ژباړه: محمدروښان ښاد
هغه په داسې حال کې افغانستان د اسیا په اقتصادي څلور لاره بدلوي چې له یوه لوري کابل د پاکستان له لوري ناامنۍ او بې ثباتۍ سره لاس او ګرېوان دی او له بل لوري ایران پر افغانستان چې لا هم په خپلو پښو ولاړ نه دی، خپل مستقیم او غیر مستقیم فشارونه راوړي
د طالبانو ضد او نقیص دریځ
محمد بشیر یوسفزوی
طالبانو تر ننه یوازې او یوازې په دې پلمه خپلې نامشروع جګړې ته ادامه ورکوله او په دې خاطر یې نالوستي کلیوال اوځوانان د دغې پردۍ او غیر مشروع جګړو لیکو ته ور جذبول چې ګواکې امریکایان راغلي او افغانستان یې اشغال کړی دی. دوی د جهاد په نوم د خلکو له پاکو احساساتو ناوړه ګټه واخیسته، ځکه هغوی یې د خپل هیواد، نظام او ولس پر وړاندې وجنګول. دوی د جهاد په نوم جنایت او فساد وکړ
طالب له چا سره سوله کوي؟
اېمل پیاوړی
له کومې ورځې چې د امریکا متحدو ایالتونو د افغانستان جنګ ته د نظامي لارې پرځای د سولې او سیاسي حل لارې موندلو هڅه پیل کړې، نو له هغې ورځې د طالبانو دریځ هم ورسره بدل شوی دی. له دې معلومېږي چې طالب نه په جنګ کې خپل واک درلود او نه هم سوله په خپل اختیار کوي
ولسمشر د سولې ژمنه پرځای کړه
محمدبشیر یوسفزوی
جمهور رئیس غني ان د ټاکنیزو کمپاینونو پرمهال له ولس سره د تحمیلي جنګ د پایته رسېدو او هیواد ته د امن او ثبات د راتګ ژمنه کړې وه او سوله یې د خپلو لومړیتوبونو په سر کې بللې وه، مګر هغه مهال ډېرو ته دا یوه کمپایني ژمنه معلومېدله.
اما د ملي وحدت حکومت له ابتدا څخه جمهور رئیس غني د ټولنې له مختلفو اقشارو سره د سولې په اړه مشورتي ناستې پیل کړې اود سولې په اړه یې د هر چا نظریات، غوښتنې، اندېښنې او وړاندیزونه واورېدل او معقول ځوابونه یې ورته ورکړل
د امنیتي او دفاعي ځواکونو اتلواله د قدر وړ ده
محمدروښان ښاد
افغانستان ډېر سخت کلونه تر شا پرېښودل. د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو، سرښندنو او مېړانې له برکته د افغانستان د بقا اندېښنه چې په ۲۰۱۴ کال کې له ټولو سره مطرح وه، په پاخه باور او ډاډ بدله شوه، ځکه طالبانو او ترهګرو ډلو بللې وه چې د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په جګړه کې مات کړي، سیمې به ورنه ونیسي او حکومت ته به سقوط ورکړي
ولې په افغانستان کې جګړې پای ته نه رسېږي؟
په دې ورځو کې له یوې خوا سختې او خونړۍ جګړې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې روانې دي او بې شمېره خلک ددغه ظالمانه جګړې قرباني کېږي خو د بلې خوا د جګړې اړخونه د جګړې د ختمولو دپاره هم تر پخوا زیاتې نارې صورې وهي. د افغانستان خلک ، په داسې حال چې څو ځلې د سولې د هڅو د ناکامېدلو شاهدان دي دا ځل هم په بې باورۍ سره د یوې پتمنې سولې د راتلو دپاره هیله کوي. خو ولې د سولې دپاره د افغانستان د خلکو هيلې بري ته نه رسیږي؟ دا یوه ډېره لویه پوښتنه ده او دې پوښتنې ته ځواب غوښتنه کوي څو د تاریخي پېښو په رڼا کې ددې پوښتنې ځواب وموندل شي
د امریکايي پوځیانو وتل او د افغان سولې نوي فرصتونه
نظرمحمد مطمئن
لیکوال او شناند
له افغانستان څخه د امریکا نیمایې پوځیانو وتلو، او پایله کې د امریکا د ټولو پوځیانو وتلو تمه، یوازي د طالب لپاره نه، بلکې د ټول افغان ولس لپاره ویاړ دی، حتی هغوی ته چې تیر ۱۷ کلونه له امریکایانو سره ملګري وو. تر ویاړ پورته، دا هغه غوټه وه چې په تېرو اتلسو کلونو کې يې د پرانیستو رښتینې هڅې نه وې شوې؛ ځکه د سولې بهیر کې هم د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی
بازگردانی نیروهای امریکایی از سوریه و افغانستان
تصمیم دونالد ترمپ مبنی بر بازگرداندن نیروهای نظامی امریکایی از سوریه حتا به قیمت برکناری میتیس وزیر دفاع و شخص بسیار نزدیک به وی، و اراده ی بازگرداندن نیمی از نیروها از افغانستان، ابعاد تازه یی به سیاست اداره ی ترمپ، کم از کم در خاور میانه و جنوب آسیا، می بخشد
!دیمو کراسي د حل لاره نده
لیکوال : سمیع الدن افغاني
!درنو لوستنکو
دیموکراسی ، ازاد بازار ، دبیان ازادی او د هغو تاثیرات زمونږ د هیواد په اوسنی جنګ زپلی حالاتو کی دحل لاره نده٠
لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده زمونږ لرغونی هیواد افغانستان پنځه زره کلن تاریخ لري او پدغه تاریخي ادوارو کې پدغه جغرافیوي موقعت کې مختلف پړاونه تیرشوي او ځانله کارنامې لري. دا وطن او د هغه وګړو کله دلوی امپراتوریو مرکز او کــــله بیــــا د نور د تجــــاوزونود اخ او ډب میدان ګرځیدلای دی
اوس د غني غوندې پاچا لرو
محمد روښان ښاد
څو ورځې وړاندې چې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پنټاګون ته امر وکړ چې له افغانستان څخه د ټولو یا نیمایي امریکایي سرتېرو د وتلو مهالوېش ترتیب کړي، نو له دې څخه په وطن کې خلکو ډندوره جوړه کړه. د حکومت ضد ډنډوره، داسې ډنډوره لکه د افغانستان د بدمرغه ګاونډیانو له لوري چې د هیواد پر راتلونکي د بې باورۍ او نهیلۍ لپاره پلان شوې وي.
زموږ ملي ځواکونه تر پخوا غښتلي شوي
محمد بشیر یوسفزوی
په وروستیو درې څلورو کالو کې چې ولسمشر غني څومره امنیتي او دفاعي ځواکونو ته پاملرنه زیاتوله، نو همغومره د دوی وړتیاوې هم ورسره وغوړېدې. زموږ په ملي ځواکونو کې همغږي او تحرک رامنځته شو، له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شول او اوس د جګړې بشپړ نوښت د دوی په لاس کې دی. له همدې امله دښمن په جګړه کې عملاً مات شوی او په ښارونو او د عامو خلکو په منځ کې د چاودنو او ترهګریزو بریدونو ترسره کول د دښمن د ماتې لویه نښه ده.