نور محمد غفوری  

د سیاسي ګوند، ائتلاف (جبهې) او جنبش- هر یوه جوړول په ټولنیزو فعالیتونو کې د برخې اخیستلو او د مطلوبو اصلاحي بدلونونو د رامنځته کولو په خاطر وي. د ټولنیزو، سیاسي اقتصادي، امنیتي، کلتوري او نورو بدلونونو په بهیر کې دا په پام کې نیول کیږي چې په موجودو ځانګړو حالاتو او مشخصه تاریخي شیبه کې د سیاسي ګوند، ائتلاف (جبهې) او که د پراخه ټولنیز خوځښت (جنبش) رامنځته کول لومړيتوب لري؟ هر ډول سیاسي سازمان د وخت د اړتیا او د ټولنې تاریخي غوښتنو ته د ځوابونو د موندلو له پاره جوړيږي. په ځینو حالاتو کې د ټاکلو اقتصادي طبقو او اجتماعي ډلو د ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو او ساتلو له پاره د منظمې دوامدارې سازماني مبارزې د پرمخ وړلو له پاره په واحد فکري محور د نوموړو طبقو او قشرونو د رڼه فکر څښتنو استازو را ټولول او د منسجم سیاسي ګوند جوړول لومړيتوب لري. دا معمولا هغه وخت وي چې ټولنه د خپل طبیعي تکامل پوړونه وهي او د خارجي لاسوهنو او یا نورو فوق العاده بهرنیو فکټورونو او یا داخلي اړودوړ تر اغیزې لاندې له بحران سره نه وي مخامخ شوې. هرسیاسي ګوند د قانونی او پارلماني مبارزې له لارې د خپل ځان او هغو طبقو او قشرونو په ګټه کار کوي چې ترې استازولي کوي.

په ځینو حالاتو کې چې د دوو یا څو ګوندونو د ګډو موخو د ترلاسه کولو په خاطر د دوی د اتحاد او د مؤقت وخت له پاره د عمل د یووالي اړتیا لیدل کیږي، پخپل منځ کې ائتلاف (یا جبهه) جوړوي. په ائتلاف کې هر سیاسي ګوند خپل سیاسي هویت او تشکیلاتي جوړښت ساتي، یوازې د مشخصو موخو د ترلاسه کولو له پاره یو د بل تر څنګ ګډه مبارزه کوي. که د حکومت د جوړولو په خاطر دوه او یا څو ګوندونه د ائتلاف کولو ته اقدام کوي، د معین وخت (معمولا د یوې مقننه دورې) له پاره د حکومت کولو مشترک پروګرام جوړوي او د هغو د پلي کولو له پاره د حکومتي چوکیو په ویشلو هم توافق کوي. د ګوندونو تر منځ د ائتلاف د جوړولو په بهیر کې هیڅ ګوند د بل په داخلي چارو کې لاس نه وهي. په یوه ائتلاف کې هر ګوند په مستقله توګه خپلو حزبي فعالیتونو ته دوام ورکوي، خو د هغوی د هغه ګډ پروګرام د عملي کولو د پاره یو ځایی کار کوي چې ورباندې توافق شوی وي.

دا خبره د یادولو وړ بولم چې سیاسي ګوندونه معمولاً د منفردو اشخاصو څخه جوړيږي. هر هغه کس چې وغواړي د یوه ګوند غړیتوب حاصل کړي، په لیکلي (او یا شفاهي) ډول د ګوندي غړیتوب غوښتنه کوي او د ګوندي اساسنامې د موادو مطابق عضویت ته منل کیدای شي. ګوند ته په خاصو حالاتو کې د ډله ایز عضویت منل استثنایی عمل وي. د مثال په توګه، که دوه (يا څو) مستقل ګوندونه په یو معین وخت کې تصمیم ونیسی چې سازماني وحدت وکړي په دې حالت کې یوه ګوند ته د بل ګوند ټول غړي جمعي منل کیدای شي. همدا ډول که یو کوچنی اجتماعي یا سیاسی سازمان وغواړي چې د یوه ګوند غړیتوب واخلي، دا هم لکه د ګوندونو د وحدت د بهیر په څیر د سازمان ټول غړي د ګوند په غړیتوب منل کیږي. دا ځانګړي حالات کله کله او کم منځته راځي.

سیاسي ائتلافونه بیا د ګوند د جوړولو پر خلاف، د منفردو کسانو څخه نه جوړيږي. د سیاسي علم او تاریخي تجربو له مخې داسې نه کیږي چې یو کس وغواړي چی د ائتلاف غړی شي او هغه د له یوه او یا څو ګوندونو سره په ائتلاف کې غړیتوب واخلي. یعنی د ائتلاف قرارداد د یوه ګوند او یوه شخصیت او یا ډیرو منفردو اشخاصو ترمنځ نه کیږي. هغه منفرد کسان چې لا تر اوسه د سازمانونو غړي نه وي او د سازمانونو استازیتوب ونکړي او وغواړي چې تر خپل منځ او یا له یوه ګوند سره سیاسي ائتلاف جوړ کړي، دا د سیاسی فعالیت معمولی او منل شوې لار نه ده. که ځینې منفرد کسان بیا هم د ائتلاف د جوړولو مدعیان شي، داسې ښکاري چې دوی د ائتلاف د سیاسي او علمي اصطلاح له مفهوم او عملي ماهیت سره بلدتیا نه لري. د سیاسي ائتلافونو جوړول د سیاسي ګوندونو او سازمانونو کار دی. دوه او یا څو سیاسي ګوندونه چې د حکومت د جوړولو او د حاکمیت د چلولو په خاطر د مشترکو موخو عملي کولو ته اقدام وکړي او یا په اپوزیسیون کې ګوندونه د اغیزمنې مبارزې په خاطر یو له بله سره په مؤقتي او تکتیکي ډول ګډ عمل ته اقدام وکړي، په دې حالاتو کې ائتلاف Coalition جوړیږي چې ورپکښې هر یو ګوند خپل سیاسي هویت مستقل ساتي.

په ټولنه کې کله کله داسې حالات هم رامنځته کیږي چې د سیمه ایزو، محلي یا ملي عامه هدفونو د ترلاسه کولو له پاره د ګوندي او سیاسي پولو څخه بهر د (ټولنیز خوځښت Social Movement) په چوکاټ کې فعالیت ته اړتیا وي. په دې صورت کې ائتلافونه، ګوندونه، اجتماعی سازمانونه او مدني ټولنې ټول یوځای د مشخصو عامو ملی موخو د ترلاسه کولو له پاره یوځای کار کوي، ځکه چې راپورته شوې ستونځې یوازې د یوې طبقې، یوه قشر او یا کومې مشخصې ټولنیزې- سیاسي کړۍ په ګټو پورې اړه نه لري، بلکې د یوه هیواد ټول وګړي او د مملکت ملي ګټې ورسره تړلې وي. ددې ډول ملی ستونځو حل د هېواد په کچه سیاسي ملي او سترې اجماع ته اړتیا لري.

سیاسي ګوندونه، ائتلافونه او ټولنیز خوځښتونه یو او بل نه نفی کوي او د عمل ساحه یې یو د بل پر ضد نه ده. د یوه مستقل سیاسي ګوند جوړول او یا فعالیت ته دوام ورکول د ائتلاف او یا خوځښت د رامنځته کیدو ممانعت نه کوي، بلکې د ائتلاف د جوړولو له پاره د ګوندونو موجودیت غوره او لومړنی شرط جوړوی. د سیاسي ګوندونو د موجودیت پرته د سیاسي ائتلاف جوړول ممکن نه دی. په ټولنیز خوځښت کې یو غښتلی او د مبارزې په ډګر کې ازمویل شوی ګوند او د هغو باتجربه او پاخه غړي کولای شي چې فعال، اغیزمن او مثمر رول ولوبوي. سیاسي ګوندونه، ائتلافونه (جبهې) او ټولنیز خوځښتونه (حرکتونه) یو د بل سره لازم او ملزوم او یو د بل تکمیلوونکي دي. هر څومره چې د یوې ټولنې مادي زیربنا پخه او سیاسي شعور لوړ وي، په همغه تناسب ورپکې د ګوندونو، ائتلافونو او جنبشونو د راپورته کېدو او یو له بله سره یې د همکارۍ فعالیتونه بریالي او بې ستونځو وي. د ټولنیزو خوځښتونو د په کار اچولو او سمې لارښونې له پاره د پخو او تجربه لرونکو ګوندونو موجودیت ګټور دی. بالعکس د لویو او پراخه ټولنیزو جنبشنو موجودیت او په هغو کې د ګوندونو فعالیت، سیاسي ګوند ته دا امکان ورکوي چې د خلکو او روشنفکرانو له کتلو سره خپلې اړيکې ژوندۍ وساتي او په ولس کې د خپلو موخو د ترویج او منلو شرایط برابر کړي.

که د خوځښتونو تر شا د هغوی د رهبرۍ له پاره قوي سیاسي ګوند یا ګوندونه قرار ولري، کولای شي چې جنبشونه تر بریا پورې رهبري کړي. د خوځښتونو تر شا د غښتلی سیاسي ګوند (یا ګوندونو) له موجودیت پرته جنبش له دوه زړۍ، نفاق او هدف ته تر رسیدو د مخه د ټوټه ټوټه کیدو سره مخامخ کيدای او مخکې تر مخه شړیدای شي. د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ددې ضرورت له ورایه څرګند دی چې ټول وطنپاله ملي ګوندونه او مترقی سازمانونه د هیواد د سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا، د باثباته اسلامي او ملي حکومت جوړولو، د قانون د واکمنۍ او وړتیا پر بنسټ ولاړ ملي حکومت رامنځته کولو، د مدون اساسي قانون جوړولو، د هېواد د خلکو د اقتصاد لوړولو او داسې نورو ملي موخو د تر لاسه کولو په خاطر د افغانستان د سترې ملي اجماع او د خلکو د پراخه کتلو د توافقی عمل تر شا کلک ودریږي او دا د سیاسي او ګوندي پولو څخه وتلی لوی ټولنیز حرکت بریا ته ورسوي.

۳۰/۳/۲۰۲۴

په افغانستان کې طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې تر اوسه خپل جنګي ځواک په منظم پوځ نه دی بدل کړی خو شنونکو ویلي چې دوی د ګاونډي پاکستان سره د کړکیچ او داعش خلاف د مبارزې لپاره معیاري اردو ته اړتیا نلري.

د ستراتیژیکو مطالعاتو د نړیوال انسټیټیوټ د کلني تحلیل له مخې، افغان طالبان ۱۵۰ زره فعال جنګیالي لري. د دوی د ځواکونو لوی درستیز قاري فصيح الدين فطرت تېر کال رويټرز ته ويلي و، چې اداره یې پلان لري چې د سرتیرو شمېر ۵۰ زره نور هم زيات کړي، خو د دې کار لپاره يې وخت مشخص نه کړ.

د ۲۰۲۱ په اګست کې د خپلې واکمنۍ له پیل راهیسې، د طالبانو حکومت په عامه توګه دفاعي بودیجه نه ده خپره کړې او د دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې یې اته پیاده قول اردوګانې او د ځانګړو ځواکونو درې کنډکونه فعال کړي دي.

دغه ځواک یو شمېر زغره وال وسایط، توپونه، درې سپکې الوتکې او ۱۴ چورلکې لري. په دې وسایلو کې د متحده ایالاتو هغه بلک هاک هلیکوپترې هم شاملې دي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د افغان ملي اردو له سقوط وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.

طالبانو ته له پخواني ملي اردو څخه څو روسۍ جنګي چورلکې هم پاتې شوي دي.


ظرفیت

که څه هم امریکایي ځواکونو د شاوخوا اووه میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات په افغانستان کې پریښي دي، خو کارپوهان ددغو ځینو پرمختللو وسایلو د کارولو دپاره د طالبانو وړتیا محدوده بولي.

د امریکا د سولې د انسټیټیوټ کارپوه اسفندیار میر امریکا غږ ته وویل: "د ترمیم دپاره د بهرنیو قراردادونو او هغو موادو پرته چې افغان پوځ ته ورکول کیدل، امکان نلري چې دوی ډیری دغه تجهیزات وکاروي."

په کوینسي انسټیټیوټ کې د منځني ختیځ د پروګرام مرستیال، اډم وینسټین امریکا غږ ته وویل چې طالبان د خپلو ځواکونو د روزنې په برخه کې د همهغسې ننګونو سره مخ دي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه ورسره مخامخ وو.

وینسټین چې په ۲۰۱۲ کال کې یې د امریکا د ځانګړیو سمندري ځواکونو سره په افغانستان کې دنده ترسره کړې، وویل: "دوی اوس هم له هغو سواد نه لرونکو خلکو سره معامله کوي چې ځینې وختونه باید د عسکرۍ لومړني مهارتونه ور وښودل شي."

د سرکښۍ طرز

شنونکي وايي، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د شل کلنې جګړې وروسته، طالبانو که څه هم واک ترلاسه کړی خو دوی اوس هم د بغاوت یا سرکښۍ په طرز مخکې ځي.

