د افغانانو په همت د پاکستان" ړنګېدو د مهال سنج چپه شمېر پیل شو
Rمحمدصفر خواریکښ
د افغانانو په همت
د پاکستان" ړنګېدو د مهال سنج چپه شمېر پیل شو
مخکې لدې چې د ”پاکستان” د تجزيې او ټوټه ټوټه کېدو په باب څه ولیکم، د دې جعلي هېواد د ناجايز زېـــږد د څرنګوالي او مخينې په با ب لنډ مالومات وړاندې کول اړین بولم.
د بریتانیا ښکيلاک د نورو ملکونو د شتمنیو لوټلو او ولسونو ایلولو په موخه له بېلابیلو تکتیکونو او فرېبونو کار اخلي. د هند د نيمې وچې د شتمنيو لوټلو او د خلکو ښکېلولو لپاره يې د سوادګرۍ په پلمه لومړی په ۱۶۰۸ز کې د شرق الهند بریتانوي کمپنی (British East Indian Company) هند ته ولېږله. دغه کمپنۍ څو کاله وروسته په ۱۶۱۳ز کال کې رسمي سوداګریز مرکزونه جوړ او ورو ورو یې سوداګري په سیاسي او پوځي واک بدله کړه. په ۱۸۵۸ز کال کې د شرق الهند کمپنۍ واک ختم او هند په مستقیمه توګه د بريتانيا تر استعمار لاندې شو. دغه مستقیم ښکیلاک تر ۱۹۴۷ز پورې شاوخوا ۱۹۰ کاله دوام درلود.
کله چې بريتانوي ښکیلالک له دویمې نړۍ والې جګړې وروسته نور د هند پر نیمې وچې د مستقیم ښکېلاک توان نه درلود او له هند وتلو ته اړ ایستل شو. نو ويې پتېیله له هرې لارې او په هر نیرنګ چې شونې وي، په سيمه کې خپل لاسپوڅی واک ته ورسوي ترڅې په راتلونکې کې د دوی نامشروع ګټې تأمین کړي. انګرېزانو د محمدعلی جناح په نوم لاس پوڅی چې لا د مخه يې په همدې موخه په بریتانیا کې روزلی و، د دې کار لپاره غوره کړ. په ۱۹۴۷ز کال کې د هند له نيمې وچې یې یوه برخه راجلا او د پښتنو او بلوڅو پلرنۍ جغرافيه یې ورسر پیوند او د ”پاکستان” په نوم یې يو جعلی هیواد جوړ کړ. خو دا ناجایز هېواد چې د پښتنو او بلوڅو د ارادې خلاف د ميلیوني هندي مسلمانانو، هندوانو او سیکانو او ان په اوسني ”پاکستان” بلوچستان او پښتونخواه کې میشت هندوانو او سیکانو د ارادې او نظر خلاف د انګرېزي ښکېلاک په اراده جوړ شو، له هماغه پیله یې په ځان کې د تجزیي پوتنسیل او تومنه درلوده.
د یادونې وړ ده چې د هند له نيمې وچې د ”پاکستان” په جعلي نوم د يوې ټوټې ځمکې بېلولو د داسې خونړي ناورین بڼه درلوده چې د تاريخ حافظه به يې هېر نکړای شي. د بېلوالي په دغه ناورين کې د سرحدي کرښي له اعلامېدو وروسته او د ویش له بشپړېدو مخکې، لږ تر لږه ۱۵ میلیونه وګړي مسلمانان له هند نه پاکستان ته او هندوان او سیکان له ”پاکستان” نه هند ته د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ ایستل شول، او له خپلو کورونو او شتمنیو تش لاسونه ووتل.
دا د بشریت په تاریخ کې تر ټولو ستره جبري او له زورزیاتي سره مل کډوالي وه. د ښځو او ماشومانو په ګډون له یو تر دوه میلیونو انسانان پکې ووژل شول، ژور انساني بحرانونه را منځته شول، کورنۍ سره جلا شوې، له هغو ځمکو او کورونو چې پکې زېږېدلي او ټول ژوند یې پکې تېر کړې وو، لاس ترغوږ ووتل او کلونه کلونه یې د کډوالو په پنډغالو کې ژوند تېر کړ. د دواړو لورو - مسلمانانو او هندوانو- ښځو او ماشومانو په دغه دهشت او بربریت کې سخت زیان ولید؛ جنسي ځورونې، تښتونې او له نورو سلګونو جنایتونو سره مخ شول. پر مذهبي کرکې او تاوتريخوالي سربېره د قومي او ژبني اختلافونو او شخړو تخمونه هماغه مهال د محمدعلي جناح په واکمنۍ کې کرل شوي او تر اوسه د پاکستان د پوځي ادارې او استبلیشمنت لخوا خړوبېږي او وده کوي.
