ولي الله ملکزی

د نړۍ د دوه ملیارده مسلمانانو غوڅ اکثریت، ۸۹ سلنه یې اهل سنت و الجماعت او ۱۱ سلنه یې اهل تشیع دي. سنیان یوازې پېغمبران علېهم السلام معصوم او له هر ډول ګناه، خطأ او اشتباه سوتره ګڼي؛ خو شیعه ګان په ځانګړي ډول د اِثنی عَشري فرقې پېروان خپل دولس واړه امامان معصوم بولي چې لومړنې یې حضرت علي (کرم الله وجهه) او وروستنی یې امام غائب یا مهدي منتظر دی. 
نامتو مصری ژورنالست، محمد صابر مشهور وايي: « د اثنا عشري فرقې وروستني نهه امامان ټول د حسین (رض) د هغې ایرانۍ شهزادګۍ اولاده ده چې د قادسیې په جګړې کې د سعد بن أبي وقاص لښکرو په لاس بندۍ شوې وه. هغه د ساساني وروستني امپراطور، یزدګرد لور وه چې له سلګونو نورو بندیانو سره په ډیر درناوي مدینې منورې ته واستول شوه. څرنګه چې هغه د فارس شهزادګۍ وه او د هغې لپاره د حضرت حسین څخه بل مناسب سړی نه لیدل کیده،‌ نو هغه ته په نکاح شوه». 
شیعه فقهاوو په لومړیو پړاوونو کې د دولت په اړه روښانه سیاسي نظریه نه درلودله؛ بلکې ویلای شو چې د اصول الفقه بنسټونه یې د سني مذهبو فقهاوو په څېر، ډېره پاملرنه یې عباداتو او معاملاتو ته اړولې وه. د اهل تشیع ترټولو معتبر کتاب، بِحارُ الاَنوار چې دوئ ته د صحیح بخاري انډول ښکاري، داسې لیکي: « دولسم امام، المهدي المنتظر د ۲۵۵ هـ ق د شعبان په ۱۵ نیټې د عراق د سامراء په سیمې کې زیږیدلې دی. پلار یې، حسن عسکري دغه مهال د عباسي خلافت لخوا نظر بند وو، نو ځکه یې خپل نوی زیږیدلې ماشوم د خلکو له نظر څخه پټ وساتلو. پنځه کاله وروسته یې پلار شهید کړل شو او نوموړی ماشوم د اوږد غیابت یعنې پټوالي پړاو ته لاړ. هغه همدا اوس ژوندی او مازې د عامو خلکو له نظره پټ دی». د اهل تشیع معتبر کتابونه انګیري چې هغه د عراق د سامراء په یوې سمڅې کې اوسېږي او د قیامت له ورځې څخه وړاندې چې ټوله نړۍ به د ظلم او وحشت ښکار شوي وی، مهدي راڅرګندیږي او په ټولې نړۍ کې به د عدل او انصاف حکومت جوړوي.  
د جعفري مذهب په چوکاټ کې، ولایت فقیه هغه نظریه ده چې په ټولو علمي او فقهي شرائطو برابر عالم به وي او د امام مهدي تر راتګ پورې به د هغه د نائب په توګه د اسلامي حاکمیت څار او مشري کوي. عراقی څیړونکی او لیکوال، احمد الکاتب وایي: « د اهل تشیع د څلورم امام له وفات وروسته؛ شیعه مشرانو پریکړه وکړه چې د مهدي تر راتلو پورې به په هیڅ ډول سیاسی فعالیت کې برخه نه اخلي. دغه پړاو نژدې زر کاله ونیول ترڅو آیت الله خمیني، د ایران د رضا شاه پهلوي خلاف غورځنګ پیل کړ. د یو مهم مذهبي ګام په توګه یې د خپلې مشرۍ لاندې د ولایت فقیه نظریه په عمل کې اعلان او پلې کړه. مګر د ایران بل مهم مشر، علي شریعتي چې د ایران له انقلاب څخه یو کال دمخه ومړ، د دې نظر مخالف وو. نوموړي غوښتنه کوله چې باید انتظار وشي او د ولایت فقیه د سیاسي مقام په رامنځته کولو کې بیړه په کار نه ده. 