وینسټین وویل، چې طالبان که څه هم پر خپلو سرتیرو باندې "کنترول په ښه توګه اداره کوي خو انفرادي قطعاتو ته یې اجازه ورکړې چې په تاکتیکي کچه په یو ډول نیمه خپلواکه توګه فعالیت وکړي."

د نړیوال کړکیچ د ډلې سلاکار، ګریم سمیت وايي چې د طالبانو "تر ټولو لوی ځواک د هغوی محبوبیت دی."

سمیت، چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ یې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو د مسئول په توګه کار کړی، وویل، د طالبانو ځواکونه باید د یو عنعنوي پوځ سره پرتله نشي، ځکه چې د سرتیرو شمېر یې د سیمه ایزو اړتیاوو پر بنسټ بدلېږي.

هغه وویل: "د متحده ایالاتو او ناټو د سرتیرو د شتون په کلونو کې، د ناټو ناچاپ شوې څیړنې ښيي چې د طالبانو لوی اکثریت د خپلو کورونو په یو کیلومترۍ کې جنګېدل. د دې معنی دا ده، چې ځايي خلکو به له خپلو کورونو دباندې د ناټو په سرتیرو ډزې کولې، د غرمې ډوډۍ لپاره به خپلو کورونو ستنېدل، او ماسپښین به بیرته راوتل او د ناټو نور سرتیري به یې ویشتل."

سمیت وویل، جنګیالیو او پټنځایونو ته لاسرسي د طالبانو ځواکونو ته د پام وړ ګټه رسولې ده.

امنیتي ګواښونه

که څه هم افغان طالبانو په اغېزمنه توګه وسله وال مقاومتونه ځپلي خو د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګه لا تراوسه په دغه هېواد کې د یو مهم داخلي امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کیږي.

میر وویل: "دا یو وژونکی او دوامداره بغاوت دی او د طالبانو لپاره یې یوه ایډیالوژیکي ننګونه رامنځته کړې ده."

د روسیې چارواکو ویلي چې څلور واړه بریدګر د تاجکستان اتباع دي او دا ادعا یې هم کړې چې اوکراین ته د تښتیدو کوښښ یې کاوه. 
دا مطلب هم ولولئ
داعش–خراسان د مسکو برید کوونکي ستایلي او په طالبانو یې انتقادونه کړي
طالبانو د داعش د خراسان څانګې جګپوړي قوماندانان وژلي، د دغې ډلې مرکزونه یې له منځه وړي او په افغانستان کې یې د سیمو د نیولو پر وړاندې د هغوی مخنیوی کړی دی.

وینسټین وویل: "نو دا د طالبانو د امنیتي ځواکونو د وړتیا ثبوت دی... داسې بریښي چې دوی د داعش خراسان د مشرانو او د هغوی د مرکزونو په اړه ښه استخباراتي معلومات لري او هغوی یې په اغېزمنه توګه محدود ساتلي دي."

په بهرنۍ برخه کې، پاکستان ته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان دپاره د یو ګواښ په سترګه کتل کیږي. پاکستان د افغانستان یوازینی ګاونډی هېواد دی چې ورسره سرحدي لانجه لري.

د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، د پاکستان پوځ دوه ځله د افغانستان په خاوره کې د اورپکو پر مشکوکو پټنځایونو باندې بریدونه کړي دي. لومړی ځل د ۲۰۲۲ کال په اپریل کې او بیا ددې کال په مارچ کې په خوست او پکتیکا کې دغه بریدونه ترسره شوي دي.

پاکستان پر افغان طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستان مخالفو وسله والو ته پناه ورکوي. خو د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي دي.

کابل د دې میاشتې د برید په ځواب کې د پولې په اوږدو کې د پاکستان څو پوځي پوستې په نښه کړې. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې د پاکستان برید غندلی او خبرداری یې ورکړی چې که پاکستان یې پر خاوره نور بریدونه وکړي نو د "ډېرو بدو عواقبو سره به مخ شي، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي."

د پاکستان سره جګړه

کارپوهان په دې باور دي چې طالبان که څه هم د پاکستان د اټومي وسلو لرونکي ستر وسله وال ځواک سره د مقابلې توان نلري، خو کابل کولای شي چې د اسلام اباد په وړاندې د نامنظمې جګړې تاکتیکونه وکاروي.

وینسټین وویل: "دوی کولی شي د 'تحریک طالبان پاکستان' د کنترولولو او هڅولو له لارې [په پاکستان کې] په لویو بریدونو کې دخیل شي." وینسټین زیاته کړه چې د طالبانو حکومت پاکستاني طالبانو ته "د پاکستاني دولت خلاف د پالیسۍ د یوې وسیلې" په سترګه ګوري.

خو میر خبرداری ورکړ چې د پولې هاخوا ترهګریزو بریدونو ته اجازه ورکول به "په یقیني توګه ډیرې نړیوالې اندیښنې راپورته کړي."

په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کړکېچ زیاتېږي، سمېت وویل چې کابل کولی شي مهمې سیمه ایزې پروژې له خنډ سره مخامخ کړي. د هغه په خبره، له دې ډول پروژو څخه یوه د منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ترمنځ د برېښنا د لېږد پروژه (کاسا-۱۰۰۰) ده، چې له دې لارې له منځنۍ اسیا څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته برېښنا رسیږي.

کارپوهان وايي، افغان طالبان همدارنګه کولای شي د پاکستان او منځنۍ اسیا تر منځ د ځمکې له لارې د سوداګرۍ مخه ونیسي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزارت یو پلاوي دا اونۍ په کابل کې له افغان چارواکو سره په داسې حال کې وکتل چې پر ډیورنډ کرښه باندې د نښتو او د دروازو د تړل کېدو له امله دوه اړخیزه سوداګري کمه شوې ده.

کارپوهان په دې باور دي چې که څه هم د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د منظمې جګړې شونتیا کمه ده، خو خبرداری ورکوي چې د افغانستان اوسني واکمنان د ځانمرګو بریدکوونکو په ګډون د نامنظمې جګړې پیاوړې عقیده او په لوی شمېر داسې خلکو ته لاسرسی لري چې د اړتیا په وخت کې کولای شي د بېل او کولنګ پر ځای ټوپک ته لاس کړي.

ولي الله ملکزی 

د اردن د الدستور ورځپاڼې یوه مقاله لیکي: «حضرت پیغمبر (ص) ته لومړنۍ وحې د اقرأ (ولوله) په حکم سره راغلې ده، الله تعالی په قلم لوړه کړې او یو سورت یې د قلم په نوم نومولی دی، مګر د قرآني امت ۴۰ سلنه سړي او ۶۵ سلنه ښځې لیک او لوست نه شي کولاې». د کډوالو اداره وايي: په نړۍ کې د ۱۰۸ ملیونه بې کوره شوو وګړو ۶۱٪ یې مسلمانان دي او په الجزیره کې لولو چې د ټولې نړۍ ۳۹٪  فقیران او بیوزلي خلک په اسلامي هیوادونو کې اوسیږي. له همدې وجې د ټولنپوهنې متخصصین او د مذهبي چارو څارونکي باور لري چې د خلاف، اختلاف او اختلاس وَبَا په همداسې کم سواده، سنتي او مذهبي ټولنو کې ډیر چټک پرمختګ کوي او د تشدد ريښې مزبوتیږي. ځکه چاپیریال او تعلیمي نصاب د انساني کرکټر او شخصیت په جوړونې کې مهم رول لري.

ابن ماجه د حدیثو په خپل کتاب کې روایت کوي چې پیغمبر صیب فرمايي: (زما امت به په ۷۳ ډلو ویشل کیږي، ۷۲ ډلې به یې په اور کې وي او مازې یوه ډله به جنت ته ځي. بیا ترې پوښتنه وشوه چې ای پیغمبره دغه به څوک وي؟ ده ځواب ورکړ؛ همدا ډله چې زه او زما ملګري دي). دلته خبره د نبي په نبوت او صداقت کې نه ده ځکه هغه رښتینی دی، بلکې پوښتنه د راوي په روایت کې ده چې دغه یواځینۍ جنتي ډله به څرنګه پيژنو؟ د نژدې دوه ملیارده مسلمانانو ۸۹٪ سنیان او ۱۱٪ شیعه یې ګان دي. د دواړو ترمنځ پراخه عقیدوي توپیرونه له دوهمې هجري پیړۍ څخه را روان دي او ښايي ترقیامته همداسې ماشوړه پاتې شي. همدا نن له درې سوو څخه زیاتې سني ډلې او طائفې دي او له ۴۱ څخه ډیرې شیعه فرقې دي چې ما پخپل وروستي کتاب (تصوف؛ روحانیت او کږلیچونه) کې په دې موضوع باندې بحث کړیدی.

زموږ زیاتره خلک دین او مذهب په یو مفهوم پيژني، په داسې حال کې چې دین د خالق قانون دی او مذهب د امامانو اجتهاد او تخلیق. د فقهاوو، صوفيانو او سیاسي اسلام د پلویانو ترمنخ اختلاف هم اجتهادي دي، هم فکري او هم سلیقوي. د اختلاف یو عمده لامل دا دی چې کله یو مجتهد کوم روایت او سند ترلاسه کړي او بل مجتهد نه وي میندلی، نو طبیعي ده چې هغه ورباندې حساب نه کوي او کمزوری یې بولي. بل لامل یې د مجتهد د پوهې او فراست کچه ده چې د استنباط څومره وړتیا لري؟‌ سلفیان یا اهل حدیث د څلور واړو مذاهبو له پیروانو سره فکري توپیر لري او ځانونه د سلف صالحین اصلي وارثان ګڼي. د دوئ انګیرنه داده چې هرڅه په قران او سنت کې شته، نو قیاس او اجماع ته څه اړتیا ده؟ په مقابل کې یو شمیر مذهبي کړۍ دومره تنګ نظرې دي چې وايي د مذهبي ښځې سره د بی مذهبه سړي واده نه کیږي؟

موږ په خپلې ټولنې کې داسې مذهبي وګړي لرو چې حتی د خِلاف او اختلاف په معنا سم نه پوهیږي. خلاف د توافق نه شتون ته ویل کیږي، یعنی د هرچا خپله لاره، خپله یې خوښه. خو اختلاف فقهي مسئله ده او د یو حکم په اړه د جلا نظر او فکر درلودل دي. د دوئ ترمنځ سلیقوي برخورد له همدې ځایه پیل کیږي چې د اصل او متن په ځای په حاشیو،‌ کرامتونو او د خوبونو په لیدلو باندې لنګر اچوي. پخپلو منځونو کې په ډیرو سطحي او فروعي مسائلو باندې مناظرې کوي. یو انبار کتابونه یې مخې ته ايښي وي، یوه ډله وايي چې مړي په قبر کې خبرې اوري، مقابل لوري یې ردوي چې فلانۍ فتاوا لیکلي چې بالکل یې نه اوري؟ یو مفتي وايي تراویح شل رکعته دي، بل وايی اته دي؟ دریم یې له سره مني نه چې تروایح په کې لا چا راویستې دي؟ نو دا ډول مناظرې د چا آخرت ته څه ګټه لري او په دنیا کې د کوم مرض دوا دي؟

د دوئ اختلاف د تفسیر او تعبیر په هکله هم ژور دی؛ د بیلګې په توګه: په قرآنکریم کې د عراق د بابل په ښار کې د هاروت او ماروت یادونه شویده. څه مفسرین وايی چې مطلب ورڅخه ملائکې دي، نور وايي هدف ورڅخه دوه شېطانان دي، دریم ګروپ وايي چې دغه دواړه بزرګان وو او څلورمه ډله دعوه لری چې ګوندې دوئ کوډګر وو. نو اوس سړی حیران شي چې د چا ومني؟ د تصوف او عرفان د مریدانو ترمنځ هم پوره واټن پروت دي او د شیخ، اوتاد، مرشد، ولي، قطب او غوث په مرتبو او مقامونو باندې نه جوړیږي. هرچا ته خپل پیر رسیدلی او نازولی ښکاري؛ بس چې کچکول ښکته کړي د سترګو په رپ کې د دولسو کالو ډوبه شوې بیړۍ او په هغه کې غرقه شوې ناوې سره له سینګاره ژوندۍ راباسي! تیره شپه مې په یوټیوب کې د تورې پګړۍ یو آخند لیده چې وايي: (خداوند هر شب جمعه از عرش معلی به کربلا می آید و هفت بار از قبر مطهر امام حسین طواف می نماید) !؟

د اختلاف بله وجه د ټکنالوژۍ په نړۍ کې له عصري وسائلو سره نابلدي ده چې د مذهبي طبقې اکثره خلک ورسره ناشنا دي. تازه په تازه، یو مشهور شیخ صیب وویل چې په یوټیوب، ګوګل او فیسبوک باندې روژه ماتیږي؟ په داسې حال کې چې خپله ویډیو یې په فیسبوک او یوټیوب کې خپره کړیده. د اختلاف بل لامل د نظام او حکومتولۍ په اړه دی چې اسلامي جمهوریت، که امارت یا خلافت؟ په دې هکله یې باورونه دومره مختلف دي چې همیشه غوټه د لاس په ځای په غاښ خلاصوي او د میز خبره مورچل ته بیايي او د فتنو او وینو تویولو لامل ګرځي.