د قومي، مذهبي دهشتونو او ژورو انساني بحرانونو تر څنګ، د اقتصادي زېرمو غېرعادلانه ویش هم ترسره شوی چې په اقتصاد او سوداګرۍ کې یې ستونزې رامنځته کړې دي. د اوبو د سرچينو پر سرلانجې؛ د سیمې مهم سیندونه لکه د سند سیند او ورسره نور ښاخونه يې د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې راغلل، د اوبو د حق پر سر اختلافات او لانجې رامنځته شوې چې تر کلونو یې دوام درلود او لا تراوسه هم حل ندي.
همدارنګه د اوږدمهاله پوځي او سياسي کړکېچونو په لړ کې له هند سره د کشمیر او افغانستان سره د ډېوريند د فرضي کرښې مسأله سترې سیاسي ستونزې دي، چې بریتانوي ښکېلاک په قصدي توګه په دې سیمه کې د همېشنیو لانجو په توګه پرېښي چې تر دې دمه د هند او ”پاکستان” ترمنځ د پنځو جګړو او له افغانستان سره وار وار د سرحدي شخړو لامل شوي دي.
دغه ټول او ورسره د دهشت، زورزیاتي، کډوالۍ او بې کورۍ ترخو خاطراتو د خلکو د حافظې تل کې ځای نیولي، چې اغېزې يې تر اوسه د دواړو هېوادونو په ټولنیزو او سیاسي اړيکو، ادبیاتو، سینما او آن د سپورت په ډګرونو کې نه یوازې په هند او ”پاکستان” کې لیدل کېږي؛ بلکې د پښتنو، بلوڅو او سنديانو داسې کرکه هم راپاروي چې ”پاکستان” د ړنګېدو او ټوټه ټوټه کېدو لار یې جوړه کړې ده. پدې لارې د تګ اسانتیاوې مېړنیو افغانانو د ”پاکستان” د وروستيو تېریو او پر ملکي وګړو د بمباریو په غچ اخیسونکي عملياتو کې برابرې او چټکې کړې.
اوس نو هغه وخت رارسېدلی دي چې په جعلي ”پاکستان” کې د پوځي ادارې او استبلیشمنت ټول مخالفين، بلوڅ آزادي غوښتونکي غورځنګ، پښتون ژغورنې غورځنګ، د پاکستان د طالبانو تحریک (پي ټي ټي)، بلوڅ بېلتونپالي، له میلوګانو پرته د عوامي نشنل پارتۍ قامپالي کسان، سیندي آزادي غوښتونکي او نور خواره واره لوی او کوچني ګوندونه او هغه کسان چې په "پاکستان" پوځ او ملېشو کې نوکران دي او وجدان یې یوذره پاتې او په بشپړه توګه له منځه نه وي تللی، د پوځي ادارې او استخباراتو د خپلسرو کړنو هدفي وژنو او زور زیاتی په خلاف په ګډه له یو سنګر نه د پوځي ادارې په وړاندې پاڅېږي او خپل حقونه ترلاسه کړي.
د ”پاکستان” لوړپوړي پوځي افسران له جنرال ضياءالحق نه تر پخپل سر مارشال عاصم پورې د اجرتي قاتلانو سرغنه دي. جنرال ضیاء د۱۹۷۰ز کال په سپتمبر کې چې د اردن پاچا ملک حسین په هېواد کې د خپل شاهي حکومت د راستنولو لپاره او د فلسطیني سازمانونو د خودمختارۍ د لغو کولو لپاره خشونت پیل کړې وو، جنرال ضياء د ”پاکستان” د کرايي پوځ د قومندان په توګه 25000 فلسطینیان په څو ورځو کې ووژل، چې د عربو په تاریخ کې دغه مياشت د «تور سپتمبر» په نوم یادېږي.
