اېمل پیاوړی
پاکستان قبایلي او پښتني سیمې داسې وځپلې چې فکر یې کاوه له پښو ولوېدل، مګر دوی نه پوهېدل چې پښتانه داسې دي لکه د کبل تخم چې څومره یې رېبې، نو هومره لا او ښه را شنه کېږي. پنجاب لومړی د پښتنو په سیمو کې د ترهګرو ځالې جوړې کړې. هلته یې د ترهګرو پرمټ هر ډول ظلمونه او جنایتونه ترسره کړل
ولسمشر په ولس کې د مالکیت حس وروزه
محمدروښان ښاد
تر دې وړاندې تل ولس ته د وسیلې په توګه کتل شوي او د وسیلې په توګه ورڅخه استفاده شوې، مګر ولسمشر غني په تېرو څلورو کالو کې په دې برخه کې یو اساسي بدلون ایجاد کړ. ولس یې د وطن ملي پانګه وبلله. هغه مهمه پانګه چې افغانستان یې پر محور راڅرخېږي. هغه مخامخ په ولسي غونډو کې په مراتبو وویل، د دې وطن اصلي خاوندان تاسې یاست، زه ستاسو بادار نه، بلکې ستاسو خادم یم. اصل باداري د ولس ده، ځکه زه د ولس په رایو دغه ځای ته د موقت وخت لپاره راغلی یم او د ولس رایې او ارادې ته بشپړ درناوی لرم
ولسمشري او د وسله وال پوځ اعلی سرقومنداني
اېمل پیاوړی
د اساسي قانون د حکم مطابق ولسمشر غني د جمهوري ریاست ترڅنګ د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ دنده هم لري. نوموړی دغه دواړه مهمې دندې په ښه توګه ترسره کوي. هغه هم په ملکي او هم په نظامي چارو کې بوخت دی. که له یوې خوا د جنګ په مدیریت اخته دی، نو له بل لوري یې زیربنا، انکشاف، ترانزیت، سوداګري او نورې ملکي چارې چې د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د هوساینې لپاره حتمي او ضروري دي، نه دي هېرې کړې
پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ سزا ګالي
ګلرحمن رحماني
هر ځل چې د سولې ناره پورته او هڅې پیل شي، نو زموږ د هیوادوالو هیلې هم ورسره را وټوکېږي، ځکه اوږدو جګړو او ورانیو د دوی ژوند پیکه کړی، مګر لا یې هم د سوکاله ژوند هیله نه ده ورڅخه اخیستې. په ځانګړي ډول ولسمشر غني په خلکو کې د ښه راتلونکي، سوکاله او باثباته افغانستان هیله ژوندۍ وساتله، ځکه په تېرو څلورو کالو کې یې چې د سولې، انکشاف، زیربنا او نورو برخو کې کومې هڅې او پرمختګونه وکړل، نو د خلکو باور او هیله مندي یې تر پخوا څو برابره زیاته کړه
پاکستان د خپلو ظلمونو انجام ویني
اېمل پیاوړی
پښتو متل دی چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی. په وزیرستان کې د پاکستان پوځ ظلمونو او وحشتونو پښتانه تر پوزې ورسول. د دوی زغم یې تمام کړ او بالاخره یې دوی داسې پاڅون ته مجبور کړل چې اوس یې مهارولو ته د پاکستان واڼې هم وتلې دي، ځکه دوی ځایي پښتانه سخت وځورول. په یوه او په بل نوم یې له کوره وېستل، بندیان یې کړل. وې وژل او تری تم یې کړل
پاکستان داسې نه ګڼله
محمدبشیر یوسفزوی
پښتو متل دی چې کم عقل یې پرځان ویني او هوښیار یې پربل، مګر پاکستان له دغه مشهور متل څخه هیڅ عبرت وانخیست، ځکه د خپل ګاونډي افغانستان پر ضد یې د دسیسې او دښمنۍ تیوري مخته یووړه. د دوستۍ لاره یې پرېښوده او فکر یې وکړ چې د شوروي یرغل ځپلی افغانستان به په اسانۍ له ستوني تېر کړي، مګر دا یې هېره کړې وه چې افغانان د خپل اوږد تاریخ په اوږدو کې د هیڅ ډول زور، فشار او زبرځواک پر وړاندې نه دي تسلیم شوي
سوله راتلونکې ده
محمدبشیر یوسفزوی
که د افغانانو پرځای د نړۍ بل هر قوم لا څه چې که ان تیږه هم وای، نو اوس به ویلې شوې وای، ځکه موږ هره ورځ د فاجعې شاهدان یوو. هره اونۍ له بېلابېلو اقشارو څخه په اوسط ډول سل تنه افغانان وژل کېږي. هره ورځ خپل ملګري، د کورنۍ غړي، خپلوان او خواخوږي له لاسه ورکوو. له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې دغه بدمرغي او ناورین دوام لري، نور بس دی. کوم تشدد او وحشت چې پر موږ تحمیل شوی، یوه تراژیدي ده
ولسمشر غني متقابلې اړیکې له سره تعریف کړې
محمدبشیر یوسفزوی
د حکومتونو او ملتونو اړیکې او مناسبات ولسمشر غني له سره تعریف کړې. هغه په ډېر وضاحت وویل، چې موږ نه دوست او نه هم دښمن هیواد لرو. ځکه له هیوادونو سره زموږ اړیکې او مناسبات په عواطفو او احساساتو نه، بلکې په متقابلو ګټو ولاړ دي
د جدی ناسته د سولې لپاره مهمه ده
ګلرحمن رحماني
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند وایي چې په نږدې وخت کې به د سعودي عربستان ، عربي اماراتو ، پاکستان ، متحده ایالتونو ، افغانستان او د طالب استازو تر منځ د سعودي عربستان په کوربه توب د افغان جګړی د پای ته رسولو لپاره په سعودی عربستان کې یوه ناسته جوړه شي چې موخه به یې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د پیل خبرو لپاره زمینه برابرول وي .
پاکستان ولې د لر او بر یو افغان نارې څخه وېره لري؟
اېمل پیاوړی
د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان د توقع خلاف په دومره قوت او طاقت کې راڅرګند شو، چې د پاکستاني مقاماتو زړونه څه چې ان د نظام ستنې یې هم ولړزولې، ځکه د دغه غورځنګ د پلویانو له لوري د لر او بر یو افغان شعار او نارې پاکستاني مقامات سخت وارخطا کړي دي.
سوله ! مګر چاسره؟
لیکنه مینه منګل
هر وخت مو د سولې په تمه ژوند کړی ، سوله غواړو ځکه چې جګړه زموږ انتخاب نه وه، نه ده، او نه به وي، بدبختانه کلونه همدې پردۍ جګړې ووژلو ، ویې زورولو، له وطنه یې لرې کړو، له سیالۍ یې لرې کړو، له خپلوۍ یې لرې کړو، شتمنۍ یې زموږ لوټ کړې