په شیعه فقهي نظام کې سیاسي واکمن که ولسمشر وي که صدراعظم؟ هغه به د ولایت فقیه تابع او حکم منونکی وي. ولیدل شول چې د علي خامنه يي د ۳۷ کلنې واکمنۍ په ترڅ کې، په ایران کې اوه تنه ولسمشران راغلل او لاړل، مګر د دغه هېواد د سیاست، اقتصاد، پوځ او اټومي پروګرام د مهمو پریکړو اصلي کونجي د همده په لاس کې وه او خبره یې د کاڼي‌ کرښه ګڼل کېدله. همدارنګه په عراق کې آیت الله علي سیستاني چې اصلا ایرانی دی، تراوسه د عراق پاسپورټ او تذکره هم نه لري، مګر د عراق ټولې پریکنده پریکړې د هغه په موافقې او اشاره ترسره کېږي. ایران یواځنې هیواد دې چې د اساسي قانون په یوې مادې کې یې راغلي: (ولسمشر یې باید شیعه او د اثنی عشري فرقې غړې وي).
د منځني ختیځ د سیاست کارپوه، محجوب الزویری د امریکا او اسرائیلو په پروني هوايي یرغل کې د ایران د ستر رهبر وژل کېدل یو تاریخي بدلون بولي؛ ځکه چې دا د دولت د سیاسي او دیني سر پرې کېدل دي. له قانوني پلوه د نوي رهبر ټاکل ستونزمن نه دي، خو ترور یې د دې نښه ګڼل کېږي چې تهران ونه توانېد هغه شخصیت وساتي چې له میاشتو راهیسې د وژنې له ګواښ سره مخ وو. خامنه يي نه یوازې د کور دننه، د چا لپاره مسیحا، رهبر بزرګ او د مهدي استازی وو، بلکې معتقدین یې د نړۍ په ډېرو مهمو ښارونو کې په مرګ اوښکې تویوي او خپل مخونه او سینې په څپېړو وهي. په عین حال کې، د ایران په ځینو ښارونو کې خلک ګډاګانې کوې، یو بل ته مبارکۍ ورکوي او د شاه د زمانې بېرغونه رپوي. همدا شان، په ګڼ شمېر عربي رسنیو کې لیدل کېږي چې د دمشق، حَماة او حِمص د جوماتو له لوډسپیکرو څخه د خوښۍ او تکبیر نارې پورته کېږی او د حلب په ښار کې خواږه ویشل کېږي. د شام، لبنان، عراق او یمن اکثره وګړي د جنرال قاسم سلیماني ترمشرۍ لاندې د لبناني حزب الله، حوثیانو، فاطمیونو او زینبیونو مذهبي ملېشې د لسګونو زرو بېګناه خلکو په وژلو او د میلیونو وګړو په بېکوره کولو تورنې  بولي. 
 د ایران معاصر تاریخ د خامنه‌ یي له نوم پرته نه شي درک کېدای. هغه یوازې یو سیاسي مشر یا دودیز دیني عالم نه وو، بلکې داسې سمبول و چې د ایران انقلاب، جګړه، واکمني، مخالفین، توغندي، اټومي پروګرام، بندیزونه، دیني هویت، مذهب او د سیاست ټول تارونه ورسره نښتي وو. د هغه شخصیت په یوه وخت کې هم ستاینه راپاروي او هم د قهر او انتقام جذبه. همدا تېره میاشت د ایران د لویو ښارونو په واټونو کې په زرګونو مظاهره چیان ووژل شول او په لسګونو زرو لا هم بندیان دي. د آیت‌ الله د ژوند، رول او میراث په اړه نظرونه د سمندر د دوو غاړو په شان ډېر لېرې او جلا دي چې هېڅکله به یو ځای نه شي. 
هر انقلاب خپلې افسانې لري او هر انقلابي کس ځانګړې کیسې. د علي خامنه‌ یي افسانه، ۸۶ کاله وړاندې د مشهد له مذهبي کوڅو څخه د ولایة الفقیه تر ټولو لوړې څوکۍ پورې ورسېده. د هغه سفر یوازې یوه شخصي کیسه نه ده، بلکې د ایران د معاصر تاریخ د بدلونونو، شخړو، هیلو او کړکېچونو یوه کړکۍ ده چې پرون د تهران په یوې کنډواله شوې ماڼۍ کې له باروتو سره یو ځای د تل لپاره بنده شوه.
—-------------------------------
په مننې سره، ما په دې لیکنې کې د الجزیرې، سي ان ان، الشرق الاوسط، ګوګل او دائرة المعارف څخه استفاده کړېده.
که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

