اجرایوي فرمانونه څه دي؟ هغه ځواکمنه وسیله چې د امریکا ولسمشران یې کاروي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په امریکا کې اجرائیوي فرمانونه د دغه هېواد د هر ولسمشر لپاره یوه وسیله ده چې غواړي په مرسته یې د حکومت پر تګلارو خپل اغېز وساتي.

داسې ښکاري چې ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له ورتګ سره پرته له دې چې خپل وخت ضایع کړي، پر ځینو فرمانونو کار کوي.

تمه ده ټرمپ به دوه سوه فرمانونه لاسلیکوي، چې په کې یو لړ اجرائیوي حکمونه هم شته او د قانون له مخې باید ترسره شي. ځینې نور یې بیا د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا خبرپاڼې او لارښوونې دي.

ښاغلي ټرمپ هم د ځینو ځانګړو فرمانونو ژمنه کړې وه. لکه د مصنوعي ځیرکتیا پروګرامونو جوړول او د کارونې ډېرول، د حکومتي چارو د ښه کولو ادارې جوړول، په ۱۹۶۳ کال کې د امریکا د پخواني ولسمشر جان اېف کینیډي د وژنې په تړاو د ځینو سندونو وړاندې کول، له پوځه غوښتل چې د (وسپنیز ډال) په نوم ځانګړې او ځواکمن دفاعي توغندي جوړ کړي او بل دا چې له پوځه د ټولګډونه کولو او مساواتو تګلارې لرې کړي.

ډونلډ ټرمپ د ولسمشر په توګه په خپله لومړۍ دوره کې ۲۲۰ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړي وو، چې ځینې یې په محکمو کې وننګول شول.

اجرائیوي فرمان څه شی دی؟
دا د ولسمشر لخوا فدرالي حکومت ته صادر شوی لیکلی حکم دی، چې د کانګرېس تصویب ته اړتیا نه لري.

فرمانونه د تګلارو له ډراماتیکو بدلونونو نیولې، لکه په ۲۰۱۷ کال کې د تېلو د دوو سختو لانجمنو نل لیکو جوړولو لپاره د ټرمپ له تصویبه بیا تر عامو ورځنیو چارو لکه د ۲۰۱۵ کال د کرېسمس په ماښام د نیمې ورځې لپاره د حکومتي څانګو تړلو په تړاو د بارک اوباما لارښوونې په څېر چارو په اړه هم صادریږي.

په امریکا کې د فرمانونو د صادرولو د واک په تړاو جزئیات د دغه هېواد د اساسي قانون په دویمه ماده کې راغلي چې وایي: " د فرمانونو اجرائیوي واک د امریکا له ولسمشر سره دی."

ولې ولسمشران دا فرمانونه صادروي؟

د عکس تشریح،د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۲۰مه، بایډن یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د ۲۰۱۵ کال د پاریس اقلیمي تړون سره د بیا یوځای کېدو بهیر پیل کړ.
ځینې وختونه دا فرمانونه د جګړې پر مهال یا د کورني ناورین د مخنیوي لپاره ورکول کېږي. د ۱۹۴۲ کال په فبرورۍ کې، ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ چې د شاوخوا ۱۲۰،۰۰۰ جاپاني امریکایانو لپاره د توقیف مرکزونو د جوړولو لامل شو.

په ۱۹۵۲ کال کې ولسمشر هري ټرومن د اعتصاب او لاریونونو د مخنیوي لپاره یو فرمان صادر کړ او د فولادو صنعت یې د حکومت تر واک لاندې راوست.

د ۲۰۲۱ کال د جنوري پر ۲۰مه، د خپل کار په لومړۍ ورځ، بایډن یو فرمان لاسلیک کړ ، چې له مخې یې د ۲۰۱۵ کال د پاریس اقلیمي تړون سره د بیا یوځای کېدو بهیر پیل کړ. تر هغه مخکېني ولسمشر ټرمپ له دغه بهیره په رسمي ډول وتلی و.