جالبه او په عین وخت کې د درد خبره دا ده چې یو شمیر مذهبي کړۍ استدلال کوي چې په حدیث کې راغلي (اختلاف أمتي رحمة). خو دا په پيغمبر باندې چورلټه دروغ او بهتان دی؛ ځکه اختلاف عذاب دی او هیڅکله د ولسونو لپاره د خیر ښیګڼې پایلې نه لري. یوه غټه ستونزه دا هم ده چې ځینې مذهبي سټې د زغم او پخلاینې په ځای سرتمبګي کوي، یوازې خپله خبره ورته میره ښکاري او د زمانې غوښتنې بابیزې ګڼي. کله ناکله خو یو بل ته د مرتد، منکر، زندیق، خوارج او جاهل القاب هم کاروي چې یقینا په عوامو کې د دوئ په اړه منفي ذهنیت رامنځ ته کوي او روحاني حیثیت ته یې صدمه رسوي.

د لمر په څیر ځلیدلی حقیقت همدا دی چې د مذهب پرستۍ په ځای خدای پرستي، د تشدد په ځای اعتدال او د ټوپک په ځای قلم زموږ د ټولو رنځونو درمل دی. کنه نو، دا قرآني امت به د کور دننه د خپلمنځي اختلافانو، فقر او جهل په تنور کې سوځیږي او په نړیوال سټیج به یې وزن د بڼکې په څیر وي چې په خوله به یې څوک پیاز هم نه خوري.

نوی کال مو بختور!

—--------------------------------------------

په مننې سره: ما په دې لیکنې کې د اردن د الدستور له ورځپاڼې، سي ان ان عربي، د ICESCO سازمان او الجزیرې ټلویزیون د یوې څیړنې څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري. ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

 

 

 

 

 

 

 

 

 

نظرمحمد مطمئن

لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو:

جمهوریت لا سقوط نه و کړی، پاکستان کې میشت افغان کډوالو ته مې ویل که طالبان کابل ونیسي او امنیت راشي، د افغانستان ښه امنیت به پاکستان باندي هم مثبت تاثیر ولري، پاکستان کې به اقتصادي او تجارتي حالت ښه لوري ته ولاړ شي، ډیری افغان او پاکستاني سوداګر به اسلام اباد کې پانګونې ته زړه ښه کړي، او که خدای مه کړه د جمهوریت له سقوط وروسته افغانستان کې ناامني زیاته شي بیا به یې هم پاکستان کې مثبت تاثیر ځکه وي چې د افغانستان د ناامني له کبله به د پاکستاني سوداګرو سربیره، ډیری افغان سوداګر پاکستان کې سوداګري او پانګونې ته زړه ښه کړي، د پاکستان اقتصادي وضعیت او د ځمکو کاروبار به ښه رونق ومومي.

زما پورته تحلیل غلط ثابت شو، افغانستان کې الحمدلله بشپړ امنیت راغی، په لومړیو وختو کې ډیری افغان سوداګر له بهر نه بیرته افغانستان ته راغلل، مګر پاکستان کې ناامني زیاته شوه، اقتصادي رکود مخ په زیاتیدو، تر دي چې پاکستان ته په سېمه کې چا قرض هم ورنکړ، نړیوال بانک درانه او ځینې غیر مذهبي شرطونه پري کيښودل، د پي آی اې هوایې شرکت به خرڅول کیږي او ځینې ملکي هوایې ډګرونه به هم خصوصي شرکتو ته په اجاره ورکول کیږي.

پاکستان کې د ناامنیو لړۍ د پوځ تر مرکزي قومندانۍ ورسیده، په بېلابېلو پوځي مرکزونو د وسلوالو لخوا بریدونه وشول، په سېمه کې د چین – پاکستان تر ټولو لویه پروژه سیپیک هم ودرول شوه،  افغان سوداګرو د پاکستان پر ځای عرب او لویدیځ هیوادو کې پانګونه وکړه، دارنګه ډیری پاکستاني سوداګرو هم له هیواده یې خپلې شتمنۍ بهر ته وایستلي.

دوېیم: غلط تحلیل چې سم ثابت شو:

د جمهوریت د سقوط او اسلامي امارت لا ۹ میاشتې نه وي تیري شوی، د بیرغ مسئله، په کابل او شمال کې د ناامنیو مسایل، کابل او ځینې ښارونو کې د ځوانانو او میرمنو لخوا لاریونونه، بهر ته وتلیو افغان ځوانانو لخوا په اوسني نظام پسې منفي تبلیغات، اوازي چې پخواني پاتي نظامي کسان په نښه کیږي او ځینې نور مسایل.

یوه ورځ مې یو لوړپوړي چارواکي ته وویل:" که غواړئ چې افغانان د ځینو پيښو اړوند متحد پاتي شي او که کله هم د افغانانو ترمنځ کومې کړۍ / هیوادونه شر ته لمن وهي، نو په کار ده چې د ولس د راټولیدو او د متحد کیدو لپاره داسي نقطه وي چې ولس ټول خپلمنځي اختلافات شاته وغورځوي او په یوه خوله د مشترکې داعیې/ ټکې لپاره راټول شي، که هر کله ناامني یا ګډوډي زیاتیږي له همدې مشترکې داعیې به نظام کار اخلي، هغه دا چې موږ باید ځانته کوم دښمن هیواد پيدا کړو. "

ومې ویل: "ددې لپاره تر ټولو پاکستان ښه انتخاب او دښمن هیواد کیدای شي، خو داچې هلته ۴۰ کاله افغانانو د کډوالۍ ژوند تیر کړی، همدارنګه په تیرو ۲۰ کلونو کې د ډیورنډ هغې غاړي ته ډیری طالب مشران پاتې شوې، بل داچې پاکستان له تیرو ۴۰ کلونو راهیسي افغان ځوانانو او بېلابېلو قشرونو کې نفوذ ځغلولی، ماته ممکن نه ښکاري چې د ځان لپاره پاکستان دښمن هیواد؛ افغان ولس او نورو ته په ګوته کړو، مګر بیا هم تر ټولو ښه انتخاب همدا دی، خو د بېلابېلو دلیلو له امله چې "دلته یې ذکر کول مناسب نه ګڼم" موږ نه شو کولای چې پاکستان سره دا ډول لوبه وکړو، پاتې ایران او تاجکستان دی، په دي اړه چې غور وشي."

همهغه سخت انتخاب چې اوسني نظام او مشرانو یې نه شوای کولای او یا یې نه غوښت، هغه خپله پاکستان اختیار کړ، لومړی یې د پاکستاني ولس پر اذهانو کار وکړ چې افغانستان یې دښمن دی، تر دي چې د پاکستان د علماوو غونډه کې د پاکستان د پوځ مشر هڅه وکړه چې د پاکستاني مدرسو طالبان او استادان یې هم ملګري کړي، د پاکستان لنډمهالې ملکي حکومت او د پوځ جنرالانو یې همدا ذهنیت او د پاکستان تګلاره یې افغان ولس او نړۍ ته ورسوله چې افغان حکومت او پاکستان حکومت یو بل ته د د ښمن په سترګه ګوري، زما هغه تحلیل چې ناممکن مې باله، غلط ثابت شو او پاکستان هغه هرڅه پخپله وکړل چې ګټه یې به یې په نږدي او لیري راتلونکي کې افغان لوري ته ځي ان شاء الله.

اوسنی کړکیچن حالت نه د افغانستان او نه هم د پاکستان په ګټه دی، که پاکستان دوام ورکوي نو زیان به یې هم دوی ویني ان شاء الله.

افغانستان کې د پاکستان د طالبانو تحریک د مشرانو او غړو شتون یوازي بهانه ده چې د پاکستان پوځ لخوا کارول کیږي، د اسلامي امارت له راتګ وروسته  افغان حکومت ډیره هڅه وکړه چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ ستونزه حل شي، مګر د پاکستان لخوا شرایط هغسي وو لکه چې پر افغانستان د امریکا د یرغل په لومړيو وختو کې د امریکا او حامد کرزي د حکومت وو، دا چې د پاکستاني طالبانو ټول مشران او نوموتي جنګیالي به پرته له قید او شرط پاکستان ته ژوندي سپارل کیږي، یا به د پاکستان د پوځ لخوا زنداني کیږي او یا به وژل کیږي، بله هیڅ لاره پاکستان ونه منله، حتی پاکستاني جنرالانو په وزیرستان او پخوانيو ازادو د قبایلو ایجنیسو کې د پاکستاني طالبانو ژوند کولو او یا هم افغانستان کې د امن اوسیدو لپاره هم زړه ښه نه کړ.

که پاکستان په خپله پوځې او ملکي تګلارو کې د افغانستان اړوند ژور بدلون را نه ولي، وخت په وخت به ټي ټي پي نور هم ځواکمن او بلوچ بیلتون پال به هم په سېمه کې خوندي ځایونه بالاخره ومومي.

که پاکستان د چین او امریکا د جګړې ډګر ځان ګرځوي، د امریکایې ګټو او له امریکا څخه د ډالرو ترلاسه کولو مقابل کې په افغانستان او له دي لاري منځنۍ اسیا او د چین سینکیانګ کې ناامني ته لاره هواروي/ هڅې کوي، د داسي ناوړه پروژې زیان به پرته له پاکستان بل چاته ډیر نه وي.

وروستۍ خبره داده چې موږ افغانان زغم لرو، حوصله لرو، لیري او نږدي ګورو، له خپلو ټولو ګاونډیو سره ښې اړیکې او مقابل احترام ته درناوی لرو، په سېمه کې ناامني د سیمې د ټولو هیوادو په زیان ګڼو، د یوبل ضد څرګندونې او تورونه د هیڅ هیواد په ګټه نه بولو.

 

عبدالصمد  ازهر          

د تروو ليموګانو په لړۍ کې:         

دا ځلي د اقتصاد د پياوړتيا پر سترې سرچينې، ګرځندنې/ گرځندوی (توريزم) تم کېږو او امکانات يې په هيواد کې راسپړو.

زمونږ د ګران او ښکلی ټاټوبی په جغرافيه کې، د تاريخي، فرهنګي، اتنيکي او طبيعی ځانګړتياو او تنوع  د يو ځای اخشل کېدو نه يو په زړه پورې هيواد جوړښت موندلی دی چې که سم مديريت شي، په مليونونو ګرځندويان راکښلی شي.

د دې خاورې طبيعت، د بې ساري دنګو دنګو وچو او زرغونو غرونو، غړمبېدونکو سيندونو، ښايسته درو، هوارو خاورينو مځکو او شګلنو دښتو نه جوړ د طبيعت د ښکلا د تنوع بېلګه ده. دغه توپير په اقليمي ډګر کې هم شته چې له ډېرو تودو سيمو نه تر ډېرو سړو سيموپورې يې لرو. داسې هم شته چې ډېرې تودې سيمې  په لنډ واټن سره د سړو سيمو په ګاونډ کې پرتې دي. له سمندرونو نه ليرېتوب او په وچې ايسارتيا يې هوا وچه او تودوخه يې هم د تحمل وړ ګرځولې ده. له شمال ختيز نه تر سهېل ختيزه  درې، غرونه او پېچومي يو ډول، بيا له کابل او شمالی نه ورپورته تر بابا غره پورې بل ډول،  له منځنی يا مرکزي افغانستان نه تر بادغيس او هراته يو خېل، له ميدانه تر لوګر او غزني بل خېل، له زابله تر قندهار، هلمند، فراه او نيمروز يو رنګ، او له بلخ نه تر غوراتو بل رنګ، هره سيمه خپله ځانګړې ښکلا لري.

زما په ياد دي کله چې مې د کابل په هوايي ډګر کې دنده درلوده، يو ځلي چې آريانا افغان هوايي شرکت د ګرځندويانو يوه ډله ماهيپر ته بيوله، زه هم ورسره مل وم. ګرځندوي ډلې ته هسک ته ختلي غرونه هومره په زړه پورې ول چې د حيرانتيا او تحسين زوږ او د دې عظمت له ليدو نه د خوښۍ انګازو زه اريان کړی وم. ما ويل خدايه مونږ له دومره غرونو او کاڼو نه په تنګ يو او دوی يې په لټه کې دي. کلونه تېر شول، مهاجر شوم او وروسته له اوږدې مودې پردېسۍ نه کله چې بيا وطن ته او په همدې لارې لغمان او جلال آباد ته ولاړم، دا ځل د همدغو غرونو عظمت او ښکلا تر هغو ياد شويو ګرځندويانو لا زيات وروکښلم او د  ښکلا او وياړ په غبرګ احساس کې يې ډوب کړم. بله نه هېرېدونکې خاطره مې د کنړ د مست او څپاند سيند په غاړه د تازه کبانو د خوند او د سيند د انقلابي خوځښت او غورځنګ ليدا وه. په پردېسي ژوند کې مې هم غرونه او سيندونه ډېر ليدلي، خو نه مې عظمت په کې موندلی او نه مستي.