د پنجاب تېری، اوس ولې؟ 

د پنجاب سرکار پخوا څرګنونه کړې وه چې له روژې مياشتې وروسته به پر افغان خاوره بريد کوي، خو څه پېښ شول چې په روژې کې يې راودانګل؟

د امريکې او اسراييلو ګډ تېري پر ايران، دا غوټه وسپړله. يوه اونۍ مخکې د ايراني او افغان چارواکو اړيکې ډېرې تودې شوې وې. ايران د طالب امارت په رسميت پېژندلو تمايلات څرګند کړي ول او طالبانو هم پتېيلې وه چې پر ايران د امريکې د تېري په حالت کې به د ایران په پلوي درېږي. د پاکستان ناڅاپي تېری پر افغان خاوره بل څه نه دي بې له نيابتي دندې تر سره کولو. امريکې د پاکستان د عملياتو ننګه وکړه، هغه يې ډېر ښه وبلل او خپله پلوي يې ورته اعلان کړه.

دغو څرګندو فاکټونو ته په کتو سره ټولې پټې اړيکې بربنډېږي او پاکستاني دفاع وزير خواجه آصف چې په تېرو لسيزو کې د امريکې په نيابت جګړو کې د پاکستان نغښتل مردود ګڼي، دا دی دی پخپله همغه چارې په مخ بيايي چې نور يې پرې ملامتول.

په لنډ ډول:

امريکه د خپل نيابتي لاس په وسيله طالبانو ته سزا ورکوی او پر خپل ځان يې مصروفوي. خو له بده مرغه د جګړې سياسي، اقتصآدي، ټولنيز او امنيتي کرغېړن بوج، تر هر چا زيات د ټولنې پر بېوزلو، پخوانو جګړو ځپلو، د کډواليو ترخه ليدليو او ستومانه ولس راپرېوځي او درند تاوان به يې پرېکوي.

۰۹/۱۲/۱۳۴۴

۲۸/۰۲/۲۰۲۶

ليکنه: حميدالله ب

په ساده ډول زبرځواک  يا سوپر پاور  Superpower  هغه هېواد دی چې په نړۍ کې پوځي، اقتصادي، ټکنالوژیکي او سیاسي ځواک ولري، او کولای شي د نورو هېوادونو پرېکړې او د نړیوال سیاست لوری اغېزمن کړي. امريکا ،چين روسیه په نړۍ کې زبرځواک هېوادونه دي  او جرمني، جاپان، ،فرانسه، برتانيا، برازيل ، هند  او نور... د  نيمه زبرځواکونو په نامه يادېږي.

زبرځواکونه خپل نفوذ یوازې له پوځي ځواک  لارې نه، بلکې د بېلابېلو وسیلو د ښه او پروخت استعمال له لارې ساتي او پسې پراخوي یې. پوځي ځواک د دوی د امنیت بنسټ جوړوي او نورو هېوادونو ته دا پیغام ورکوي چې دوی د خپلو ګټو د دفاع توان لري، خو اقتصادي ځواک د نفوذ تر ټولو دوامداره وسیله ګڼل کېږي. کله چې یو هېواد قوي اقتصاد، پراخه پانګونه او نړیوال بازار ته لاسرسی ولري، نور هېوادونه ورسره اړیکې ټینګوي، او دا اړیکې ورو ورو په سیاسي او ستراتیژیک نفوذ بدلېږي. همدارنګه، ډیپلوماسي او نړیوال اتحادونه زبرځواکونو ته دا فرصت ورکوي چې خپلې پرېکړې پراخې کړي او خپل دریځ ته نړیوال مشروعیت ورکړي. پرمختللې ټکنالوژي، استخباراتي وړتیاوې او معلوماتي برلاسی هم دوی ته دا ځواک ورکوي چې نه یوازې خپل امنیت وساتي، بلکې د نړیوالو بدلونونو پر بهیر اغېز وکړي.

اوس به راشو دې ته چې زور Power څه ته وايي؟

زور يا پاور هغه وړتیا ده چې یو هېواد کولی ش: خپل امنیت وساتي پر نورو هېوادونو اغېز وکړي، خپلې ګټې خوندي کړي او د اړتیا په وخت کې خپل ځواک وکاروي .