څوک یې ړنګولی شي؟
یو اجرایوي حکم باید د قانون په حدودو کې وي، په نظري توګه ، هر یو یې "د قانوني سلاکار دفتر لخوا د بڼې او قانونیت له پلوه بیاکتل کېږي." خو دا تل نه پېښېږي.

که یو فرمان د منلو له کرښو بهر وګڼل شي، دا د قانوني بیاکتنې وړ ګرځي.

کانګرېس هم کولی شي د اجرائیوي حکم د لغوه کولو لپاره قانون تصویب کړي، خو ولسمشر لاهم د دې قانون په اړه د ویټو حق لري.

ولې له سیاسي پلوه حساس دي؟
اجرائیوي فرمانونه جنجالي دي، ځکه د کانګرېس له تصویبه نه تېرېږي، ولسمشر ته اجازه ورکوي چې په خپله عمل وکړي. جمهوريپالو په بریالیتوب، د اوباما د ۲۰۱۰ کال د روغتیا پاملرنې بدلونونو په تړاو د یوې برخې په اړه شکایت وکړ، دوی استدلال کاوه چې د بیمې پوښښ د وروستي او یو اړخیز ځنډولو په تړاو له اساسي قانونه تېری شوی.

د ځینو اکثریت مسلمانو هېوادونو په اړه د ټرمپ د سفر بندیز خورا لانجمن و، چې بایډن سپینې ماڼۍ ته له ننوتلو سره پای ته ورساوه.

ښايي ولسمشر هغه وخت هم فرمان صادر کړي کله چې، د کانګرېس غړي ډېر ورو عمل وکړي یا هم کله چې ولسمشر احساس کړي د یوه نوي قانون جزئیات روښانېده غواړي.

اجرائیوي حکمونه څو ځله صادرېږي؟

د عکس تشریح،ټرمپ د دویمې دورې لپاره بېرته له راستنېدو مخکې، ژمنه کړې چې د کډوالۍ او د چاپېریال او د جنسیت بدلوونکو حقونو مسلو په اړه به ګامونه پورته کړي.
فرانکلېن ډي روزوېلټ تر ټولو زیات فرمانونه صادر کړل. هغه د خپلې ۱۲ کلنې دورې په موده کې ۳،۷۲۱، فرمانونه، او ور پسې ووډرو وېلسن او کالوین کولیج په ترتیب سره ۱۸۰۳ او ۱۲۰۳ فرمانونه لاسلیکونه کړل. ټرمپ په خپله لومړۍ دوره کې ۲۲۰ اجرائیوي فرمانونه لاسلیک کړل.

د هغوی پرتله، جو بایډن ۱۶۰ اجرائیوي فرمانونه صادر کړل، او بارک اوباما او جورج ډبلیو بوش، چې دواړو یې دوه پرله پسې دورې ولسمشران و، په ترتیب سره ۲۷۷ او ۲۹۱ فرمانونه صادر کړل.

ایا نوی ولسمشر کولی شي د پخواني ولسمشر امرونه لغوه کړي؟
په وروستیو کې، ولسمشرانو په زیاتېدونکې توګه په خپلو اجرائیوي فرمانونو د مخکېني ولسمشر د فرمانونو د لغوه کولو لپاره کار اخیستی دی.

په ۲۰۱۷ کال کې، ټرمپ د (اوباما کېیر ) د امریکا روغتیايي اډانه کې بدلون له اجرائیوي فرمان سره پیل کړ.

بایډن د ټرمپ ادارې هغه بېړنۍ اعلامیه لغوه کړه چې د مکسیکو پولې په اوږدو کې د دیوال جوړولو لپاره بودیجه په کې ځانګړې شوې وه. پر ځینو اکثریت مسلمانو هېوادونو د سفر بندیز پای ته ورساوه.هغه امریکا د پاریس د اقلیم تړون ته بېرته ورستنه کړه.

ټرمپ د دویمې دورې لپاره بېرته له راستنېدو مخکې، ژمنه کړې چې د کډوالۍ او د چاپېریال او د جنسیت بدلوونکو ( هغوی چې پېژندنه یې له زېږېدو مهال جنسیت سره توپیر لري) حقونو مسلې پوښي.