له تاريخي لحاظه، زمونږ د هيواد هره برخه د لرغونو مدنيتونو زانګو وه چې بې ساري ارزښتناکه آثار ترې پاتې دي. په دې آثارو ډېرې شتمنې سيمې په شمال کې بلخ، تخار، سمنګان او بغلان، په مرکزي افغانستان کې باميان، په شمال لوېديز کې هرات او غور، په لوېديز کې فراه، نيمر وز او هلمند، په سهېل لوېدیز او سهيل کې کندهار او غزنی، په ختيز او سهېل ختيز کې ننګرهار، لغمان او پکتيا او له هندوکش نه رالاندې کاپيسا، پروان کابل او لوګر دي. د ر يګويدا له سرودونو او د ميترايي او اوستايي باورونو نه  تر بودايي او اسلامي پورې، په تاريخي لحاظ يو موزاييک عقيدتي فرهنګ لرو. مونږ د یونان باختري د اوږدې دورې مدنيت لرو، د هلمند-سيستان په حوزه کې منديګ او د ګندهارا په حوزه کې د لوګر د عينک پنځه زره کلن مدنيتونه او د هډې او باميان تر دوو زرو پخوا بودايي آثار لرو. د ګردېز د ميرزکې خزانې د نړۍ د لرغونپوهانو ژور پام وراړولی دی. ما يو څو حوزه اي نومونه ياد کړل، هرې يوې ته بېل بېل تفصيلي شرح په کار ده چې د لرغون او تاريخ پوهانو کار دی نه زما، چې په زده کوونکو کې هم نه شمېرل کېدای شم. مونږ له اتنيکي پلوه هم د زيات شمېر قامونو او ژبو نه ګډ جوړ تاريخي ملت او فرهنګ لرو چې په ټوله کې لکه مخکې چې ياده شوه، د جغرافيايي جوړښت، تاريخي، فرهنګي، اتنيکي او طبيعی ځانګړتياو سره يې يو په زړه پورې موزاییک او د رنګ رنګ ښکلو ګلانو يو ښايسته ستر بڼ رغولی دی.

د ګرځندو کسانو او ډلو له پاره به په  لاندنيو برخو کې يو يا څو ډګرونه د کتو او يا څېړنو په موخې لا په زړه پورې وي:

  • يا به له طبيعي ښکلا سره مينه لري چې مونږ يې لکه چې وويل شول په ډېر ښايست او تنوع سره لرو؛
  • يا به له لرغونو آثارو سره مينه لري، چې زيات شمېر لوڅ او راکښل شوي بېساري آثار لرو او زيات نور يې لا کيندلو او لوڅولو ته اړه لري؛
  • يا به د سپورټ او لوبو مينان وي، چې ځيني ارزښتناک يې لرو او ځينو ته ښې زمينې شته؛
  • او يا به له لرغونو زيارتځايونو ته لېواله وي، چې له نېکه مرغه زمونږ ديني، مذهبي لرغوني آثار، د بېلابېلو مذهب باورو له پاره په زړه پورې او په اوچته بڼه زيارت ځايونه دي‎ چې د سم مديريت په صورت کې هر يو يې مکې ته ورته زيارت کونکي او سيلانيان راکښلی شي:

ـ  د بلخ ولايت په مزار کې د علي کرم الله وجهه زيارت چې له زياتو وختونو راهيسې د سني او شيعه مسلمانانو له پاره مقد س دی او هر کال د نوروز په ورځ د جنډې پورته کولو مراسمو ته زرګونه کسان ځانونه وررسوي. که له نوروز سره بې ځايه دښمني او تعصب ليرې او هغسې چې په واقعيت کې ده،  د کال د لومړۍ ورځې عنعنوي مېله وګڼل شي، نو د يوې فرهنګي – اقتصادي سمې ستراتژۍ او کره مديريت پر بنسټ کېدای شي چې د حج د کلني مراسمو په دود، د سيمې او ان د نړۍ د مسلمانو هيوادونو زيارتځی وګرځول شي. په ځانګړي توګه به د شيعه مسلمانانو له پاره د نجف اشرف په شان يوه کعبه وګرځي چې برسېره پر نوروز به د کال په اوږدو کې هم ورته راځي. بلخ د مولانا جلال الدين بلخي، ابن سينا بلخي او نورو عرفاني، ادبي او علمي مشاهيرو د زېږد او ژوند زانګو هم وه.

-  غزنی چې، د زيات شمېر اسلامي او دنيايي عالمانو، عارفانو او اديبانو هديرو او زيارتونو سره وَړه مکه هم بلل شوی او  د اسلامي نړۍد   فرهنګي مرکز د نومول کېدو وياړ هم لري، بالا حصار او منارونه يې تاريخي ارزښت لري. د سلطان محمود غزنوي دربار د اديبانو او پوهانو د ملاتړ او هڅونې ستر مرکز و او په غېږ کې يې ابو ريحان البيروني، فردوسي طوسي،.عنصری بلخی، فرخی سیستانی، عسجدی مروزی، او لسګوني نور علمي او ادبی وتلې څېرې روزل شوي، هڅول شوي او ملاتړ شوي دي. غزنی د  سنایی ټاټوبی هم دی. په دې توګه غزنی د ګرڅنده و له پاره هم زيارتځی دی او هم فرهنګي ستر مرکز.

-  د عرفان، ادب، هنر او ظريفه صنايعو له پلوه هرات وتلې بېلګه ده. د ګازرګاه د پير شېخ عبدالله انصار، ستر فيلسوف، حکيم، منجم او شاعر امام فخر رازی، د هرات جامع جومات او نور زيارتونه؛ د واعظ کاشفي په شان پوهان، د کمال الدين بنا په شان معماران، د کمال الدین بهزاد به شان انځورګران او د امير علي شېر نوايي په شان پوهان، اديبان او شاعران يې لرلي دي.

په کندهار کې خرقه مبارکه، د ستر احمد شاه بابا، بابا ولی او نور زيارتونه شهرت لري او سيلانيانو ته په زړه پورې کېدای شي.. بايد وويل شي چې د مزاراتو لړۍ د افغانستان تر ګوټ ګوټه رسېږي.

د پوهانو او څېړونکو، په تېره بيا آرکيولوژيستانو، انتروپولوجيستانو او فيلالوژيستانو له پاره زمونږ بډای تاريخ، اتنيکي او ژبنی تنوع، د څېړنو پراخه زمينه لري.

همدا رنګه د طبيعي او اقتصاد بنسټو څېړنوله پلوه دا هيواد د جيولوژيستانو، کان پېژندونکو او پانګې اچونې لېوالانو ته ډېر په زړه پورې دی. مونږ ډېر ارزښتناکه ډبرين، اوبلن او ګازي کانونه لرو، د لوړې بيې نفيسه او کريمه ډبرې لرو چې ښکلې ګاڼې ترې جوړېږي، مونږ کم موندل کېدونکې (کميابې) خاورې لرو، مونږ ليتيوم او يورانيوم په شان ارزښتناکه کانونه لرو.

په لنډ ډول ويل غواړم چې زمونږ هيواد د ديني - مذهبي باورونو له مخې د سنيانو، شيعيانو او بودايانو له پاره ډېر مناسب زيارتځايونه لري چې د زايرانو مکه ګوټي (مکه های کوچک) جوړولی شي. دطبيعت د شکلا مکه ګۍ، د څېړنو مکه ګۍ او د اقتصادي ګټو د امکاناتو مکه ګۍ هم ګرځېداي شي.

يو بل ډېر با اهميته ډګر، چې کارنده پاملرنه ورته ضروري ده، سپورټ دی چې ځيني يې د ګرځندويانو په راکښلو کې لوړه ونډه لرلی شي. هر يو د سپورټونو ځانته اهميت لري خو زه غواړم دلته يو څو ځانګړو ډولونو ته پام واړوم:

 مونږ وزلوبه لرو او زما له نظره د ملاتړ له څنګه که د ريښتيني سخوندر يا وزې په ځای له رغول شوي (مصنوعي) نه ګټه واخيستل شي، د نړۍ د ژويو ملاتړو (حاميان حيوانات) نيوکې به هم پيکه شي.

زمونږ په کرکټ کې ښه خوځښت روان دی او په منظمې پاملرنې سره به د لا غوړېدا چانس لرلای شي.

 زمونږ د هرې سيمې خلک توپ ډنډه کوي او ويلی شو چې دا هم د وزلوبې په شان زمونږ عنعنوي ملي لوبه ده. دا لوبه له بېسبال او کرکټ سره ورته والی لري. له بده مرغه نه واکمنانو، نه د بدني تربيت او المپيک ادارو، نه نورو بنسټونو يا شتمنو کسانو ورته کومه پاملرنه کړې ده. زما په اند، دا لوبه په خپلځاني قواعدو کې پاتې ده او ضروري ده هغسې چې يو وخت وزلوبې ته قواعد جوړ شول، دې ته هم جوړ شي. لکه د ډنډې څرنګوالی، د توپ ځانګړتياوې د منډو، جر کولو، ويشتلو او داسې نور.

سکې زمونږ هيواد ته نوی  پېژندل شوی سپورټ دی. دغه سپورټ هم د انسان فزيکي او هم اروايي غوړېدا ته مرسته کوی. په داسې حال کې چې مونږ د واورينو غرونو د لرلو له پلوه بډايه يو او په ډېرو سيمو کې  داسي غرونه او غونډۍ شته چي د سکي لوبې له پاره د ځانګړي کولو او تيارولو وړتيا لري، خو له بده مرغه واکمنو هيڅکله دې ډګر ته  پاملرنه نه ده کړې. د تېر جمهوريت د دوران په وروستيو کلونو کې کله کله په باميان او د کابل په ارغندې کې ځينو ځوانانو يې د زده کړې هڅې پيل کړې وې، چې لا بيخي اومې وې. سکي نن په نړۍ کې د ګرځندوي د راکښلو (جذبولو) ډېره ستره وسيله ده او ډېر سيمه ييز خلک هم له همدې لارې ډوډۍ او عايد تر لاسه کوي. په اروپا کې دا سپورټ ډېر عام او د خلکو د خوښې دی. سويس، ايتاليه، فرانسه او المان، په ځانګړې توګه د آلپ غرونو په ډډو کې، د ښو لوبځايونو په لرلو سره شهرت لري او زيات مينه وال ورماتوي.

زه وړانديزکوم چې د ولايتونو، ولسواليو او ان د کليو په کچه دې د سکي له پاره د مساعدو ځايونو پلټنه پيل او پايلې يې په تفصيلي رپوټونو کې له ځايي امکاناتو او وړانديزونوسره حکومت ته وسپارل شي. حکومت بايد هم د سکي ځايونوپه ټاکنو او هم په دې سپورټ کې روزنې ته سمدلاسه مخه وکړي. دې لوبې ته د نړۍ د لېوالانو را ماتولو په موخه لازمه ده چې په لومړي پړاو کې دوه يا درې مساعد ځايونه په نړيواله کچه داسې سمبال شي چې د هوټلونو او خوراک څښاک کمی په کې نه وي او هر ډول خدماتي تابيا ورته نيول شوې وي. وروسته بيا د همدې مرکزونو د تجربو پر بنا دې وار په وار نور سکي ځايونه ورغول او سمبال شي.

هيله من يم د دې غوره ډګر په هکله مې له سمندر نه يو څاڅکی بيان کړی وي. د دې عرصې پوهان او مجرب کسان کولی شي زيات څه په کې ووايي او زياتې لارښوونې وکړي.

تر بيا او بل وړانديزه، ښې چارې!

۲۹ / ۱۲ / ۱۴۰۲

۱۹ / ۰۳ / ۲۰۲۴

 

 

نور محمد غفوری 

انسان یوازې بیولوژیکی موجود نه دی، بلکې یو ټولنیز موجود هم دی چې مختلف رواني حالات یې د پیښو په وړاندې د عکس العمل او په طبیعت او ټولنه کې د فعالیتونو په ډول اغیزه لري. د همدې بیولوژیکی، اجتماعی او روانی خصوصیاتو له په نظر کې نیولو سره د چاپیریال (د طبیعت او ټولنې) په بدلونونو کې برخه اخلی او د حوادثو په وړاندې مثبت یا منفی غبرګون ښئي.

انسانان په ټولنه کې د ډول ډول معیارونو پر بنسټ په مختلفو ډلو ویشل کیږي. د هرې ډلې د غړو ترمنځ شریک ارزښتونه، ګټې او موخې شته چې د ساتلو او ترلاسه کولو په خاطر یې په انفرادی او جمعی ډول هڅې او هاند کوي. د انسانانو لویې ډلې یا اقتصادي طبقې د اغیزمنې مبارزې له پاره سیاسي ګوندونه جوړوي چې د یوې او یا څو ډلو د غړو له شریکو ګټو او ارزښتونو دفاع کول یې هدف وي. 