زور بېلابېل ډولونه لري لکه: پوځي زور دا د پوځ، وسلو، ټکنالوژۍ او دفاعي سیستمونو ځواک ته وايي. اقتصادي زور

:هغه ځواک چې د پیسو، صنعت، سوداګرۍ او پانګونې له لارې ترلاسه کېږي. سیاسي زور: هغه اغېز چې یو هېواد د نړیوالو پرېکړو او سیاست پر لوري لري. نرم زور Soft Power: دا هغه اغېز دی چې د کلتور، رسنیو، تعلیم او اړیکو له لارې ترلاسه کېږي، نه د وسلو له لارې.

نن سبا د امريکا او اروپا تر منځ د ګرینلنډ  په موضوع کې کړکېچ هم د همدې لرۍ يوه برخه ده ځکه امريکا دا د خپل نفوذ د پراخولو او اقتصادي، نظامي او سياسي برتري لپاره غواړي او دا ټاپو هم  یوازې یو یخ پوښلی ټاپو نه دی، بل د نړیوالو ځواکمنو هېوادونو لپاره ستراتیژیکه مهمه سیمه ده. امریکا څو ځله هڅه کړې چې دا ټاپو تر خپل نفوذ لاندې راولي، لومړی په ۱۸۶۷ کال کې، بیا په ۱۹۴۶ کال کې د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو وړاندیز سره، او په ۲۰۱۹ کال کې هم موضوع راپورته شوه، خو ډنمارک رد کړه. دګرېنلېنډ سیمه د شمالي امریکا او اروپا ترمنځ موقعیت لري او هر هېواد چې هلته قوي حضور ولري، کولای شي د نړۍ د شمال هوايي او سمندري لارې وڅاري، او د راتلونکو سوداګریزو لارو د کنټرول فرصت ولري.

همدارنګه ګرینلنډ له طبیعي سرچینو لکه نفتو، ګازو، سرو زرو، یورانيمو او نادره فلزاتو ډک دی، چې د ټکنالوژۍ او پوځي تجهیزاتو لپاره مهم ارزښت لري، او اروپا هڅه کوي پر دې سرچینو اغېز ولري.

د ګرینلنډ موضوع د همدې نفوذ  ساتلو او پراخولو یو څرګند مثال دی. امریکا دا سیمه یوازې د یوې عادي ټاپو په توګه نه ویني، بلکې د ارکټیک په سیمه کې د پوځي، اقتصادي او ستراتیژیک حضور لپاره یې یو مهم ځای ګڼي. د دې ټاپو موقعیت امریکا ته دا توان ورکوي چې د شمالي سیمو هوايي او سمندري لارې وڅاري، خپل دفاعي سیستم پیاوړی کړي او د راتلونکو نړیوالو سوداګریزو لارو پر بهیر اغېز ولري. سربېره پر دې، د طبیعي سرچینو او نوو اقتصادي فرصتونو احتمال دا سیمه لا مهمه کړې. د همدې دلیلونو له مخې امریکا په بېلابېلو وختونو کې هڅه کړې چې خپل حضور هلته زیات کړي او حتی د ترلاسه کولو وړاندیز یې هم کړی دی. دا هڅې ښيي چې زبرځواکونه تل هڅه کوي هغه سیمې تر خپل نفوذ لاندې راولي چې د راتلونکي امنیت، اقتصاد او نړیوال رول لپاره مهمې وي. په حقیقت کې، د ګرینلنډ موضوع ثابتوي چې زبرځواکونه د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره له پوځي، اقتصادي او سیاسي وسیلو څخه په ګډه کار اخلي، څو خپل نړیوال موقف وساتي او پیاوړی کړي.

د امریکا او اروپایي ټولنې تر منځ د ګرينلېنډ پر سر پټ رقابت د اوکراین پر جګړې هم ډېر اغيرمستقيم اغېز درلودلی دی. په داسې حال کې چې د اوکراین جګړه دوام لري، د ګرینلنډ پر سر د متحده ايالاتو او اروپا ناندرۍ د لوېدیځ ايتلاف په دننه کې د پټو سیالیو او اختلافاتو په یوه مهم مرکز بدل شوی دی. که څه هم دا موضوع په مستقیم ډول له جګړې سره تړاو نه لري، خو د  اختلاف اغېز د اوکراين په اړه د اروپا او امريکا په  سیاسي، اقتصادي او پوځي ملاتړ پر ټکني کېدو په څرګند ډول محسوسېږي.

