ولي الله ملکزی
د څلور نیم میلیونه نفوس په درلودلو سره، لاس انجلس له نیویارک څخه وروسته د امریکا د متحدو ایالتونو دوهم او د کلېفورنیا لومړنی ستر ښار دی. البته که د نښتو وړو ښارګوټو وګړي ورسره وشمارل شي چې ميټرو پالټن بلل کېږي، نو بیا یې نفوس لس نیم میلیونو ته رسي. د لاس انجلس ښار د ۲۰۲۴م کال بودیجه دیارلس میلیارده ډالره وه چې د افغانستان له ټولې کلنۍ بوديجې څخه څلور چنده زیاته ده.
د متحدو ایالتونو څلورم مصروف ترین هوايي ډګر (LAX) په لاس انجلس کې دی چې تیرکال ۷۵ میلیونه بهرنیو او کورنیو مسافرو له دې لارې تګ راتګ کړیدی. دې ښار ته هره ورځ په منځي ډول، پنځه میلیونه خلک د کار، سیاحت او سود سودا لپاره راځي او د شپې بېرته کورونو ته ستنیږي. د کلېفورنیا ایالت چې مجموعي نفوس یې ۳۹ میلیونه دی، ۵۸ ولسوالۍ لري او د لاس انجلس ولسوالي یې ترټولو ګڼ نفوسه ده. کلېفورنیا د امریکا، چین، جرمني او جاپان پسې د نړۍ پنځم اقتصادي ځواک او د اېپل، ګوګل، فېسبوک، اکس، مایکرو سافټ او د ګڼ شمېر رسنیو او ټکنالوژیو کوربه ایالت دی.
د لاس انجلس په دنګو غونډیو او شنو درو کې د سې شنبې په ورځ (جنوري ۷) لګیدلي اور، تر دې ګړۍ ۳۶ زره اېکړه (۷۰ زره جریبه) مځکه پخپلو لمبو کې ایره ایره کړېده. د LA Times، الجزیرې او نورو سیمه ایزو چېنلونو د معلوماتو له مخې، تر اوسه ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، څه باندې لس زره کورونه او ودانۍ پوره یا نیمايي سوځیدلې او له یولک او ۵۵ زرو څخه زیات خلک بې کوره شويدي. برېښنا پرې شوې، مکتبونه، دفترونه، بانکونه او روغتیايي کلېنیکونه په کنډوالو بدل شوي او خلک د سپورتي لوبو په مرکزونو کې ځای په ځای شویدي. تر ټولو زیاته زیانمنه سیمه Palisades او بله د Malibu ساحلي ښارګوټې دی چې د آرام سمندر د رڼو او مالګینو په اوبو په غاړې پروت دی.
لاس انجلس یوه هسپانوي کلمه ده چې د ملائکو د ښار په معنا ده، خو دلته د شېطانانو هم ښه پرېماني ده. څو کاله وړاندې، زه او زما درې قدرمند دوستان، ارواښاد ډاکټر نبي مصداق، ډاکټر عبېدالله برهاني او قمرالدین جبارخېل د څه وخت لپاره موږ څلورو واړو د همدې ښار اړونده یوکالج کې درس ورکولو او ډېرې خاطرې مو ورسره تړلې دي. دا ښار د رڼاګانو، ځلاګانو، حلالو رستورانونو او د شنو پارکونو ټاټوبی دی. د یوې اقتصادي سرچینې د اټکل پربسنټ، که همدا شېبه اور مړ شي، نو اوښتی زیان به لږ تر لږه ۱۵۳ میلیارده ډالره وي چې د دې ایالت په تاریخ کې بېسارې دی.
د لاس انجلس په ولسوالۍ کې د مسلمانانو شمېر درې لکه اتیا زره ښودل شوې او دلته له پنځوسو څخه زیات جوماتونه آباد دي. همدا شان دلته ۴۶ کالجونه او۳۰ دولتي او خصوصي پوهنتونونه شتون لري چې UC LA یې نړیوال شهرت لري. د هالېووډ فلمي سټوډیو چې یوازې په ۲۰۲۳م کال کې یې ۱۳۰۰ سېنمايي او ټلویزیوني فلمونه جوړ کړي، د دې ایالت د ښکلو هنرونو سمبول ګڼل کیږي. د لاس انجلس سمندري بندر د نړیوالې سوداګرۍ د لنګر او چکر یو مثالي مرکز دی چې د لکونو خلکو کار او روزګار ورپورې تړلی دی.
د لاس انجلس لمبې، غرغرې او د لوګو تورې لوخړې د ځینو په باور د طبیعت قهر دی، څوک ورته د الهي عذاب په سترګه ګوري، څوک یې غیبي انتقام بولي، څوک یې د واکمنانو ناغېړي بولي او څوک یې د نړیوال اقلیمي بدلون څپه. هرڅه چې وي، وي به. خو د متمدنو انسانانو او متعهدو مسلمانانو په توګه، موږ باید د هېڅ چا په درد او زیان خوشحاله نه شو؛ بلکې تر خپلې وسې د همکارۍ لاسونه ورکړو او د ازمېښت په مهال د خواخوږۍ خواږه هېر نه کړو.
—-----------
پاملرنه: که دوستان وخت او علاقه لري چې د ملکزي نورې مقالې، څیړنې او ویډیوګانې وګوري، نو د هغه فېسبوک او د یوټیوب چېنل ته دې په دې پته ورشي: Wali Malakzay
د لاس انجلس د اور لمبې او د ځواکمنو بېوسي
Typography
- Smaller Small Medium Big Bigger
- Default Helvetica Segoe Georgia Times
- Reading Mode