محمدبشیر یوسفزوی
که د افغانانو پرځای د نړۍ بل هر قوم لا څه چې که ان تیږه هم وای، نو اوس به ویلې شوې وای، ځکه موږ هره ورځ د فاجعې شاهدان یوو. هره اونۍ له بېلابېلو اقشارو څخه په اوسط ډول سل تنه افغانان وژل کېږي. هره ورځ خپل ملګري، د کورنۍ غړي، خپلوان او خواخوږي له لاسه ورکوو. له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې دغه بدمرغي او ناورین دوام لري، نور بس دی. کوم تشدد او وحشت چې پر موږ تحمیل شوی، یوه تراژیدي ده
.
د دغو ټولو بدمرغیو باوجود افغانان لا هم نه له خپل ژوند، وطن او روښانه راتلونکي نهیلي شوي او نه یې هم پر خپل ځان باور له لاسه ورکړی دی او دوی لا هم هره شیبه د ښه راتلونکي په هیله هڅې کوي، ځکه زموږ په دین او کلتور کې نهیلي ګناه ده. نهیلي ماتې ده او موږ ماتې منونکی ولس نه یوو، که موږ ماتې منلی، نو د نړۍ له زبرځواکونو سره به نه جنګېدو د هغوی پر وړاندې به تسلیم وای، مګر موږ تسلیمي نه پېژنو. موږ په پېښو او ناورینونو کې را لوی شوي او پاخه شوي یوو.
موږ باندې خپل وطن ګران دی، ان له ځانه هم راته شېرین دی، ځکه ځانونه مو تل د وطن قرباني کړي. په هره سخته کې مو د وطن د دفاع لپاره خپل ځانونه سپر کړي دي. موږ دا وطن د خپل ژوند، سرونو او وینو په قېمت ساتللی او پاللی. هر پنځوس کاله وروسته موږ په بل مخ اوښتي یوو، وطن مو ویجاړ شوی، خو دښمن مو هم مات کړی. دا ځل هم موږ د دښمن له ماتې وروسته د سولې او ثبات پړاو ته نږدې شوي یوو او موږ پر دې ټینګ باور لرو چې پایداره او ټولشموله سوله به راشي. داسې سوله نه چې د تېرو څلورو لسیزو ستونزو او شخړو ته د پای ټکی کېږدي.
مګر دا سوله به د افغانانو په رهبرۍ، مالکیت او مدیریت راځي. دا سوله به د چا هدیه نه وي، کومه معامله به نه وي، پټه او د پردې تر شا به نه وي، بلکې د دې سولې ټول پړاونه به د ولس مخته په اصولو او داسې طریقه وي چې ټولو ته د منلو وړ وي. د ټولو خیر په کې نغښتی وي.
موږ سوله غواړو، خو د سولې هر اړخ به سنجوو، موږ دېته هوښیار او بیدار یوو چې هیڅوک د سولې په نوم موږ ته په شاتو کې زهر نشي راکولی، خپلې افغان ضد برنامې او دسیسې نشي پلې کولی. وطن زموږ سره کرښه ده او د دې لپاره هیڅ معامله د منلو وړ نه ده. موږ سوله د خپل وطن او ولس لپاره غواړو په کومه سوله کې چې زموږ د وطن خیر نه وي هغه مو نه ده پکار.
دغه ډول دقت موږ ته فرصت راکوي چې حساسو موضوعاتو ته پام وکړو، خپلې ستونزې درک کړو او مسوولیت یې واخلو. له خپل تېر او د نورو ټولنو له تجربو څخه درس واخلو. دا د سولې هر اړخیز دقیق فکر ته اړتیا لري، خو موږ باید د دې جرأت هم ولرو چې خطرونه ومنو او د سولې بهیر مسؤلیت په غاړه واخلو.
د دغه ډول فکر پایله به دا وي چې موږ د داسې یوې پروسې او پروګرام تګلاره جوړه کړو چې د یوې ولسواکې ټولنې پر بنسټ ثبات، امنیت او ټولشموله ودې ته لاره هواره کړي.