اروپایي هېوادونه په سيمه کې د امریکا دا پراخېدونکی حضور د خپلې ستراتیژیکې خپلواکۍ لپاره احتمالي ګواښ بولي. دوی اندېښنه لري چې د امریکا زیات نفوذ به د اروپا خپل دفاعي او سیاسي رول کمزوری کړي. دا اختلاف که څه هم په ښکاره ټکر کې نه را څرګندیږي، خو اوکراين لپاره د بودیجو په وېش، د دفاعي پروګرامونو په لومړیتوبونو او د پوځي تولیداتو په تنظیم کې واضح جوتېږي.

دا بدلونونه عملي پایلې لري. هغه پانګونې چې د ګرېنلېنډ د زیربناوو، څارنې، لوژستیک او پوځي تاسیساتو لپاره ځانګړې کېږي، له هماغو سرچینو څخه اخیستل کېږي چې د اوکراین لپاره د وسلو، تجهیزاتو او مالي مرستو د برابرولو لپاره اړینې دي. له همدې امله، د نویو مرستو په اړه پرېکړې ټکنۍ شوې، خبرې اترې پېچلې شوې او ډېر ځله مرستې له اضافي شرایطو سره تړل کېږي. که څه هم لوېدیځ هېوادونه لا هم په رسمي ډول د اوکراین د ملاتړ ژمنه تکراروي، خو په عملي ډګر کې احتیاط زیات شوی او حکومتونه اړ دي چې خپلې اوږدمهاله ملي ګټې او امنیتي لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.

سیاسي اغېزې یې هم ژورې دي. د اروپايي هېوادونو یووالی، چې د اوکراین لپاره یو مهم ستراتیژیک قوت ګڼل کېږي، یوازې پر ګډو ارزښتونو نه، بلکې پر همغږو ګټو ولاړ دی. کله چې اروپايي متحدین د نفوذ، امنیت او سرچینو پر سر اختلافات ولري، د ګډ دریځ ساتل ستونزمن کېږي. په داسې حالت کې، د اوکراین موضوع کله ناکله د پراخو ستراتیژیکو معاملو یوه برخه ګرځي، او طبيعي ده چې د یوې سیمې امنیتي محاسبې د بلې سیمې پر ملاتړ مستقیم اغېز کوي.

مالي اړخ هم ډېر مهم دی. ارکټیکي پروژې د میلیاردونو ډالرو پانګونې ته اړتیا لري، او دا لګښتونه په داسې وخت کې ترسره کېږي چې لوېدیځې ټولنې د اوږدې جګړې له دوام څخه ستړې شوي دي. اروپايي حکومتونه هڅه کوي خپلې سرچینې هغو برخو ته ځانګړې کړي چې مستقیمه ګټه او اوږدمهاله امنیت تضمین کړي. همدې واقعیت د مرستو پر اندازه او سرعت هم اغېز کړی دی.

 

په ټوله کې، د ګرینلنډ پر سر دا پټه سیالي د نړیوال سیاست یو مهم حقیقت څرګندوي حتی د اروپا هغه هېوادونه چې له يو بل سره نږدې متحدین هم دي په دې برخه کې خپلې جلا ګټې لري، او کله چې نوې جیوپولیټیکي سیالۍ راپورته کېږي، د نورو بحرانونو لپاره شته امکانات او پام کمېږي. د همدې بدلونونو په پایله کې، که څه هم د اوکراین ملاتړ پای ته نه دی رسېدلی، خو د هغه بڼه، کچه او عملي تطبیق له نوو محدودیتونو او محاسبو سره مخ شوی دی.

په پایله کې، د ګرینلنډ لانجه څرګندوي چې زبرځواکونه نه یوازې په مستقیمو جګړو، بلکې د ستراتیژیکو موقعیتونو د کنټرول له لارې هم خپل نفوذ ساتي. امریکا، اروپا او نور ځواکمن هېوادونه هڅه کوي چې پر مهمو ټاپوګانو او سمندري لارو خپل حضور پیاوړی کړي، ځکه دا سیمې د پوځي امنیت، اقتصاد او نړیوال سیاست لپاره حیاتي ارزښت لري. د ګرینلنډ شخړه دا هم ښيي چې حتی متحدین هم د خپلو ملي ګټو لپاره سیالي کوي، او هره نوې ستراتیژیکه شخړه د نورو نړیوالو بحرانونو، لکه اوکراین جګړې، پر ملاتړ مستقیم اغېز لري. په ټوله کې، ګرینلنډ د نړیوال ځواک، نفوذ او زبرځواکونو د ستراتیژیکو تصمیمونو یوه روښانه بېلګه ده.