سیاسي ګوند د انسانانو هغه ټولګه (جمع) ده چې د مشترکو اهدافو، ارزښتونو، یا سیاسي نظریاتو په اساس جوړه شوې وي او معمولاً د واحد لیدلوري (ایدیولوژۍ) پر بنسټ د قانون جوړونې، حکومتي پالیسیو او ټولنیز عدالت په برخو کې د بدلون راوستلو او یا د شته وضعیت د ساتلو له پاره کار کوي.    

سیاسي ګوندونه د سیاستونو، ارزښتونو، او دولتي پالیسیو په اړه د خپلو غړو او ملاتړ کوونکو سره مشترک نظریات لري. دوی د ډیموکراټیکو نظامونو اساسي اجزا دي چې ورپکې د ټولنې د مختلفو برخو د استازیتوب امکان برابروي او د سیاسي بحثونو او پالیسیو د جوړولو په پروسه کې برخه اخلي. ګوندونه په پارلماني نظامونو کې د حکومتي او اپوزیسیون د دندو په ترسره کولو کې مهم رول لوبوي.

په بعضو حالاتو کې د دوو یا څو ګوندونو ترمنځ د مشترکو موخو د ترلاسه کولو په خاطر د کم وخت (یوې تقنینی دورې) له پاره ائتلافونه رامنځ ته کیږي. په ائتلاف کې هر ګوند خپل سیاسي هویت او مستقل تشکیلات ساتی، یو د بل سره په عمل کې اتحاد کوي، خو په یوه تشکیلاتي سازمان کې نه سره یوځای کیږي. په سیاست کې ائتلاف د ګوندونو یا ډلو ترمنځ په سیاسي قدرت کې د شراکت او یا د مشترکو ستراتیژیو د جوړولو له پاره رامنځته کیږي. که ګوندونه عمدتاً د منفردو کسانو د غړیتوب او راټولیدو د لارې منځته راځي، ائتلافونه بیا د دوو یا څو ګوندونو له اتحاد څخه جوړيږي.

 د ګوندونو د اتحاد (وحدت عمل) یو شکل سیاسی جبهه هم ده. جبهه کېدای شي د مختلفو سیاسي ګوندونو، ډلو، یا فعالانو د یوځای کیدو څخه جوړه شي چې د مشترکو موخو لپاره کار کوي. دا د ائتلاف په شان ده، خو کولای شي ځانګړې سیاسي، اجتماعي، یا اقتصادي موخې او تشکیلاتی جوړښت ولري.

 سیاسي جنبش یا اجتماعي خوځښت چې ډیر ائتلافونه، جبهې، سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې ورپکې ګډون کوي، د یوې لویې ډلې لخوا د سیاسي، اجتماعي، یا اقتصادي بدلونونو د ترلاسه کولو لپاره د منظمو یا نیمه منظمو فعالیتونو یوه سلسله ده. دا جنبشونه په ټولنه کې د محدود شمیر بدلونونو راوستلو، ناعدالتيو ته د ځواب ویلو او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره جوړیږي. سیاسي جنبشونه د بیلابیلو وسایلو له لارې خپل غږ پورته کوي، لکه مظاهرې، ناستې، لاریونونه، د لیکوالۍ او اجتماعي رسنیو کمپاینونه. دوی هڅه کوي چې د خلکو پاملرنه راجلب کړي، سیاستوال او پریکړه کوونکي تر فشار لاندې ونیسي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره عامه ملاتړ ترلاسه کړي.

نن په افغانستان کې د ټولو افغانانو او په خاص ډول د وطنپالو او پرمختګ غوښتونکو ځواکونو تر مخ بعضې مهمې مسئلې پرتې دي چې یو ګوند، ائتلاف او جبهه یې په یوازې توګه نه شي حل کولای.

د مثال په توګه د افغانستان د سیاسي استقلال، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتل، د باثباته ملی -اسلامی دولت رامنځته کول، د اساسي قانون جوړول او د هغو پر بنسټ د قانونمند حکومت او سیاسي نظام ټاکل، د خلکو د ژوندانه د سطحې لوړول او د بې پلوه بهرني سیاست عملي کول او داسې نور یوازې د یوه ګوند یا ائتلاف دنده نه ده او نه یې په یوازې ځان د عملی کولو توان لري. دا د ټول ملت له پاره اړین څیزونه او ارزښتونه دی چې ټول سیاسي بهیرونه او جوړښتونه یې د عملي تحقق له پاره باید کار وکړي. د همداسې عامو او سراسري مهمو موخو د تر لاسه کولو له پاره د هېواد په کچه سترې ملی اجماع ته اړتیا ده چې ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه پکښې راټول شي او د همداسې موخو د ترلاسه کولو د پاره ګډه هڅه او هاند وکړي.

په داسې ستره ملي اجماع کې د اشتراک او غړیتوب سره سره هر سیاسي جوړښت، ګوند او ټولنیز سازمان خپل مستقل تشکیلات او سیاسي هویت ساتي خو د مشترکو موخو د ترلاسه کولو له پاره معین سازمانی دسپلین رامنځته کوي چې وکولای شي دا پراخه عمومی خوځښت سم او تر پایه رهبری کړي. د سترې ملی اجماع د فعالیتونو د رهبرۍ له پاره دا سې مشرتابه ته ضرورت دی چې د هدفونو د بشپړو تر لاسه کولو پورې مبارزې ته دوام ورکړي او په نیمه لار کې یې پرینږدي.

نن د هرې بلې مسئلې تر مخه د ملي سترې اجماع او واحد سیاسي چتر رامنځته کول د لویو وطنی دندو د فوري اجرأ له پاره مهم دي چې هر افغان باید زر تر زره دې کار ته لاس واچوي.

19.03.2024

 

د سپرغۍ ویبپاڼه د افغانستان پر خاوره د پاکستان د تیري کوونکي او تروریست رژیم هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندي او دا  د افغانستان پر ملي واکمنۍ او د ځمکې پر بشپړتیا یو څرګند او ښکاره تیری  او له  ټولو بین المللي قوانینو، اصولو او نورمونو سرغړونه بولي او د هغې د نه تکراریدو غوښتنه کوي.

د افغانستان خلک شاهد دي چې د پاکستان تروریستي رژیم د خپل جوړیدو له وخته تر ننه، سیمه او په تیره بیا افغانستان د بحران او کړکیچ سره مخامخ کړی. پاکستاني واکمنانو په تېره نیمه پيړۍ کې د افغانستان د بې ثباتۍ د پاره مختالفې پلمې کارولي او اوس هم ددوی پلمې نوي او تازه بڼې غوره کوي.

د پاکستان د فاسد رژیم د هڅو یوازنی هدف په افغانستان کې د سولې او ثبات څخه مخنیوی او په همېشني کړکېچ کې د افغانستان ساتل دي. ځکه یو پیاوړی، غښتلی او پر ځان بسیا افغانستان د جعلي پاکستان له بې ثباتۍ او کړکیج سره متناسب دی. یا په بله ژبه د افغانستان کړکیج د پاکستان له ثبات او پیاوړتیا سره متناسب دی. په تېره نیمه پیړۍ کې د افغانستان بې ثباتۍ پاکستان د بې ساري پرمختیا او غوړېدو په لور یوړ. د نړۍ له هر ګوټ څخه بې حسابه پانګه دغه هیواد ته ورسېده. اوس چې په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې سره ددې چې واکمن نظام زیاتې کمزورتیاوې، تېروتنې لري خو سره ددې د افغانستان اوسنی حالت په پاکستان کې په طبیعي ډول حالت ته بدلون ورکړی او د ورځې په تېریدو سره دغه کرغېړن رژیم په سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او پوځي کړکیچ او بحران کې د ډوبیدو په حالت کې دی. نو ځکه پاکستاني واکمنان په مزبوحانه ډول هڅه کوي څو په افغانستان کې حالت ګډوډ کړي.

ددې کار دپاره دغه فاسد رژیم خپل ټول وسایل او امکانات په کار اچولی، هغه څه چې پاکستان ترې تل د غښتلې وسلې په توګه په زیات بریالیتوب سره کار اخیستی، هغه د افغان وطن پر خلاف د افغانانو کارول دي. د پاکستان رژیم چې په دغه برخه کې زیاته تجربه لري، اوس یو ځل بیا غواړي دغه کرغېړنه وسله د افغانستان او افغانانو پر خلاف و کاروي.

په دې حساسو شیبو کې د هر افغان ملی او افغاني دنده داده څو د پاکستان دغه تور او شوم پلان شنډ کړي او د هغه کړیو له دروغجنو تبلیغاتو پرده پورته کړي چې په دغه حساس شیبه کې د پاکستان کرغېړن رژیم د تبلیغاتو په تایید او ادامه تبلیغات کوي.

د هیواد ملي ګټې ایجاب کوي چې د ټولو فکري اختلافونو سره سره د هیواد د ګډ دښمن تر وړاندې ټول هیوادوال یو موټی متحد شي او اجازه ور نه کړي چې د پاکستان جهنمي استخباراتي شبکې بیا افغانستان د یو بې پایه کړکیج او بحران په لور یوسي.

ژوندی دې وي افغانستان

د بریتانیا د حکومت وزیرانو د افراطیت لپاره یو نوی تعریف اعلان کړی چې له مخې به یې ځینو ټاکلو ډلو ته حکومتي مالي مرستې نه ورکول کېږي او دولتي مامورینو سره به غونډې نشي کولای.

دا نوی تعریف به د هغو ډلو په اړه عملي کيږي چې "د تاوتریخوالي، کرکې یا نه ذغم" پربنسټ د یوې ایډیالوژۍ لپاره تبلیغ کوي، خو د دې تعریف له مخې به دا ډلې د ترهګرو په شان جنايي ډلو په توګه نه ګڼل کېږي.

د بریتانیا د ټولنې د چارو وزیر مایکل ګف وویل د اسرائیلو د غزې له جګړې راهیسې بریتانیا کې د افراطيت ناڅاپي زیاتوالي هېواد له "یو رېښتیاني ګواښ" سره مخامخ کړی.

خو د مدني ازادیو پلویانو، ځینوټولنیزو ډلو او د پارلمان ځینو غړو د حکومت پردې اقدام نیوکې کړې دي.

د ترهګرۍ قوانینو ته د بیاکتنې په هکله د حکومت خپلواکه کتونکي جاناتان هال خبرداری ورکړی چې دا نوی تګلاره "کیدای شي د بریتانیا محبوبیت ته زیان ورسوي ځکه چې د یو دیموکراتیک ګام په سترګه به ورته نه کتل کېږي").

تراوسه نه ده معلومه چې حکومت به کومې ډلې د افراطیونو په لېست کې شامل کړي، خو ژمنه یې کړې راتلونکو اونیو کې به یو لېست خپور کړي- او ویلي یې دي چې هدف به یې اسلامي افراطیون او نوې نازي ډلې وي.

د بریتانیا د مسلمانانو د شورا مشرې زارا محمد بي بي سي ته وویل دا نوی تعرف به د دې سبب شي چې "په غېرمنصفانه ډول د مسلمانانو ټولنې هدف وګرځول شي".

حکومت له وړاندې د بریتانیا د مسلمانانو شورا سره، چې د مسلمانانو یوه لویه ډله ده، راشه درشه او اړیکي پرې کړې دي او د حکومت ځینو څانګو سره یې د هغوی تماسونه محدود کړي دي.

د روانې میاشتې په لومړیو کې، لومړي وزیر ریشي سوناک د خپل دفتر مخې ته وینا کې وویل "دلته د هېواد دننه داسې ځواکونه شته چې غواړي ګډوډي رامنځته کړي".

هغه په داسې حال کې چې د فلسطین پلوه اعتراضونو په اړه یې خبرې کولې، چې پر اسرائیلو د حماس له بریدونو او د غزې له جګړې راهیسې بریتانیا کې شوي، وویل: "په دې وروستیو کې ډېر ځله وړو ډلو زموږ سړکونه یرغمل کړي چې زموږ ارزښتونو سره دښمني لري او زموږ دموکراتیکو دودونو ته درناوی نه کوي".

سوناک: د هېواد دننه داسې ځواکونه شته چې غواړي ګډوډي رامنځته کړي

د افراطیت د نوي تعریف له مخې، چې د پنجشنبې پر ورځ اعلان شو، افراطیت هغه دی "چې د تاوتریخوال او کرکې یا نه ذغم پربنسټ د یوې ایډیالوژۍ لپاره تبلیغ کوي"

او غواړي چې:

د نورو بنسټیر حقونه او ازادۍ تر پښو لاندې کړي یا یې له منځه یوسي

د بریتانیا لیبراله پارلماني دیموکراسي او دیموکراتیک حقونه کمزوري کړي، یا له منځه یوسي او یا

په قصدي توګه د نورو لپاره داسې یو چاپېریال جوړ کړي چې دا نتیجې ترلاسه کړي.‌

د افراطیت پخواني تعریف له مخې چې په ۲۰۱۱ کال کې د افراطیت د مخنیوۍ تګلارې په ترڅ کې رامنځته شوی و، "د بریتانیا بنسټیزو ارزښتونو لکه - دیموکراسۍ، د قانون حاکمیت، فردي ازادۍ او متقابل درناوی او د بېلابېلو عقایدو او دینونو - سره ډاګیز یا فعال مخالفت" افراطیت بلل کېده.

