لیکونکو: اندریو کیلټی ، ابیکول فلد نګ اسمت ،جیسیکاپورکیس.
منبع اودخپریدو نیټه : ګلوبال ریسرچ »70- 70- 9702 .»
ژباړونکۍ : پوهند وی دوکتور سید حسا م »مل«.

دا فغا نستان د هلمند په والیت د لښکرګاه د بیړنی روغتیا یی مرستو دروغتون دروازی
د ټپیا نو دراتګ په مخه خالصی شوی وه


پاتې په ضمیمه کې

اېمل پیاوړی
د لر او بر یو افغان داعیه چې په دې وروستیو کې کافي کمرنګه شوې وه او پاکستان یې بېخي د له منځه وړلو او ورک کولو هڅې کولې د منظور پښتون په هلو ځلو داسې راژوندۍ شوه چې لر او بر افغان یې بېخي سره یو کړ


محمد بشیر یوسفزوی

سره له دې چې دا په کې موږ کې مشهوره ده چې تدبیر تقدیر بدلوي، موږ بیا هم موږ ته د خپل موقعیت بدلون ناشونی اېسېده او له پېړیو پېړیو مو دا منلې وه چې افغانستان په وچه کې ایسار او نورو ته احتیاج هیواد دی.

محمدبشیر یوسفزوی

د پخواني شوروي اتحاد د یرغلګزو ځواکونو له وتلو او ورپسې د کمونست پلوه واکمن رژیم له ماتې وروسته افغانستان د جهادي ډلو او تنظیمونو له لوري په کورنیو جنګونو کې ښکېل شو. دې جنګونو د ورانیو او ویجاړیو ترڅنګ بربادۍ او بدبختۍ هم وزېږولې، ځکه ترهګرې او تروریستي ډلې افغانستان ته راغلې. اسامه بن لادن د پاکستان په مرسته او د جهادي ډلو په ملاتړ افغانستان ته راغی او کرار کرار دلته

اېمل پیاوړی

افغانستان له لسیزو راهیسې د پردۍ تپل شوې جګړې په لمبو کې سوځي، دغه جګړه له یوه پړاوو څخه بل ته بدلېدونکې ده، مګر کرارېدونکې نه ده، دلیل یې دادی چې سیمه او په ځانګړي ډول زموږ ګاونډیان د دغې جګړې په دوام کې مستقیم لاس لري او همدوی یې سړېدو ته نه پرېږدي

مطیع الله سحر

د تېر ۲۰۱۸میلادي کال  په وروستۍ میاشت کې د افغان سولې   لپاره خبرې ډېرې چټکې روانې وې،یو شمیر بهرنیو هیوادونو هم له افغان حکومت سره د سولې په تړاو ټینګه وعده وکړه چې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې به افغانستان د تلپاتې سولې شاهد وي او ټولې هغه ښکېلې ډلې چې د افغانستان په ناامني کې لاس لري سولې ته به غاړه ږدي.

اېمل پیاوړی

قانوني نه افغانستان ته ژمن دی، نه افغانانو ته ژمن دی، نه جمعیت ته ژمن دی، نه ټلوالې ته ژمن دی او نه هم قانون او ملي ګټو ته ژمن دی، هغه یوازې او یوازې د خپل ځان، کورنۍ او قوم په فکر کې دی.

قانوني که افغانستان یا افغانانو ته ژمن وای، نو د هیواد په دغه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو کې چې له یوې خوا ولسمشریزې ټاکنې را نږدې شوي او له بل لوري د سولې هڅې چټکې شوې دي، هغه باید په دغو دوو مهمو موضوعاتو داسې تمرکز کړی وای چې له امله یې هیواد او خلکو ته خیر رسېدلی وای

په داسې حال کې چې د افغانستان په کورنيو چارو، فرهنګي او مذهبي مسايلو او په حکومتي دستګاه کې د ایران د لاسوهنو په اړه پراخ شکايتونه موجود دي؛ اوس په تازه کې ايران د افغانستان په زراعت او مالدارۍ کې هم لاسوهنې ته مډې رابډوهلي دي. په ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو ډيره ښکته پورته کيږي چې په کې يو ايرانی چارواکی چې غالباً د ايران د زعفرانو صادرونکو اتحاديې مشر وي؛ په ډيرې بې شرمۍ او سپين سترګۍ وايې چې افغانستان ته زعفران مونږ (ايران) ورکړي دي

لیکوال طاها صدیقي پاکستانی ورځپاڼه لیکونکی

ژباړه: اېمل پیاوړی

څلورمه برخه

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو سوله ییز غورځنګ دی، چې له هر ډول تاوتریخوالي پرهېز کوي. د دې غورځنګ مشران تل خپلو ملګرو ته له تاوتریخوالي څخه په پرهېز ټینګار کوي، اما د حکومت او پوځ تشدد او تاوتریخوالي دا اندېښنه را منځته کړې چې د دوی له لاسه به د پښتون ژغورنې غورځنګ په راتلونکي کې له پاکستاني حکومت سره په داسې تقابل کې  واقع شي چې شاته ګرځېدونکی نه وي او هغه مهال به وضعیت د ټولو له کنټروله ووځي.

مطیع الله سحر

د افغانستان دښمن تل دا هڅه کوي چې په افغانستان کې ګډوډي رامنځته کړي. د دې لپاره داخلي ځري لري. دغه افراد، ډلې او ټپلې هڅه کوي  چې د خپل بهرني بادار په لمسون په هیواد کې دننه د قوي نظام، مرکزي حکومت او د اصلاحاتو بهیر پر وړاندې خنډونه ایجاد کړي، مګر د ولسمشر غني د تینګې ارادې او عزم پر وړاندې به دوی ونشي درېدلی او که د ودرېدو جرئت وکړي، نو د قانون له مخې به محاکمه شي.

محمدروښان ښاد

په دې کې شک نشته چې د افغان سولې په برخه کې د سیمې هیوادونه هلې ځلې کوي، خو پښتو متل دی چې پردی غم له واورو سوړ دی، نو د دوی دغه هلې ځلې یوازې او یوازې د افغانانو لپاره هم نه دي، بلکې د سیمې هیوادونه په دې کې خپل غرضونه، هدفونه او ګټې لټوي.

زیاتې مقالې …