 

عبدالصمد ازهر                                                                                                ۲۲/۰۲/۲۰۲۶

داسې ښکاري سعودي عربستان چې له پاکستان سره ستراتژيک تړون لري او پخپله هم د سپينې ماڼۍ لاسپوڅی دی ونه شو کولی پر طالبانو د ډيورند کرښه او د پاکستان نورې ناروا غوښتنې ومني؛ نو د لوی سرکار په سرخوځولو يې پاکستاني نظامي ځواک ته د يرغل شين څراغ روښانه کړ. 
د سعوديانو پلاوي څو ځلي د مرکې او منځګړيتوب په نامه راغلل او تر همدې يرغل دمخه هم په غير متعارف ډول د دوی لوړ پوړی نظامي پلاوی په کابل کې و. زه يې لرې نه ګڼم چې دې پلاوي به ګوتڅنډنه کړي وي چې که نه يې منې نو دروايې خله.
د پاکستان نظامی ستر واکدار عاصم منیر او صدر اعظم شهباز شریف (چې ترامپ ته يې د غوړه مالۍ بويونه ټولې نړۍ ته رسېدلي دي) د پرېکړې له مخې، د دوی هوايي ځواک پرون  یکشنبه په تياره سهار وختي، زمونږ د هيواد ننګرهار او پکتيکا ولايتونو کې اوه ځايونه بمباري کړل او د ماشومانو او ښځو په ګډون يې ۱۸ ملکي بې ګناه کسان شهيدان کړل. د پخوانيو بمباريو په څېر، اوس هم نه شي کولای خپله ادعا چې ګواکې ټي ټي پي غړي يې په نښه کړي دي اثبات کړي.
د انکار ځای نه دی چې پاکستان د هند په رقابت کې ځان ته ستر نظامي او اټومي ځواک رامنځ ته کړی دی او دې خوا ته طالب واکداران د تحريمونو او تعذيراتو  او همدا رنګه د هوايي او هوايي دفاع د تشلاسۍ له امله د منظمې جګړې برابر توان نه لري. خو هېروو يې نه چې يواځې نظامی زور د بري تر لاسه کولو له پاره کافي نه دی. 
-    د پاکستان اقتصاد پاشلی او د سعودي په ملاتړ يې تر اوسه د افلاس اعلان نه دی شوی.
-     له ۲۵۰ تر ۳۰۰ مليارډه ډالره پوروړی دی؛ 
-    امنيت يې له کلونو راهيسې ګډوډ دی؛ 
-    د بلوڅو خپلواکي غوښتنې مبارزه له لسيزو راهيسې روانه ده او اوس يې ځواک دومره غښتلې شوې دی چې پنجاب يې وارخطاذ کړی دی. 
-    د ګوادر پروژه، د چین او پاکستان د يوې لارې يو کمربند پروژه او په بلوچستان کې پر ارزښتناکو کانونو او کميابو خاورو پانګه اچولو پروژې  له ناکامۍ سره مخ دي؛
-     د پاکستاني طالبانو جوړښت هم د لسيزو تاريخ لري او لږ څه وروسته د افغاني طالبانو له منځ ته راتګ نه زېږېدلی دی.
-     پښتون  او بلوڅ ولس د استخباراتی وژنو، تښتونو او کورنيو ته ځواب نه ويلو له امله سخت ناراضه دي؛ 
-    سنديان هم سندیش غواړي.
تر دې چې ورتېر شو: 
-    د دين او مذهب هغه وسله چې تر اويا کلونو زيات د دوی په لاس کې وه، اوس د افغان طالبانو له بريا سره د دوی له لاسه وتلې ده. 
-    د تاريخ په شهادت د يرغلګرو په ضد د افغانانو عنعنوي يو موټی درېدل، بل مهم فکټور دی چې په بې تاريخه له ستونزو ډک پاکستان کې شتون نه لري. 
دا دواړه هغه درنې وسلې دي چې اټومي قدرتونه يې په ګونډو کړي دي. دوی بايد شکرګزاره اوسي چې د عمومي پاڅون او جهاد اعلان نه دی ورکړ شوی، که نه سابه به يې ور په مالګه کړي او اوسنی پاکستان به بيا نه وي.
ارمان مې په دې راځي چې افغان طالبان خپلو کمزورو ټکو ته د فکري تحجر له کبله پام نه کوي. دوی د بشري حقونو، د ښځو د حقونو، د متحده ملتونو منشور او نورو منل شويو سندونو، ارزښتونو او د حاکميت له پاره د حقوقي قانوني بنسټ رغولو سره غير شرعي دښمني لري. دا دښمني قرآني نه ده، د خليفه او ځانونو په ګټه د عباسي ملايانو «اجتهاد» دی چې د نور اجتهاد مخه يې هم ډپ کړې ده. دغه رنګ موضع لرل، هر هيواد او هر دولت له هغه حق نه محروموي کوم چې بايد په نړيوالې ټولنې کې يې ولري. داسې نظام په نړيواله کڅه خپل آواز نه لري او دښمن کولی شي خپلې ټولې نارواوې د روا په جامه کې بر نړۍ ومني.
په کلکه وايم که زما همدې وروستي پاراګراف ته پاملرنه وشي، هېڅ شی به ونه بايلل شي او هر څه به تر لاسه شي.
و ما علينا الاالبلاغ!
۲۲/۰۲/۲۰۲۶
۰۳/۱۲/ ۱۳۴۴