د اجرتي قاتل په توګه د ضیاءالحق د چړاو شدت دومره زیات وو چې د اسرائيلو یو بنسټ ايښودونکي موشي دایان وویل: «ملک حسین د پاکستان د پوځ ضیاءالحق په مرسته په اردن کې د فلسطیني اډو د له منځه وړلو لپاره ولېږه، بې شمېره ټول وژنه یې وکړه. په یوولس ورځو کې يې له هغو زیات فلسطینیان ووژل چې اسرائیل وکولای شي په راتلونکو شلو کلونو کې یې ووژني.»
دا دی اوس د ضياء خلف بې له کومې سوبې او فتحې مدام العمر مارشال عاصم هم د اسرائيلي صیهیونیستانو لپاره د «بلک واټر» په نقش کې د غزې د فلسطینیانو چړاو ته ګومارل شوی دی.
د ”پاکستان” له جوړېدو تر دې دمه او له ضياء تر عاصمه، ددغه هېواد د پوځ او استخباراتو ادارو کې د ديموکراسۍ ، قانونیت او عدالت ډېوې مړې دي. ددې ادارو او استبلیشمنت په قاموس کې د بشردوستۍ او عاطفې لغتونه نشته دی.
هغه عامل چې تر اوسه یې ”پاکستان” له دغه ټولو ناوړه کړنو؛ زورزیاتي او اداري او مالي فسادونو سره سره له ړنګېدو او تجزيې ژغورلی، نه د "پاکستاني" ټولنې انسجام او نه یې د حکومت تدابیر دي بلکې نړۍوالې ټولنې او په ځانګړې توګه لوېدیزو هېوادونو په مېخانيکي ډول په پښو ولاړ ساتلی دی.
اوس په نړۍواله کچه د ”پاکستان” حیثت او پرستيژ د دوه مخۍ او درواغو له امله سخت زیانمن شوی دی. او ټولې نړۍ ته لکه لمر روښانه ده چې ”پاکستان” د ترهګرو د روزونکو او صادرونکو ځاله ده. د نړۍ په هره څنډه او ګوښه کې چې د ترهګرۍ او دهشت کومه پېښه وشي د ترهګر د پښو پل هرومرو د ”پاکستان” د استخباراتو په اداره ورننوزي. پدې اړوند خورا زیات کره لاسوندونه شته خو د کلام د اوږودالي له امله ترې تېرېــږم. خو د حیثیت بایللو یو دوه مثالونه به یې د دوی د خپلو بادارانو او ولي نعمتانو له قوله ذکر کړم.
د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ د نوي کال په ورځ په ټويټ کې ولیکل: «دا هېواد (پاکستان) امریکا ته له «درواغو او فرېب» پرته بل څه نه ورکوي او په ۲۰۰۳ کال کې د ۳۳ میلیاردو ډالرو مرستې بدل کې یې د ترهګرو لپاره «خوندي پټنځای» جوړ کړی دی.»
همدارنګه د ملګرو ملتو سازمان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني سفیر زلمي خلیلزاد د پاکستان لپاره د بشپړې انزوا سیاست غوښتنه وکړه، ويې ویل: «که پاکستان له رادیکالېزم او افراطیت له ملاتړ لاس وانخلي، د امريکا متحده ایالتونه باید دې هېواد ته خپلې ټولې مرستې بندې کړي...»
هغه لاملونه چې د دغه جعلي هېواد د ټوټه ټوټه کېدو او ړنګېدو لاره اواروي:
سیاسي زور زیاتی او استبداد
د زور زیاتي له لارې واک چلول او ساتل، د اپوزېسیون ګواښل او ځپل. د عدالت نشتون، له عام ولس سره د ”پاکستان” استخبارتي اداری (آی.اس.آی.)، پوځیانو او ملېشو د مفسدینو لخوا د زورزیاتي چلن، او په درواغجنو تورونو د سیاسي مخالفینو بدنامول، بنديانول د مرګ تر پولې شکنجه کول او استخباراتي اجیرانو په وسیله ترور کول، لکه د ګیله من وزیر، عارف وزير، ارمان لوڼي، ستر ديني عالم مولوي منیر شاکر بونیری او مولانا خانزیب غوندې په ولس او قام مئينو شخصیتونو هدفي وژنې.