حکومت وايي دا نوی تعریف "تر پخواني دقیق" دی او مرسته به وکړي چې "په واضح ډول بیان کړل شي" او واضح شي چې د چلندونو له مخې څرنګه "ثابتېږي".

حکومت دا هم وايي چې په اسانۍ سره به پر چا د افراطیت تور نه لګول کېږي او دا تګلاره به هغه کسان خپل هدف نه ګرځوي چې "شخصي، سوله ییز اعتقادات" لري.

د افراطیت په لېست کې شامل سازمانونو او افرادو سره به د جنایتکارانو په ډول چلند نه کېږي، لکه ترهګرو ډلو په شان بلکې هغوی ته به اجازه نه وي چې له حکومت سره تماسونه ولري او حکومتي مالي مرستې به نه ورکول کېږي.

د نوي تعریف د اعلان ترڅنګ، د افراطیت پرضد یو نوی مرکز هم جوړ شوی دی چې معلومات راټول کړي او افراطي ډلې وپېژني.

هغه ډلې او افراد به چې د افراطیونو په لېست کې راځي،‌ حق ولري چې د بیا ارزونې غوښتنه وکړي او د بیا ارزونې لپاره نوي شواهد وړاندې کړي.

که بیا هم د حکومت له پرېکړې سره موافق نه وي، کولای به شي چې د قضايي بیا کتنې له لارې حکومت وننګوي، خو دا کیدای شي ډېر لګښت ولري.

د ټولنې د چارو وزیر مایکل ګف وویل "د شمولیت او زغم ارزښتونه د افراطیونو لخوا تر ګواښ لاندې دي".

"زموږ دیموکراتیکو ارزښتونو د ساتنې لپاره، مهمه ده هغه څه پیاوړي کړو چې په ګډه یې لرو او د افراطیت لخوا خطرونو پېژندلو په برخه کې روښانه او دقیق اوسو".

"واړه بې پلانه بدلونونه" کافي نه دي

پرېتي پتېل او د کورنیو چارو دوو نورو پخوانیو وزیرانو دې برخه کې د محافظه کار او کارګر ګوند په ګډ کار ټینګار کړی

منتقدینو خبرداری ورکړی چې دا نوی تعرف به که له حده پراخ پاتې شي، ټولنیزه ترینګلتیا لا نوره زیاته او وزیران به له قانوني ننګونو سره مخامخ کړي.

خپلواک بیا کتونکي ښاغلي هال بي بي سي ته وویل "د افراطیت د تعریف د نوي کولو هره هڅه ځکه ناکامه شوې چې هیڅکله روښانه نه وه چې د افراطیت له تعریفولو سره موږ د څه شی مخه نیسو."

"اوس موږ وینو چې... دا اقدام هغو خلکو پسې نه ګرځي چې بد کارونه کوي بلکې هغو پسې ځي چې بد فکر کوي یا یوه بده ایډیالوژي لري."

له مسلمانانو سره د ښکېلتیا او پرمختګ سازمان، مېنډ، مشر، اظهر قیوم وویل "په دې ډول د قانوني مخالفت غېرقانوني کول په خپله ازاد دیموکراتیک اصول زیانمنوي"، او دا چې "د حکومت خلاف یې یو حقوقي یادداشت سپارلی".

دغه سازمان، مېنډ، خپل ځان له اسلام سره د کرکې ضد ډله بولي. د سږ کال په لومړیو کې یې د حکومت لخوا د حزب التحریر بندول او ترهګر سازمان بلل غندلي او "دیموکراتیک-ضد" بللی و.

د بریتانیا د کارګرګوند د مشر مرستیالې، انجېلا رېنر، چې د دغه ګوند لخوا د ټولنۍ د چارو وزیره هم ده، وویل: افراطیت "یوه جدي ستونزه ده چې جدي اقدام ته اړتیا لري" او "نوی تعریف یې کافي نه دی".

"د حکومت د ترهګرۍ ضد تګلاره اوس نهه کلنه او زړه شویده، او هغوی په وار وار له اسلام څخه د کرکې په تعریف کې پاتې راغلي".

د کورنیو چارو پخوانیو وزیرانو، پرېتي پتېل، ساجد جاوېد او امبر روډ د یکشنبې پر ورځ ګارډین ورځپاڼه کې په یو پرانیستي لیک کې محافظه کار او کارګر ګوند ته سپارښتنه کړې چې "په ګډه کار وکړي چې د افراطیت په هکله یو ګډ پوهاوی رامنځته کړي او د مخنیوي لپاره یې داسې یوه تګلاره جوړه کړي چې د وخت د ازموینې پر وړاندې ودرېدای شي، پروا نه کوي چې کوم ګوند ټاکنې وګټي".

هغوی دا هم ویلي چې "د عمومي ټاکنو په درشل کې، په خاصه توګه مهمه ده چې د نظر اتفاق وساتل شي او هېڅ سیاسي ګوند له دې مسلې څخه د لنډې مودې تکتیکي ګټې ترلاسه کولو په لټه کې نشي".

لیکوال,نور محمد سعید

''د مارچ پر ۱۴مه ماسپښین پنځلس کم درې بجې د نړۍ یوه خورا ستر ذهن فکر کول پرېښودل''

دا په خپل وخت کې د نړۍ د یوه خورا مهم مفکر فریډریش اینګلز خبره ده، چې د ۱۸۸۳ کال د مارچ پر ۱۴مه یې د خپل دوست او همفکره ملګري کارل مارکس پر مړینه وکړه.

کارل مارکس څوک و او څه ډول فکرونه یې درلودل؟ ولې یې له مړینې ۱۴۱ کاله وروسته هم د مخالفت او تائید په هکله بحثونه کېږي؟ په دې لیکنه کې ورته لنډه کتنه شوې.

د نولسمې پېړۍ جرمن فیلسوف او اقتصاد پوه کارل مارکس د فکر بنسټ پر طبقاتي مبارزه ولاړ دی.

دی په خپل مشهور اثر 'داس کاپیټال' کې پر دې بحث کوي، چې د پانګوالۍ اقتصادي نظام څنګه کار کوي او څنګه به د ده له ادعا سره سم ځان پخپله ویجاړ کړي.

دی دغه راز په 'کمونیسټ منشور یا مانېفیسټو' کې پر هغو لارو چارو غږېدلی، چې څنګه به د طبقاتي شخړو پایله کې د نړۍ کارګران او بزګران له واکمن اشرافیه څخه د واکمنۍ واګې ترلاسه کوي.

که څه هم مارکس په خپل ژوند کې د خپل فکر عملي اغېز و نه لید، خو له ده پاتې لیکنې داسې څه دي، چې د عصري نړیوال کمیونیزم لپاره یې فکري بنسټ رامنځته کړ او وروسته پر همدې بنسټ د نړۍ په یوه لویه برخه کې سیاسي او اقتصادي بدلونونه رامنځته شول.

مارکس پر کاپیټلزم یا پانګوالۍ اعتراض کاوه او کمیونزم یې د اقتصادي او ټولنیز نظام په توګه بدیل ګاڼه.

ده به ویل، پانګوالۍ نظام داسې پریمانه تولیدات کوي، چې خلک ورته اړتیا نه لري، خو بیا یې هم اخلي او دې وضعیت ته یې د 'خیالي اړتیا' نوم ورکاوه.

ماهرین د نن، سبا فېشن او فېشني توکي همداسې څه بولي، چې اکثر خلک ورته هېڅ اړتیا نه لري، خو له نورو سره د سیالۍ یا عصریتوب څرګندولو په پار یې اخلي.

د پانګوالۍ په هکله د ده ځینې نورې وړاندوینې داسې وې، چې ځینې یې کټ مټ سمې وختې.

د بېلګې په توګه دا چې دی وايي، د پانګوالۍ اقتصادي نظام بې ثباته دی، لوړې، ژورې پکې رامنځته کېږي، لوی پانګوال شرکتونه کوچني هغه له منځه وړي، انحصار زیاتېږي، لږ خلک ډېرې پیسې مومي، د زیاتې ګټې ترلاسه کولو لېوالتیا به د کارګرو معاشونه په تدریجي ډول کم کړي، متوسط قشر به وار په وار کم شي او همدا چې مشتریان یې لږ شي، پانګوالۍ نظام به هم ورسره فلج شي.

له یو څو کسانو سره د پانګې یو ځای کېدو په هکله د مارکس وړاندوینه، ځکه سمه ثابته شوه، چې د وروستیو شمېرو له مخې ایله ۴۲ کسان د نړۍ د ټول نفوس پرتله ډېره شتمني لري.

په ټوله نړۍ کې د ۲۰۰۸ کال اقتصادي کړکېچ یې یوه بله بېلګه ده، او د لویو نړیوالو شرکتونو له لوري د کاروباري انحصار له کبله د کوچنیو کاروبارونو او کسب - کارو اقتصاد په ټپه درېدل یې بله بېلګه ده، چې د مارکس ځینې وړاندوینې سمې ثابتوي.

سیاسي مفکر جان ګرې د مارکس همدې وړاندوینو ته په پام سره ویلي و، ''کېدای شي مارکس د کمیونیزم په هکله سم نه پوهېده، خو د پانګوالۍ نظام په هکله یې ډېری وړاندوینې سمې وې.''

ښاغلی ګرې زیاتوي مارکس پوهېده، چې د پانګوالۍ اقتصادي نظام څنګه خپله ټولنیزه اډانه ورانوي او د متوسط قشر په ژوند کې تدریجي منفي بدلون راولي.

نوموړی وايي، کټ مټ هماغسې وشول، یانې اشرافي یا بورژوازي قشر له منځه لاړ، خو د مارکس د وړاندوینې برعکس، یانې د کمونیزم پر ځای خپله د بورژوا په لاس بورژوازي له منځه لاړه.

مارکس وايي، خلک به د پانګوالۍ پر ضد راپورته شي او له منځه به یې یوسي.

په ځینو مواردو کې داسې هم وشول، یانې د مارکس له انقلابي کمیونیستي بدیل نظام سره سم بدلونونه هم رامنځته شول، خو د فساد، جبر او ټوټالیټاریسم نیمګړتیاوو له کبله بیا کمیونیزم هم په خپل وجود کې دننه وشړېد.

مارکس څوک و؟

کارل هینریش مارکس د ۱۸۱۸ کال د مې میاشتې پر پنځمه د لوېدیځ جرمني د یوه یهودي مدافع وکیل کره وزېږد، په برلین او بون کې یې لوړې زدکړې وکړې او له فلسفې سره بلد شو.

د تحصیل پر مهال د هیګل او فیورباخ له فلسفې سره هم اشنا شو او بیا یې وروسته خپله هم په جینا پوهنتون کې د دکتورا تر حده فلسفه ولوسته.

مارکس په ۱۸۴۳ کال کې د کولن له یوې لیبرال ورځپاڼې سره د مسوول مدیر په توګه دنده پیل کړه، خو د خپل سخت دریځه فکر او سیاسي اختلافونو له کبله ژر اړ شو، چې له خپلې مېرمنې جینې سره پاریس ته لاړ شي.

پاریس بیا هغه مهال د رادیکالو د فعالیتونو یو مرکز و، چې د مارکس لپاره هم د ده د انقلابي فعالیتونو پیلامه ثابت شو.

همدا ښار و، چې کارل مارکس په کې په یوه انقلابي کمیونیست بدل شو او همدلته یې فریدریش اینګلز سره وپېژندل چې د عمر تر پایه یې ملګری او همکار پاتې شو.

کله چې مارکس له فرانسې وشړل شو، دوه کاله یې په بروکسل کې تېر کړل او همالته ده او اینګلز په شریکه هغه کتابګوټی ولیکه چې د 'کمیونیسټ منشور یا مانیفسټو' په نامه یادېږي.

دغه کتاب په ۱۸۴۸ کال کې چاپ شو او پر دې بحث کوي، چې د بشریت ټول تاریخ پر طبقاتي کشمکش راڅرخي او دا چې بالاخره به د پرولتاریا 'مزدورانو او کارګرانو' له بریا وروسته دا مبارزه پای مومي.

مارکس په ۱۸۴۹ کال کې لندن ته لاړ او پاتې عمر یې همالته تېر کړ.

مارکس خپله تر کلونو پورې په بیوزلۍ کې ژوند کاوه، خو نسبتاً شتمن ملګري یې اینګلز ورسره تر یوه بریده مالي مرسته کوله، چې لاس او خوله یې سره وچلېږي.

دی په تدریجي ډول هغه مهال له سیاسي او فکري ګوښیتوبه ووت، چې خپلې تیت او پرک لیکنې یې په خپل تر ټولو مهم اثر 'داس کاپیټال' کې یو ځای کړې.

د دې کتاب لومړی ټوک د مارکس په ژوند کې چاپ شو او پاتې ټوکونه یې بیا اینګلز د خپل ملګري له مړینې وروسته ایډیټ او چاپ کړل.

