اېمل پیاوړی

پښتو متل دی چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی. په وزیرستان کې د پاکستان پوځ ظلمونو او وحشتونو پښتانه تر پوزې ورسول. د دوی زغم یې تمام کړ او بالاخره یې دوی داسې پاڅون ته مجبور کړل چې اوس یې مهارولو ته د پاکستان واڼې هم وتلې دي، ځکه دوی ځایي پښتانه سخت وځورول. په یوه او په بل نوم یې له کوره وېستل، بندیان یې کړل. وې وژل او تری تم یې کړل

محمدبشیر یوسفزوی

پښتو متل دی چې کم عقل یې پرځان ویني او هوښیار یې پربل، مګر پاکستان له دغه مشهور متل څخه هیڅ عبرت وانخیست، ځکه د خپل ګاونډي افغانستان پر ضد یې د دسیسې او دښمنۍ تیوري مخته یووړه. د دوستۍ لاره یې پرېښوده او فکر یې وکړ چې د شوروي یرغل ځپلی افغانستان به په اسانۍ له ستوني تېر کړي، مګر دا یې هېره کړې وه چې افغانان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ډول زور، فشار او زبرځواک پر وړاندې نه دي تسلیم شوي

محمدبشیر یوسفزوی

که د افغانانو پرځای د نړۍ بل هر قوم لا څه چې که ان تیږه هم وای، نو اوس به ویلې شوې وای، ځکه موږ هره ورځ د فاجعې شاهدان یوو. هره اونۍ له بېلابېلو اقشارو څخه په اوسط ډول سل تنه افغانان وژل کېږي. هره ورځ خپل ملګري، د کورنۍ غړي، خپلوان او خواخوږي له لاسه ورکوو. له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې دغه بدمرغي او ناورین دوام لري، نور بس دی. کوم تشدد او وحشت چې پر موږ تحمیل شوی، یوه تراژیدي ده

محمدبشیر یوسفزوی

د حکومتونو او ملتونو اړیکې او مناسبات ولسمشر غني له سره تعریف کړې. هغه په ډېر وضاحت وویل، چې موږ نه دوست او نه هم دښمن هیواد لرو. ځکه له هیوادونو سره زموږ اړیکې او مناسبات په عواطفو او احساساتو نه، بلکې په متقابلو ګټو ولاړ دي

ګلرحمن رحماني

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وایي چې په نږدې وخت کې به د سعودي عربستان ، عربي اماراتو ، پاکستان ، متحده ایالتونو ، افغانستان او د طالب استازو تر منځ د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان جګړی د پای ته رسولو لپاره په سعودی عربستان کې یوه ناسته جوړه شي چې موخه به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل خبرو لپاره زمینه برابرول وي .

اېمل پیاوړی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د توقع خلاف په دومره قوت او طاقت کې راڅرګند شو، چې د پاکستاني مقاماتو زړونه څه چې ان د نظام ستنې یې هم ولړزولې، ځکه د دغه غورځنګ د پلویانو له لوري د لر او بر یو افغان شعار او نارې پاکستاني مقامات سخت وارخطا کړي دي.


‎لیکنه مینه منګل
‎هر وخت مو د سولې په تمه ژوند کړی ، سوله غواړو ځکه چې جګړه زموږ انتخاب نه وه، نه ده، او نه به وي، بدبختانه کلونه همدې پردۍ جګړې ووژلو ، ویې زورولو، له وطنه یې لرې کړو، له سیالۍ یې لرې کړو، له خپلوۍ یې لرې کړو، شتمنۍ یې زموږ لوټ کړې

لیکونکۍ : مسعود ودان ) Wadan Masud )
منبع اودخپریدو نیټه : ګلوبال ریسرچ «2018-12-27«
ژباړونکۍ : پوهندوی دوکتور سید حسام »مل
-------------------------------------------------------------

 له کا بل څخه د د سمبر د میا شت )72 )نیټی کال )7102 )دامریکایی ځواکونو
له سوریی اوبیا وروسته له ا فغا نستا ن څخه ایستل په مینځنی ختیځ او ا فغا نستا ن کي

 

پاتې په صمیمه کې

نویسندگان:میدیا بن یمین)Benjamin Medea )و نیکوالس د ویویس)Daves.N )
منبع وتاریخ نشر : کمان دریم »2018-12-24 . »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
-----------------------------------------------

ایاالت متحده و متحدانش در این "جنگ علیه تروریسم" 192،888 "بمب و
 موشک را به کشورهای دیگر رها کرده اند


تر هر څه مخکې باید وویل شی موجوده حکومت چې ارګ يي استازولي کوي لومړی د بن کنفرانس او وروسته د درې دورو ټولټاکنو په پایله کې رامنځته شوې چې دا هیڅکله هم د جهادي مافیا ځایناسته او لاسته راوړنه نه شي ګڼل کېدای، بلکې هغه د افغان ملت او نړیوالو ګډو هڅو محصول بللی شو

اېمل پیاوړی

دوشنبه ماسپښین پلازمېنه کابل د وسله والو طالبانو د یو بل جنایت شاهده وه. د داسې جنایت چې هیڅ توقع او اټکل یې نشي کېدلی، ځکه وحشي تروریستانو د خلکو د استوګنې کورونو ته ور څېرمه په ملکي اداره تروریستي برید ترسره کړ، په هغه ملکي اداره چې د افغانستان د مقدس جهاد د شهیدانو کورنیو د ژوند اسانتیاوې او خدمات برابروي، مګر دغه بې غرضه اداره هم د دغو وحشیانو له عداوت او شرارت څخه خوندي پاتې نشوه

زیاتې مقالې …