بسم الله الرحمن الرحیم
په ډېرې خواشینۍ او ژور درد سره خبر شوو چې تېره شپه د پاکستان رژیم له لوري د افغانستان پر یو شمېر سیمو هوايي بریدونه ترسره شوي، چې له امله یې ګڼ شمېر بې ګناه ملکی وګړي، ښځې، ماشومان او سپین ږیري شهیدان او ټپیان شوي دي. دا وحشیانه بریدونه نه یوازې د افغانستان پر ملي حاکمیت ښکاره تېری دی، بلکې د نړیوالو قوانینو، بشري حقونو او ټولو منل شوو اصولو څخه څرګنده سرغړونه ده.
موږ دغه عمل یو ستر جنایت، بزدلانه او غیر انساني اقدام بولو. د پاکستان رژیم چې په تېرو کلونو کې یې د ترهګرو ډلو په تمویل، روزنه او لېږلو سره سیمه او نړۍ ناامنه کړې او افغانستان یې د څو لسیزو جګړو او بدمرغیو ښکار کړی، اوس چې له سیاسي او پوځي ماتې او داخلي ګډوډیو سره مخ شوی، هڅه کوي خپل ناکامۍ د بې دفاع افغان ولس په وینو پټې کړي.
د ملکي وګړو په نښه کول، د استوګنې پر سیمو بمبار کول او د بې ګناه انسانانو وژنه هېڅ ډول توجیه نه لري او د جګړې له ټولو منل شوو اصولو سره په ټکر کې ده. دا ډول کړنې نه یوازې د سیمې ثبات له ګواښ سره مخ کوي، بلکې د نړیوال امنیت لپاره هم جدي خطر دی.
موږ له نړیوالې ټولنې، نړیوالو بشري بنسټونو او د بشري حقونو له مدافع ارګانونو په کلکه غوښتنه کوو چې د پاکستان رژیم دغه جنایت په بې پرې ډول وڅېړي، عاملین یې محاکمې ته راکش کړي او د داسې تېریو د مخنیوي لپاره عملي او جدي اقدامات ترسره کړي. چوپتیا او بې تفاوته پاتې کېدل به د نورو ورته جنایتونو لاره هواره کړي.
موږ د افغانستان پر خاوره هر ډول تېری په کلکه غندو او ټینګار کوو چې د هېواد ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او د ولس خوندیتوب زموږ سره کرښه ده. افغان ولس به هېڅکله د خپلواکۍ، عزت او خاورې په دفاع کې چوپ پاتې نه شي.
په پای کې، د دغو بریدونو ټولو شهیدانو ته د الله تعالی له دربار څخه جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله شفا او د هغوی درنو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه کوو.

انجنیر زلمی نصرت
کابل

روسان وایي چې په افغانستان کې د دوی جگړه د وطن لپاره وه او دا د دوو ابرقدرتونو ترمنځ سیالي وه، نه د افغانستان د خلکو پر ضد. 