داس کاپیټال د مارکس د نژدې درې لسیزو شخصي تجربې، مشاهدې او فکر خورا پېچلی غورچاڼ دی، چې د صنعتي انقلاب د اوج په زمانه کې یې د انګلستان په کار خانو کې د مزدورانو وضعیت له لیدو وروسته ولیکه او د تاریخ، ټولنیزو معلوماتو او اقتصادیاتو یوه ټولګه ده.

فرانسس وهین چې د مارکس پر بایوګرافي یې کار کړی، داس کاپيټال له وېرې، ترهې ډک داسې ناول ته ورته بولي، چې ''اتلان یې د هماغې بلا غلامي کوي او هماغه بلا یې خوري، چې دوی پخپله رامنځته کړې.''

مارکس له مړینې وروسته د لندن های ګېټ هدیره کې خاورو ته وسپارل شو او هغسې چې په ژوند کې له مخالفتونو سره مخامخ و، له مړینې وروسته هم له خپلو مخالفانو هېر نه شو.

په دا وروستیو کلونو کې څو ځله ځینې نامعلومو کسانو د لندن په شمال کې د ده د قبر شناختې ته زیان ورساوه او د مخالفت شعارونه یې پرې ولیکل.

وروستی ځل د ۲۰۱۹ کال په فبرورۍ کې په سره رنګ د مارکس د قبر پر شناخته لیکل شویو شعارونو کې کارل مارکس ''د ډله ییزې وژنې بنسټګر'' او ''د کرکې سرلاری'' بلل شوی و.


د روان عيسوي کال د جنورۍ مياشتي په پای کې کابل ته د بهرنیو ډیپلوماتانو زیات سفرونه وشول. ۱۱ هېوادونو د «افغانستان په نوښت سیمه ایزه همکاري» تر سرلیک لاندې غونډه کې د ګډون لپاره د طالبانو بلنې ته مثبت ځواب ورکړ. په دې کتنه کې په سیمه کې د همکاریو پر فرصتونو خبرې وشوې.

د افغانستان د رسنیو او معلوماتو دفتر چې په کابل کې د طالبانو له لوري اداره کیږي په یوه راپور کې ویلې دي چې دغه کنفرانس کې د هندوستان، قزاقستان، ترکیې، روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، اندونزیا او د قرغیزستان استازو ګډون کړی وو.

تر اوسه د دې غونډې د پایلو په اړه کوم مشخص راپور نه دی خپور شوی. خو دغه کنفرانس ښيي چې طالبان له ګاونډیو هېوادونو سره رغنده اړیکو ته هوډمن دي. طالبانو په دې برخه کې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړې دي. د جنورۍ په پای کې په چین کې د طالبانو رسمي استازي بلال کریمي په پیکنګ کې خپل باورلیک ترلاسه کړ.

سره له دې چې چین د طالبانو دغه استازي ته د باور لیک ورکولو وروسته دا څرګنده کړل چې ګواکي دا په دې معنی نه ده چې د افغانستان اوسنی واکمن حکومت په رسمیت پیژني. خو د دواړو هیوادنو اړیکي د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته مخ په نږدې کیدو دي.

په دې لړ کې د الجزیرې خبري چینل د راپور له مخې، څو چینايي شرکتونو په ۲۰۲۳م کال کې له طالبانو سره یو لړ سوداګریز تړونونه لاسلیک کړل. له دې جملې څخه یو یې د نفتو د استخراج ۲۵ کلن قرارداد دی، چې د پانګونې ارزښت یې په لومړي کال کې ۱۵۰ میلیونو ډالرو ته رسیږي او په راتلونکو دریو کلونو کې به ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته لوړ شي.

ایران چې له کلنو راهیسې طالبانو ته نږدې پاته شوی دی، خپل ځانګړی استازی او سفیر یې په افغانستان کې له هغه وروسته چې طالبانو واک تر لاسه کړ يا دقيق د ۲۰۲۱م کال په اکتوبر کې پر دغه مقام وګوماری.

که څه هم ایران په دې کار سره طالبان د حکومت په توګه په رسمیت نه پیژني، خو ښيي چې له دغه رژیم سره د اړیکو ټینګول د ټولې سیمې په ګټه دي.

د سیمې هیوادونه ولې غواړي طالبانو سره اړیکې ښې کړي؟

هند هم ورته نظر لري. په افغانستان کې د «طلوع نیوز» خبري چینل اعلان کړی دی چې په دغه هېواد کې د ایران ځانګړي استازي قومي، د هند د بهرنیو چارو له وزارت سره تر لیدنې وروسته ویلي چې دواړه هېوادونه (ایران او هند) غواړي په افغانستان کې د سیاسي ثبات د ټینګښت له پاره کار وکړي.

د طلوع نیوز د راپور له مخې، د دغې غونډې مرکزي موضوع چې د ۲۰۲۳م کال په نومبر میاشت کې جوړه شوې وه، له افغانستان سره د اړیکو له پاره د یوې سیمه ایزې ډلې جوړول وو.

د ګاونډیو هیوادونو هڅې: له داعش سره مبارزه او د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا

په سیمه کې دا ډول پرمختګونه د سیمې د هېوادونو د هڅو ښکارندويي کوي چې افغانستان ته نږدې شي او بالاخره د طالبانو له حکومت سره ډیپلوماټیکې اړیکې جوړې کړي.

د "نړیوال کړکیچ ګروپ" (ICG) په وینا، د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو شمیر چې د طالبانو رژیم ته د نږدې کیدو په هڅه کې دي په دوامداره توګه مخ پر ډیریدو دي. یاد راپور په سیمه کې د یوه بې نومه ډیپلوماټ له خولې ویلي: "موږ دلته په لومړۍ کرښه کې یو."

د افغانستان د تحلیلګرانو شبکې یو بنسټ ایښودونکي توماس روتیګ، له دویچه ویله سره په مرکه کې ویلي، چې د طالبانو له پاره له خپلو ګاونډیانو سره نږدې کېدل یوه بریا ده. د هغه په ​​وينا، په ١٩٩٠ لسيزه کې د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې طالبانو هڅه کوله چې په نړيواله کچه وپېژندل شي.

اوس دوی په دې پوه شوي چې په لوېدیځ کې د دوی سره د اړیکو په لاره کې لوی خنډونه شته، په ځانګړې توګه د افغانستان د خلکو په وړاندې د طالبانو په سیاستونو او تر ټولو دمخه د ښځو د حقونو په تر پښو لاندې کولو کې ریښې لري. له همدې امله د روټیګ په وینا، «طالبانو اوس خپله توجه د سیمې هېوادونو ته اړولې ده. ځکه چې دا له دې هیوادنو سره خبرې اترې یو څه اسانه ښکاري.»

د «کړکېچ نړېوالې ډلې» د راپور له مخې، په دغو هڅو کې یو بل ته د نږدې کېدو له پاره ایډیالوژیکي مشترکات ډېر مهم نه دي، بلکې مشخصې سیاسي ګټې لري، چې تر ټولو مهم یې په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ساتلو هڅې په سیمه کې دي.

له ترهګرۍ سره مبارزه

د توماس روتیګ په وینا دا مسله د افغانستان د ګاونډیانو له پاره بنسټیز اهمیت لري. نه يوازي د افغانستان په شمال کې د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له پاره، بلکې د چین او ایران له پاره هم، د "داعش د خراسان" برخي ګواښ، چې د داعش سیمه ایزه څانګه ده، یو بنسټیز ګواښ دی.

خو د کارپوهانو په اند باید پاکستان ته په کتو دا په ډاګه شي چې له نړیوالې همکارۍ پرته له ترهګرۍ سره مبارزه څومره ستونزمنه ده.

د "دي ډيپلومات" وېبپاڼې د راپور له مخې، له هغه راهيسې چې طالبانو واک په لاس کې اخيستی، په پاکستان کې ترهګريز بريدونه په چټکۍ سره زيات شوي او په ۲۰۲۳م کال کې ۷۰ سلنه زيات شوي دي.

د نوموړي په وینا په دغو بریدونو کې ۹۷۴ کسان وژل شوي دي او شاوخوا ۱۳۵۰ کسان ټپیان شوي دي.

 

تر اوسه افغان طالبانو له تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي تروريستي ډلي سره کوم برخورد نه دی کړی. یا دا چې هغه وړتیا نه لري او یا دا چې غواړي پر خپل ګاونډي هیواد پاکستان فشار راوړي. خو د روتیګ په وینا د ډېرو ګاونډیو هېوادونو اصلي هدف له افغانستان سره همکاري ده.

اقتصادي همکارۍ

د طالبانو او ګاونډیو هیوادونو یو بل ته د نږدې کیدو د متقابلو هڅو بل اړخ اقتصادي ګټې دي. د کړکېچ د نړیوالې ډلې د څېړنو له مخې، په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته سوداګري په ځانګړې توګه د انرژۍ په برخه کې ورو ورو وده کوي.

په دې لړ کې د منځنۍ اسیا هېوادونه د نویو پېرودونکو په لټه کې دي، په داسې حال کې چې د سیمې په جنوب کې هېوادونه هڅه کوي خپل واردات زیات کړي.

خو د سوداګریزو اړیکو په لاره کې ډیر خنډونه پراته دي. د بشري حقونو د ناورین حالت سربیره، چې له پامه غورځول کیدی نشي، په افغانستان کې د قانوني ناڅرګندتیا یادونه اړینه ده. خو په اوږدمهال کې، هیله شته چې د کوچنیو کچو سوداګرۍ به بیا راژوندی شي، ترڅو عام خلک هم له ښه اقتصاد څخه برخمن شي.

بشري حقونه تر سخت فشار لاندې دي

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکولسن، له طالبانو سره د خبرو له پاره د ګاونډیو هېوادونو د هڅو هرکلی وکړ.

نوموړي په دې وروستیو کې په ټولنیزه شبکه "ایکس" (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې له ۴۵ کلنې جګړې وروسته دا بنسټيزه ده چې افغانستان له خپلو ګاونډیانو سره ښې اړیکې جوړې کړي. هغه زیاته کړه، د اروپايي اتحادیې له پاره، له طالبانو سره تر اړیکو مخکې، هغه مسایل دي چې باید ورته پام وشي لکه: د ښځو او نجونو د حقونو ساتنه، په ځانګړې توګه د زده کړې او کارموندنې په برخه کې باید ډیر پام وشي


البته دا لا هم څرګنده نه ده چې د دیپلوماتیکو اړیکو جوړول به د بشري حقونو پر وضعیت څه مثبت اغیز ولري. توماس روتیګ وویل: «بې له شکه د طالبانو، روسیې، چین او د سیمې د نورو هېوادونو له پاره بشري حقونه لومړیتوب نه لري. له همدې امله، د غربي هېوادونو په پرتله له طالبانو سره اړیکه نیول د هغوی له پاره اسانه دي.».

نقطه عطف تاریخی
پس از سقوط اتحاد شوروی در سال ۱۹۹۱، دنیا برای مدتی حول محور اصول و ارزش های یک نظم لیبرال متحد شد که خصوصیت آن سلطه آمریکا، گسترش اقتصاد بازار و دموکراسی بود. ۱۱ سپتامبر ۲۰۰۱ به شدت این توهم را از بین برد: القاعده با هدف قرار دادن ایالات متحده در خاک خودش، دور از دسترس و آسیب ناپذیر بودن مفروض ابرقدرت ها از تعرض را درهم شکست. نه ایالات متحده و نه نظم لیبرال نمی توانستند واقعا موقعیت خود را ترمیم کنند. شمارش معکوس آغاز شده بود.

بخش اول: وسوسه سلاح
در طی پانزده سال، تعداد درگیری ها (خشونت مسلحانه دولتی و غیر دولتی) دو برابر شده است. در سال ۲۰۲۲، هزینه‌های نظامی در جهان که ۲.۲۴ تریلیون دلار تخمین زده شد، برای هشتمین سال متوالی افزایش یافت. با افزایش بحران‌های بین‌المللی، توسل به جنگ، گاه با نگاه موافق رسانه‌ها، امری عادی می‌شود.


اوکراین، ادامه جنگ به هر قیمتی
در حالی که منطق جنگ همچنان حاکم است، روسیه به دنبال محروم کردن اوکراین از هرگونه ارزش استراتژیک است. چشم انداز الحاق مناطق جدید توسط مسکو، امید به آتش بس از طریق مذاکره بین دو طرف را کاهش می دهد. به نوبه خود، متحدان غربی کی‌یف در مورد اهداف خود دچار سردرگمی هستند و راهی برای خروج از بحران ندارند.


درگیری مرگبار در خاور نزدیک
در طول دهه های گذشته، در نبود صلحی پایدار، روابط بین اسرائیلی ها و فلسطینیان بر مبنای حفظ وضعیت موجود بوده است. عواقب جنگ غزه و بروز تنش ها در ساحل غربی رود اردن و بیت المقدس شرقی، نشانگر دورانی از درگیری های پی درپی و بیش از پیش وخیم است.

چگونگی آموزش صلح
در سال ۱۹۸۳، درحالی که جنگ سرد و تهدید هسته ای ادامه داشت، نهاد آموزشی، علمی و فرهنگی سازمان ملل متحد (Unesco) در پاریس کنفرانسی درباره «آموزش حقوق بشر و آزادی های اساسی جهت پرورش روحیه مساعد برای تقویت امنیت و خلع سلاح» برگزار کرد.

