اېمل پیاوړی
پښتو متل دی چې له ازاره چا بازار موندلی نه دی. په وزیرستان کې د پاکستان پوځ ظلمونو او وحشتونو پښتانه تر پوزې ورسول. د دوی زغم یې تمام کړ او بالاخره یې دوی داسې پاڅون ته مجبور کړل چې اوس یې مهارولو ته د پاکستان واڼې هم وتلې دي، ځکه دوی ځایي پښتانه سخت وځورول. په یوه او په بل نوم یې له کوره وېستل، بندیان یې کړل. وې وژل او تری تم یې کړل
.
پاکستان فکر کاوه چې په دغسې ظلمونو او وحشتونو به هغوی د پنجاب هرې غوښتنې ته تابع او سلامي کړي، مګر د دوی دغه انګېرنه او وړاندوینه غلطه ثابته شوه، ځکه دوی چې پښتانه څومره ځپل، نو هغوی همغومره منظم کېدل، حساس کېدل او راویښېدل او بالاخره د نقیب الله مسید وژنه د پښتنو د وحدت یوه بېسارې نمونه شوه، ځکه منظور احمد پشتین د پښتنو د لښکر سرلښکر شو.
پښتنو ته دا ځل خدای داسې سرلښکر ورکړ چې هم ځوان دی، هم با انرزي دی، هم ملت پال دی. د پشتین لویه ښېګڼه داده چې احساساتي کېږي نه، وېرېږي نه، چاته تمه نه لري، کومه سیاسي، حزبي او بله موخه نه تعقیبوي، بلکې هغه یوازې او یوازې له خپلو پښتنو سره د پاکستان او پنجاب له لوري د شویو ظلمونو حساب غواړي، د خپلو پښتنو لپاره عدالت غواړي. د ورکو شویو او تری تم شویو پښتنو ژر تر ژره خپلو کورونو ته راتګ غواړي.
که څه هم پاکستان حکومت په لومړي سر کې د منظور پښتون په مشرۍ د پښتنو ټولې غوښتنې په ورین تندي ومنلې او دوی فکر کاوه چې په نن او سبا به دوی تېرباسي. د دوی احساسات به ساړه کړي او بېرته به یې سره وپاشي، مګر د منظور لښکر د احساساتو لښکر نه وو، دا منظم فکري لښکر وو. د دوی پاشل کېدل ناشوني، ځکه دوی د خپل قوم او ولس درد ارام ته نه پرېږدي. د دوی لاسونه اوس د پاکستان او پنجاب په ګرېوان کې پراته دي او پاکستان که څه هم له خپله ګرېوانه د دغو لاسونو د اېستلو ډېره هڅه وکړه، مګر څه نتیجه یې ورنه کړه.
دغه د عدالت غوښتنې لښکر چې خپله هره غوښتنه په ډېره سړه سینه، سړو مغزو او سوله ییزه توګه حل کوي اوس د پښتون ژغورنې په غورځنګ بدل شوی. دا غورځنګ به لا هم په غورځنګونو وي او تر هغو به دغه غورځنګ کرار نشي چې پنجاب او پاکستاني مقاماتو د پښتنو له ځورولو توبه نه وي اېستې، د پښتنو حقونه یې نه وي ورکړي. د هغوی ازادیو ته یې درناوی نه وي کړی او هغوی یې د یو باعزته ملت په توګه نه وي منلي.
پاکستان هڅه کوله چې ان په افغانستان کې پښتنو ته ټونګره ورواچوي، وې ځوروي او له ژونده یې زړه توري کړي، مګر خدای تعالی ورته په خپل کور کې داسې زمریان راوبوږنول چې اوس پاکستان له داخلي ناورین سره مخ دی، ځکه د پښتنو داسې غورځنګ یې پر وړاندې د عدالت ناره پورته کړې چې نه له چا وېره لري، نه د څه تمه لري او نه هم په مادیاتو، منصبونو او بل څه کرارېږي. دغه د خپل ولس په مینه مست مبارزین د خپل پښتون ولس لپاره عدالت غواړي او تر هغو چې عدالت ونشي، نو نه کرارېږي.