امریکایان هم ورته استدلال کوي. دواړه لوري هڅه کوي چې خپله مداخله د خپلو ستراتیژیکو گټو، امنیتي اړتیاوو او نړیوال توازن په نوم توجیه کړي.

موږ که ومنو چې دا د دوو غولانو ترمنځ ددوی د ستراتیژیکو اقتصادي او امنیتي گټو تر مینځ جگړه وه، نو اساسي پوښتنه دا ده: دا جگړه چېرته ترسره شوه؟
په واشنگتن او نیویارک کې؟
او که په مسکو کې؟

نه، دا جگړه زموږ په کليو، بانډو، ښارونو او غرونو کې ونښته. دا زموږ پر خاوره توده شوه، او قربانیان یې زموږ خلک وو.

د دې ستراتیژیکو محاسبو او نړیوالو رقابتونو تر شا، انساني فاجعه پرته وه. 
پرته له معنوي زیانونو شاوخوا تر دوه میلیونه افغانان تر خاورو لاندې شول.
شپږ میلیونه افغانان اړ شول چې خپل کورونه پرېږدي او د هجرت تریخ ژوند تجربه کړي. میلیونونه نور په خپل وطن کې بې‌ځایه شول. کورنۍ وپاشل شوې، ماشومان یتیمان شول، او میندې د غم په ټغر کیناستې.

ملي ارزښتونه، چې د پېړیو په اوږدو کې رامنځته شوي وو، سخت زیانمن شول. دودونه، فرهنگي پیوستون، ملي او د گډ ژوند روحيه ورو ورو کمزورې شوه. هغه ټولنیز تړون چې ولسونه یې سره نښلولي وو، درز، درز شو.

جگړې یوازې ودانۍ نه ورانولې؛ بلکې بنسټونه یې ونړول.
مرکزي حاکمیت زیانمن شو او پر ځای یې محلي زورواکي راڅرگند شول. 
ټوپکسالاري او تنظیم‌سالاري د قانون او ملي ارادې ځای ونیو. د پردیو اجیر لښکرونه او ملیشې د ملي اردو او منظم حاکمیت بدیل وگرځیدل.

دا حالت نه یوازې د دولت جوړونې بهیر وځنډاوه، بلکې افغانستان یې نږدې په غیر رسمي ډول په نفوذي حوزو او سیمو ووېشه. هره سیمه د یوه ټوپکسالار تر واک لاندې شوه، او ملي یووالی د شخصي، حزبي او تنظيمي گټوقرباني شو.

هغه هېواد چې کولی شو د طبیعي منابعو، جغرافیایي موقعیت او ځوان نفوس له برکته د سیمې د وصل نقطه شي، د دوامدارې جگړې په اور کې وسوځېد. تعلیمي سیستم کمزوری شو، اقتصادي بنسټونه ړنگ شول، او د پرمختگ طبیعي بهیر ټکنی شو.

پر ځای د دې چې سیالي د علم، صنعت او اقتصاد په ډگر کې وای، زموږ خاوره د وسلو د ازمېښت میدان وگرځیده . دا جگړه یوازې د یوه نسل نه، بلکې د څو نسلونو راتلونکی تر پوښتنې لاندې راوست.
پایله:
که دا د دوو ابرقدرتونو جگړه وه، نو تاوان یې افغانستان ورکړ. که دا ستراتیژیکه مقابله وه، نو قرباني یې افغان ولس شو. نړیوال قدرتونه ښايي خپلې سیاسي موخې تعقیب کړې وي، خو زموږ ولس د وینو، هجرت، بې‌ثباتۍ او وروسته پاتې کېدو بیه پرې کړه.

تاریخ به ښايي دا جگړه د نړیوال سیاست له زاویې تحلیل کړي، خو زموږ د خلکو لپاره دا د درد، فقر، بې‌اتفاقۍ او ورکې شوې هیلې کیسه ده.

اوس اصلي پوښتنه دا ده چې:
ایا نړۍ به کله هم دا ومني چې د قدرتونو سیالي باید د کمزورو ملتونو پر خاوره ونه شي؟
او موږ به کله دومره پیاوړي شو چې خپل برخلیک د پردیو د رقابت له سیوري وباسو؟

زیاتې مقالې …