فنلاند و سوئد، گسستن از آرمان شمالی
ولادیمیر پوتین، رئیس جمهوری روسیه با حمله به اوکراین برای ممانعت از پیوستن آن به پیمان اتلانتیک شمالی «ناتو»، سوئد و فنلاند را به سوی این سازمان راند. ترک بی طرفی این دو کشور، که تا همین ۶ ماه پیش مورد تأیید مردم بود، آنها را وادار به چشم پوشی از چیزی کرد که بخشی از هویتشان بود.

پشت کردن توکیو به صلح‌طلبی تاریخی اش
دولت ژاپن اخیرا راه را برای شرکت در عملیات تهاجمی احتمالی در خارج از مرزهای خود هموار کرده است. دکترین جدید آن چین را یک «رقیب استراتژیک» وکره شمالی و روسیه را دشمن تلقی می کند. این نظامی‌سازی فزاینده در افکار عمومی ژاپن تردیدهایی را ایجاد کرده است و می تواند موجب نگرانی همسایگان و شرکای اقتصادی این مجمع الجزایر شود.


ازدواج جنگ و فضیلت
قدرت‌های بزرگ اغلب جاه‌طلبی‌های استراتژیک خود را پشت ملاحظات فضیلت‌آمیز جهانشمول می‌پوشانند: حقوق مردم، دفاع از آزادی، تمدن. در دوران اخیر، ارزش های چپ داوطلبانه خود را در خدمت اهداف استراتژیک غرب قرار داده اند.

بخش دوم: مانورهای قدرت های بزرگ
چین، که مدت‌ها غرب با شفقت از انتقال فناوری به آن اکراه نداشت، اکنون قدرت آمریکا را به چالش می‌کشد. واشنگتن و متحدان اروپایی اش بدون هیچ استراتژی واقعی، فقط با تکیه به امتیازات به دست آمده ، در حال سخت کردن موضع خود و بلند کردن صدایشان هستند. فرانسه که به طور فزاینده‌ای وابسته به چین است، بر حسب تحولات موضع می گیرد.

چرا ابرقدرتها جنگ می کنند
اگر گفتمان مسلط را باور کنید، سیاست خارجی غربی عبارت است از صدور دموکراسیِ لیبرال و قانون به بقیه کشورهای جهان. درحالی که همان طوری که جان مرشایمر نظریه پرداز عمده ی واقع گرایی در روابط بین المللی توضیخ می دهد، مناسبات مابین قدرت ها بیش از اینکه از ایده آل ها تبعیت کند، از ملاحظات راهبردی پیروی میکند.


واشنگتن و پکن با آتش بازی می کنند
خانم نانسی پلوسی، سومین مقام حکومت آمریکا، از سفر به تایوان در آغاز ماه اوت چه هدفی داشت؟ آیا فقط درپی انجام تبلیغات بود ؟ یا می خواست پکن را تحریک و آقای جوزف بایدن و دولتش را وادار به تسریع در انجام تغییر تاریخی سیاست ایالات متحده کند ؟ سیاست جدیدی که ترکیبی از شناسایی «چین واحد» و نوعی حمایت از تایوان است.


باشگاه «پنج» علیه چین
اگرچه شبکه گسترده سرویس های اطلاعاتی آمریکا به ویژه توسط ادوارد اسنودن (در تبعید) یا جولین آسانژ (در زندان)، فاش شد اما به نظر می رسد که هیچ کس از اتحاد پنج غول جاسوسی: ایالات متحده، بریتانیا، کانادا، استرالیا و نیوزلند نگران باشد. «پنج چشم»( five eyes) که پس از جنگ جهانی دوم متولد شد ، جوانی جدیدی را تجربه می کند.


حاکمیت نایافتنی اروپا
سال ها است که امانوئل ماکرون، رییس جمهوری فرانسه از یک «حاکمیت اروپایی» مبهم سخن می گوید. جنگ اوکراین می تواند به نفع این ایده عمل کند چون، برای نخستین بار در تاریخ خود، بروکسل از یک کشور ثالث حمایت نظامی می کند. اما اگر عقربه قطب نمای راهبردی آن همچنان مسیر واشنگتن را نشان دهد، این امر چه سودی خواهد داشت؟

پشت کردن فرانسه به نقش تاریخی اش
در ۲۳ اکتبر ۱۹۹۶، فردای درگیری معروف ژاک شیراک با پلیس اسرائیل در اورشلیم، او با یاسر عرفات رهبر فلسطین در غزه ملاقات کرد. دو رئیس جمهور در مقابل جمعیتی مشتاق، کلنگ ایجاد خیابانی بنام شارل دوگل را برزمین کوبیدند. یک دهه بعد، در آوریل ۲۰۰۷، رئیس جدید تشکیلات خودگردان فلسطین، آقای محمود عباس، در پاریس بود و از افتتاح خیابان ژاک شیراک در رام الله خبر داد. اما هرگز خیابانی بنام امانوئل مکرون در نابلس وجود نخواهد داشت. رئیس جمهور فرانسه در کشورهای عربی منفور است: زمانی که ساکنان تونس یا بیروت برای اعتراض به واکنش اسرائیل به حملات حماس و متحدانش در ۷ اکتبر به خیابان ها می آیند، در مقابل سفارت فرانسه است که گرد می آیند و شعار «مکرون جنایتکار» سر می دهند.


بخش سوم: جنوب بر می خیزد
در حالی که قدرت های بزرگ درگیر رقابت با یکدیگرند، کشورهای «بقیه جهان» به دنبال رهایی خود از بندهای قدیمی هستند. احساس تحمیل «استانداردهای دوگانه» از سوی غربی‌ها (تحریم‌های خودسرانه، جنگ‌های بشردوستانه) به تلاش برای جستجوی نظم بین‌المللی متعادل‌تری دامن می‌زند، نطمی که در آن همه سهم خود را پس‌زمینه رقابت قدرت های بزرگ برای منابع بدست آورند.


میدان داری «جهان جنوب»
چه کسی در قرن بیست و یکم امور جهان را رهبری خواهد کرد ؟ غرب و به ویژه ایالات متحده آمریکا که از پایان جنگ جهانی دوم موقعیت غالبی را اشغال کرده است یا کشورهای جنوب، و در راس آنها چین و هند ؟ در پایان ماه اوت اجلاس بریکس (برزیل، روسیه، هند، چین، آفریقای جنوبی) با تصمیم برای پذیرش شش عضو جدید، تمایل کشورهای نوظهور را برای تلاش در جهت سازماندهی مجدد نظام بین‌المللی نمایان کرد. گام بزرگی در ایجاد توازن مجدد جهانی که لازمه آن برداشتن قدم های دیگری است.

پکن، منجی صلح در خلیج فارس ؟
پس از هفت سال نزاع ، ریاض و تهران روابط دیپلماتیک خود را از سر گرفتند. چین به لطف میانجیگری موفق خود، نقش یک بازیگر اصلی در روابط بین‌الملل را بر عهده می‌گیرد و نشان می‌دهد که ایالات متحده دیگر انحصار نفوذ در خاورمیانه را ندارد. باید دید آیا عربستان سعودی و ایران می توانند بر اختلافات متعدد خود فائق آیند.


قطعات پراکنده جورچين جغرافياي سياسي ( پازل ژئوپولتيک)
در اين جهان چند قطبي شده، بازيگران بسياري مي توانند در عين حال هم متحد و هم مخالف يکديگر باشند. اين چنين است که چين و روسيه – هردو عضو BRIC و سازمان همکاري شانگهاي – به گفتمان ضد تروريستي واشنگتن مي پيوندند... و آنهم با حفظ ارتباطاتشان با ايران. پکن در همان حال که با خريد اوراق قرضه خزانه فدرال، تضمين کننده دلار است، هم امکان پيدايش يک پول آسيائي را مطرح مي کند وهم بر ثابت ماندن قيمت يوان در مقابل دلار تاکيد دارد. برازيليا روابط ديپلماتيک خوبي هم با واشنگتن دارد و هم با هاوانا ، و درضمن از برنامه اتمي غير نظامي ايران نيز دفاع مي کند. هوگو چاوز که در کشور خود بنام لائيسيته با سلسله مراتب کليساي کاتوليک مبارزه مي کند در کنار رژيم تئوکراتيک آقاي احمدي نژاد قرار مي گيرد. اوا مورالس بوليويائي که دوست نزديک لويزايناسو لولا داسيلوا است از نقش گروه بيست انتقاد مي کند که در آن برزيل به دنبال بازي خويش است.

چشم و همچشمی برای اعمال نفوذ در آفریقا
چهارمین نشست سران کشورهای آفریقایی و عرب بی آنکه توجه چندانی برانگیزد، در روزهای ۲۳ و ۲۴ نوامبر ۲۰۱۶ در ”مالابو“ در گینه استوایی، برگزار گردید. دیدار سران آفریقایی ـ عرب، از یک سو گویای علاقه فزاینده کشورهای خلیج [فارس] به افریقا و، از سوی دیگر، نمایانگر تمایل کشورهای این قاره به متنوع ساختن شرکای خود است. کشورهای جنوب ”صحرا“ نقش نوی از جایگاه خویش در ژئوپولیتیک جهان می نگارند، که تا پیش از این دیگران برای آنها ترسیم می کردند.


در آمریکای لاتین، غیر متعهد ها در خدمت صلح قدم بر می‌دارند
لوئیز ایناسیو لولا داسیلوا، رئیس جمهور برزیل در ۱۴ آوریل در پکن، در جریان یک سفر دولتی گفت: «ایالات متحده باید تشویق به جنگ را متوقف کند و در مورد صلح صحبت کند». در شرایطی که بسیاری از کشورهای آمریکای لاتین به دنبال خلاصی از هژمونی واشنگتن هستند، چنین موضعی در مورد مناقشه اوکراین ارزشی نمادین دارد.


وقتی «جنوب» از پیروی از «غرب» در اوکراین خودداری می کند
به خلاف اکثر کشورهای غربی، در رأس آنها ایالات متحده، کشورهای «جنوب» نسبت به درگیری مسلحانه مسکو با کی یف موضعی محتاط درپیش گرفته اند. رفتار کشورهای سلطنتی و امیرنشین خلیج [فارس]، که متحد واشنگتن نیز هستند، نمونه این خودداری از پیروی از غرب است. آنها درعین حال هم از اشغال اوکراین و هم از تحریم ها علیه روسیه انتقاد می کنند. به این ترتیب دنیایی چند قطبی سربرمی آورد که به رغم اختلاف های ایدیولوژیک، در آن منافع حکومت ها است که حرف اول را می زند.


بخش چهارم: نظم بین المللی نوینی که باید ساخته شود
توازن بین المللی ایجاد شده بر روی آوارهای جنگ جهانی دوم بر اساس توافق قدرت های بزرگ بود. تشدید تنش بین آنها طی بیست سال گذشته، نهادهای جهانی را تضعیف کرده و جهان را با تهدید جنگ و هرج و مرج جنایتکارانه مواجه کرده است.تنها تعریفی جدید از قواعد بازی، می تواند خشونت را مهار کند و پاسخ به چالش های جهانی (همه گیری، اقلیمی و غیره) را ممکن سازد.

نظم بین الملل پایمال قدرت های بزرگ
ایالات متحده، با پشت پا زدن به قطعنامه های سازمان ملل متحد درباره ”اورشلیم“ خطر عمده ای را آشکار ساخت که ژئوپولیتیک کنونی در بردارد: تضعیف بنیادهای حقانیت بین المللی، که در سال ۱۹۴۵ از بطن نوعی ایده تمدن پدید آمده بود. هرچند با پایان یافتن جنگ سرد فرصتی برای تصریح مجدد قاعده ای مشترک فراهم آمد، اما کشورهای غربی با پیش راندن مزایای خویش سرمشق بدی به دیگران دادند.

ضرورت بی طرفی صلیب سرخ، بخاطر اجتناب ناپذیر بودن جنگ
صلیب سرخ، سازمان بنیانگذاری شده توسط هانری دونان، با بحران های متعددی رودررو است. در بهار ۱۹۸۶، این سازمان درحالی که درگیر تنش های داخلی بود، اعلام کرد که به قصد انجام صرفه جویی های شدید، ۱۸۰۰ تن از کارکنان خود را اخراج می کند. از آن پس، این سازمان باید خود را فقط بر روی انجام کارهای مورد نظر بنیانگذار خود متمرکز کند و حافظ حقوق بشر بین المللی در درگیری های مسلحانه باشد.

نیاز سازمان ملل متحد به اصلاحات
با جنگ اوکراین و بروز بحران انسانی در غزه از اکتبر ۲۰۲۳، با فلج شدگی سازمان ملل متحد، تهدیدی موجودیتی بر آن سنگینی می کند. آیا این سازمان می تواند خود را اصلاح نموده و درحالی که قدرت های بزرگ در پاسخگویی به بحران های حاد دچار تفرقه اند، مردم کشورهای بیشتری را نمایندگی کند ؟

زیاتې مقالې …