محمدبشیر یوسفزوی
د افغانستان دولت په خپلو ورځنیو چارو او بهرني دولتونه د خپلو سیاسي ګټو په تامین بوخت دي، مګر موږ د جنګ ځپلي هیواد په توګه بیا هم مجبور یوو چې د خپلو اړتیاو او ستونزو د کمولو لپاره ورسره غاړه یوسو. په اوسنیو شرایطو کې افغانستان همزمان له درې لویو ملي پروسوټاکنو، سولې اوترهګرۍ ضد مبارزې سره مخ دی چې په دې برخو کې د بهرنیو مالي، تخنیکي او سیاسي مرستو ته اړتیا ده. مګر بهرني دولتونه په خپلو سیاسي ګټو پسې ګرځي
د سولې لپاره فرصت
اېمل پیاوړی
په افغانستان کې د سولې لپاره تر بل هر وخت زیات امکانات برابر شوي دي، ځکه له یوې خوا زموږ د خلکو زغم نور پایته رسېدلی دی او تر ټولو لومړنۍ او اساسي غوښتنه یې سوله ده. دویم دا چې طالب وسله وال هم نور له جنګه ستړي دي، ځکه د کوچني اختر د ورځو اوربند وښوده چې له اعلان سره یې ټول طالبان ښارونو او خپلو کلیو ته لاړل او د خلکو او طالبانو او حتی حکومتي کسانو ترمنځ نه یوازې کوم ټکر پېښ نشو، بلکې له یو بل سره یې په مینې روغبړ وکړ او د اختر خوښۍ یې په ګډه سره ونمانځلې
د عامه اذهانو مدیریت
محمد بشیر یوسفزوی
نن سبا د عصري ټکنالوژۍ او وسایلو له برکته نړۍ د یو کوچني کلي حیثیت خپل کړی دی. د نړۍ په یو کنج کې چې یوه کوچنۍ پېښه هم وشي، نو تر بلې شیبې د نړۍ د بل کنج اوسېدونکی ورباندې خبرېږي، خصوصاً سوشل میډیا په دې برخه کې ډېر فعال رول لري او نن سبا یې استعمال هم زیات دی
"چرا در جنگ که آخرِ وحشت است؛ داد از انسانیت می زنید؟!"
محمد عالم افتخار
(یک نقد و نظر فوق العاده)
مانند همیشه نامه ها و پیام هایی از دوستان شناخته و ناشناخته مستقیم یا بالواسطه دریافت میکنم. از همه سپاس همیشگی دارم ولی مجال یاد آوری همه روی انترنیت وجود ندارد مگر اینکه ...
خلاصه در اوایل ماه اخیر نامه و نقد و نظر متفاوت و سخت جدی و تإمل برانگیز برایم آمد. دوست فرستنده شدیداً تإکید کرده بود که مطالب شان محرم است، نشر نشود؛ نخستین دلیل شان این بود که از
پر طالبانو او پاکستان فشارونه زیات شوي
محمدروښان ښاد
له افغانستان سره په پوله د پرتو هېوادونو له ډلې له پاکستان پرته نور هېوادونه د افغانستان او سیمې ثبات ته ژمن دي، ځکه هغوی دا درک کوي چې باثباته افغانستان د سیمې او د دوی د سیاسي ، اقتصادي او نورو ګټو د خوندیتوب لپاره ګټور دي.
هند له کابل سره د سولې، اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې پوره همکار دی، ځکه هند باورمند دی چې باثباته افغانستان د هند د ثبات لپاره ګټور دی او همدارنګه دغه دوه ملګري هیوادونه یو د بل متقابلو ګټو ته ژمن دي.
د سیاسي ګوندونو وضعیت
مطیع الله سحر
ګوند د سیاسي ایدیالوژي پربنسټ رامنځته شوی ټولنیز جوړښت دی،چې د سیاسي واک د لاسته راوړ لویا د سیاسي، اقتصادي،،دیني او ټولنیزو ارزښتونو د پلي کولو لپاره په مستعده ټولنه کې جوړیږي، مګر په افغانستان کې د ګوندونو څومره والی او څرنګوالی د پرتلنې وړ نه دی، ځکه دځانګړې ایډیالوژۍ او قانوني معیارونو په اساس نه دي رامنځته شوي.
له نړۍ سره د سیالۍ او کلیوالۍ لپاره باید څه وکړو؟
اېمل پیاوړی
نن سبا افغانستان د خپل تاریخ په حساس پړاوو کې قرار لري، ځکه د ولسمشر غني د هلو ځلو له برکته افغانستان نن د خپل برخلیک لپاره د یو مهم پړاو لنډولو ته چې سوله او ثبات دی ځان نږدې کوي او په دې اړه کافي فرصتونه او زمینې برابرې شوې دي.
پاکستان لا هم ترهګر د فشار د وسیلې په توګه کاروي
محمد روښان ښاد
سره له دې پاکستان او افغانستان تر ټولو زیات مشترکات سره لري، مګر د دې باوجود هم پاکستان زموږ ملي حاکمیت ته نه یوازې درناوی نه لري، بلکې له لسیزو راهیسې افراطي او ترهګرې ډلې د دې لپاره روزي او پیاوړې کوي یې چې په افغانستان کې روان جنګ همداسې جاري وساتي.
د تحول لپاره اقدام مهم دی
محمدروښان ښاد
افغانستان لا هم د جګړه ځپلي هیواد په توګه ګڼې ستونزې او مجبوریتونه لري، مګر له دغو ستونزو څخه په غایبانه مرسته نشو راوتلی د دې لپاره د ملت اراده ډېره مهمه ده، د قران صریح ایت دی تر هغو چې یو قوم په خپله د خپل حالت د بدلولو اقدام ونه کړي، نو تر هغو یې خدای هم حالت نه بدلوي.
سوله قرباني غواړي
محمد بشیر یوسفزوی
سوله الهي امر او د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنه ده. مګر موږ باعزته او تلپاتې سوله غواړو. داسې سوله چې زموږ د هیواد وقار، ملي خپلواکي او ارزښتونه او زموږ د خلکو ژوند، سر او مال په کې خوندي وي. د دغسې سولې لپاره هم زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه خپله مبارزه کوي، هم حکومت او ولسمشر غني د دغسې تلپاتې او باعزته سولې لپار ه شپه او ورځ هلې ځلې کوي او هم زموږ ولسونو شپه او ورځ د دغسې سولې د راتګ په پار د دعا لاسونه لپه کړي دي.
ولسمشر غني سوله د جګړې ډګر ته یووړه
اېمل پیاوړی
څلوېښت کلنې جګړې نه یوازې هیواد، نظام او تاسییسات ویجاړ کړل، بلکې زموږ هیوادوال یې هم بې کوره او بدمرغه کړل، ځکه ځینو یې ژوند له لاسه ورکړ او ځینې په کې کډوال شول، ځینې داسې هم وو چې دا هر څه یې د سر، مال او اولاد د ژوند په قېمت په وطن کې وزغمل.