د کابل تروریستي پېښه یوه فاجعه وه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

دوشنبه ماسپښین پلازمېنه کابل د وسله والو طالبانو د یو بل جنایت شاهده وه. د داسې جنایت چې هیڅ توقع او اټکل یې نشي کېدلی، ځکه وحشي تروریستانو د خلکو د استوګنې کورونو ته ور څېرمه په ملکي اداره تروریستي برید ترسره کړ، په هغه ملکي اداره چې د افغانستان د مقدس جهاد د شهیدانو کورنیو د ژوند اسانتیاوې او خدمات برابروي، مګر دغه بې غرضه اداره هم د دغو وحشیانو له عداوت او شرارت څخه خوندي پاتې نشوه

.

افغان ولسمشر د کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو د نویو سرپرستانو په مناسبت جوړو شویو مراسمو ته د وینا پرمهال د دوشنبې ورځې تروریستي پېښې ته په اشارې وویل: "له بده مرغه زموږ د خلکو په ضد روانه فاجعه، پرون په یو بل شکل تکرار شوه او په دغه تروریستي برید کې زموږ یو شمېر کابل ښاریان په ډېرې بې رحمۍ سره په شهادت ورسېدل. دې پېښې وښوده چې موږ له څومره بې ننګه او بې رحمه دښمن سره مخامخ یوو، داسې دښمن چې هیڅ انساني او اسلامي ارزښت ته درناوی نه لري او هدف یې یوازې وژل، انفجار او انتحار دی."

جمهور رئیس غني  د دغې پېښې د ټولو قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او ټپیانو ته د روغتیا هیلې د څرګندولو ترڅنګ په ټینګار سره وویل: " زه پر دښمن غږ کوم چې تاسې په داسې جنایتونو او وحشتونو د خپلواک او پرمختللي افغانستان په لور زموږ اراده نشئ بدلولی او له دغسې جنایتونو وروسته  تروریزم سره د مبارزې په لار کې د افغان ملت اراده او عزم لا قوي کېږي."

په رښتیا هم وحشي دښمن د دغه ډول بریدونو او جنایتونو په ترسره کولو سره د بې ګناه هیوادوالو له شهیدانو او بې له دې چې د ځان په اړه د ولس کرکه او نفرت لا راوپاروي، نور هیڅ هم لاسته نه راوړي. نوموړي د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل: "په طالبانو غږ کوم چې د پروني برید د مسوولیت په نه منلو او غندلو سره له مسوولیت څخه ځان نشي خلاصولی. حتا که دوی په مستقیم ډول په دغه فاجعه کې شامل هم نه وي، خو همدوی نورو ته د دغسې فاجعې زمینه، برابره کړې ده."

جمهور رئیس غني په څرګنده وویل، موږ به سولې ته رسېږو او سولې ته رسېدل ځکه حتمي دي چې دا مو هم د ولس غوښتنه ده او هم زموږ مسوولیت دی، خو لکه پرونۍ فاجعې چې ثابته کړه، بین المللي تروریستي ډلې له موږ څخه لاس نه اخلي او موږ باید په دې پوه شو چې دوی پر موږ هیڅ حق نه لري، دوی افغانان نه دي، نه یې پوله راسره شریکه ده او نه پټی.

افغان ولسمشر د پخواني شوروي د یرغلګرو عسکرو پر وړاندې د افغان شاه زلمیو مقدس جهاد او د افغانانو سرښندنو ته په اشارې وویل: "موږ د کمونیزم په ماتولو کې میلیونونه شهیدان ورکړي دي او دا د مقدس جهاد شهیدان مو د افغانستان او د نړۍ د امنیت لپاره ورکړي دي، هیچاته دا حق نه ورکوو چې زموږ له مقدسې خاورې څخه ناوړه استفاده وکړي."

زموږ ملي وحدت او د ټولو افغانانو مساوات د اساسي قانون په فرمایش زموږ لوی ترینه پانګه ده. د افغانستان ملي ځواکونه د دغه لوی ارزښت او اسلامي هویت ساتونکي دي.