نو کله چې واک یوازې د یوې ډلې وي. ټولټاکنو کې ټګي او برګي وشي يا د ټاکنو پايلې ته غاړه کېنښودل شي، لکه په ۱۹۷۳ز کې د ذوالفقار علي بوتو د صدارت په مهال چې شیخ مجیب الرحمان په غوڅ اکثریت ټاکنې ګټلې وې، خو علي بوتو و نه منلې چې د جګړې او د”پاکستان” د تجزيي لامل شو او د بنګله دېش په نوم نوې هېواد له ”پاکستان” نه جلا شو.
د قومي او مذهبي بې اتفاقیو او زیاتوالی
که يو قوم د محرومیت احساس وکړي او یا مذهب د سیاست وسیله شي. د سني او شیعه او نورو مذهبي ډلو تر منځ نفاق اچول، له یو بل سره دوښمنول، لکه د ”پاکستان” پلندر پلار بریتانوي ښکېلاک چې په افغانستان کې له دغه شیطاني چلن کار اخیست.
”پاکستان” له خپل ناجایز زېـــږد راهیسې تر اوسه هم له مذهب نه د سیاسي وسیلې په توګه ناوړه ګټنه کوي. دا پخپله د بېلتون غوښتنې غورځنګونه رامنځته کوي او د تجزیې لپاره یو غښتلی لامل ګرځي.
کمزوری امنيتي نظام
د فعالو وسله والو ډلو شتون چې د بريدونو له امله یې حکومتي ادارې او ان پوځي مرکزونه او د پولیسو تاڼې خوندي ندي، د پاکستاني طالبانو تحریک، د بلوڅ آزادي غوښتونکو او ... پیاوړې وسله والې ډلې اوسمهال په پراخه پیمانه له بلوچستانه تر باجوړ، تیرا، وزیرستان، پېښور او ان کراچۍ او لاهور پورې دغه راز برېدونه تر سره کوي.
اقتصادي کمزورتیا او بهرني پورونه.
د ”پاکستان” اقتصاد له سخت مالي بحران سره مخامخ دی. د خلکو بېکاري، د بيو لوړوالی، انفلاسیون او د ملي کرنسۍ ټيټوالی او بې ارزښته کېدل ـ دا مهال د پاکستان پنځه روپۍ د افغانستان یوه افغانۍ ارښت لري او حکومت یې په پورونو چلېږي، چې تر اوسه یې څو ځله پر پخوانیو پورونو سربېره له نړۍ وال وجهي صندوق نه پور اخیستی او حکومتي مشران یې له صدراعظم شهباز شریف نه تر مریم نواز پورې د ګدايي کچکولونه په غاړه له بهرنیو ملکونو پورونه غواړي؛ چې شهباز یې په زاریو او سوالونو ، مریم نواز یې په کرشمو او نازونو.
پوځي او استخباراتي واک.
په "پاکستان" کې پوځ او استخباراتو واک قبضه کړی او نه یوازې داچې ډېر ځواکمن دي بلکې سخت بېرحمه او ظالم هم دي. پوځ او څارګره اداره آی.اس.آی. پر حکومتونو ژور اغېز لري، په سیاست کې لاسوهنه کوي. په رسنیو فشار راوړي. ژورنالېستان په پېسو اخلي. او کوم ژورنالیستان او سیاستوال چې پر خپلو ګټو ملي ګټې غوره ګڼي او له خپل قوم او ولس سره خيانت نکوي، ځان او وجدان نه پلوري ګواښوي، بنديانوي يې او يا یې پټ او ښکاره وژني. نو ځکه ولسونه ”پاکستان” ولسواک نه بولي بلکې د نابالغه سیاسي رنډۍ په نظر ورته ګوري.
نا ريښتینی بهر سیاست.
د "پاکستان" استبلیشمنت هغه سیاسې ګدۍ ده چې په بهرني سیاست کې هم لکه د هیرامنډيي رنډۍ رنګین مزاجه ده او په اړیکو کې دوه مخې، نارښتينې او مقطعي خاصیت لري.
دا رنډۍ د خپلې پېشې او اندېشې پر بنیاد په یومهال څو یارانو ته د وفادارۍ ژمنې ورکوي. دغه راز له ټګۍ او فریب ډک سیاست یې ماته د یوې رنګین مزاجې نجلۍ کیسه چې له یو سپین ږیري نه مې اورېدلې وه را تداعي کړه.
کیسه داسې وه: «یو وخت یوې کلیوالې نجلۍ څو یاران درلودل، چې هر يو ته يې په پټو لیدنو کتنو کې د لاس له ګوتې تار تاو کړی وو. کله به چې په کلي کې د کوم کلیوال واده وو، په وراو کې به دې رنګین مزاجې نجلۍ مسته چمبه وهله او ورسره غبرګ به یې دا سروکی په لوړ غږ وایه: «د تار یاره ستا يمه!» د دې سروکي په اورېدو سره به ټولو هغو یارانو چې تار یې ورته له ګوتې تاو کړې وو ،غاړه تازه کړه او موسکی به شو چې څومره لېونۍ مینه ورسره لري چې په ودونو او وراو کې یې په سندرو کې هم یادوي.»
"پاکستان" کټ مټ د همدغې رنګين مزاجې لوفرې په څېر هم د امریکا متحدو ایالتونو ګوتې ته تاري کړۍ اچولې ده او هم د چين ولسي جمهوریت ته، د امريکا په مالي ملاتړ ترهګر روزي او چينایي انجینران پې وژني، یرغملوي یې بیانو د عاملينو د پېدا کولو او له منځه وړلو په نوم له اړوند هېواد شوکه کوي. هم د عربي شېخانو لنګې غواوې د اسلام په نوم لوشي او هم د اسرائيلو لپاره د بلک واټر په توګه په غزه کې فلسطینیان بې وسلې کوي. نور نړۍ والو ته دغه د دوه مخۍ او په اړيکو کې د ټګۍ او برګۍ کړنلار او ددې سیاسي رنډۍ کرغېړنه څېره رسوا او بې اعتباره شوې ده. چین ته د نږدې والي له امله يې د لویدیزو هېوادو حساسیت پارولی دی چې خپلو ګټو ته د ګواښ په سترګو ورته ګوري.
”پاکستان” د ترهګرۍ په پلمه د افغانستان د طالبانو خلاف جګړه کې د امريکا د نړۍخور امپريالېزم د یرغلګر پوځ تر څنګ درېـــږي، خپله خاوره د افغانستان په خلاف د امریکا په اختیار کې ورکوي.
په لنډ بیان په ”پاکستان” کې سخت او له کنترول وتلي د نني اختلافات، سیاسي بندیانولو، پر پوځ د نیوکو او ولسي اعتراضونو زیاتوالي، کمزوري اقتصاد، د بلوچستان ناارامیو، د پاکستاني طالبانو بريدونو او د ملکي وګړو په وړاندې د پوځ زور زياتي د پاکستان سیاست سخت بې ثباته کړی او نړۍ وال حیثیت یې بایللی دی. دا ټول دا مهال د ”پاکستان” د ادارې يا زموږ د لرو پښتنو ورونو په ګړنه «استبلیشمنت» یا ددې کرښو د لیکوال په قول «لوليتا» په څڼو کې د مني مړاوي ګلونه؛ داخلي اختلافات، اقتصادي کمزورتیا، د بلوچستان دآزادي غوښتونو وسلوالو، د پاکستان د طالبانو تحریک (پي ټي ټي) بريدونه. همدارنګه د منظور پښتين په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ( پي ټي ام) او د پخواني منتخب صدراعظم عمران خان د پاکستان تحریک انصاف(پي.ټي.آی)سره شدید مخالفتونه لیدل کېږي چې له امله به يې "پاکستان" ړنګ او ټوټه ټوټه شي.
د پورتنيو لاملونو او حقیقتونو په پام کې نیولو په ټینګار سره بیا وایم چې له بل هر مهال نه زیات د ”پاکستان” د ټوټوټه کېدو، د استبلیشمنت د ړنګېدو ـ د سیمې له بدن نه د سرطان د دې ناسور دانې د غوڅولو او د تاريخ ډېران ته د غورځولو وخت رارسېدلی دی. د دې مهالسنج د چپه شمېر لپاره ګړۍ د افغان اتلانو د غچ اخیستونکي عملیاتو په همت کوک شوه.
ددې ګړۍ د ښه چلېدو په هيله!