محمدروښان ښاد
په ۲۰۱۴ کال کې په وطن او خلکو داسې وېره خوره وه تا به ویل چې وطن به په بل مخ واوړي. همدغې ناڅرګندې وېرې او نامعلوم برخلیک ته ټول خلک اندېښمن و. له همدې وېرې اکثره لوستو ځوانانو له هیواده پښې سپکې کړې. په مرګونو لارو اروپا او نورو بهرنیو هیوادونو ته ووتل
د قانوني د څرګندونو څو اړخیزه ګټه
محمدروښان ښاد
د جمعیت اسلامي د غړي محمدیونس قانوني تازه خپره شوې ویډیو او په دغه ویډیو کې د نوموړي څرګندونې، سپارښتنې او سلا مشورې د افغانستان او افغانانو لپاره څو اړخیزې ګټې لري.
د دغو څرګندونو تر ټولو لومړۍ ګټه داده چې د جمعیتیانو اصلیت یې ټولو ته په ډاګه کړ. اوس نو باید ټول له زړه دا ومني چې جمعیتیان د دې وطن ازلي دښمنان دي. دوی هیڅ وخت افغانستان نه غواړي او نه هم د دې وطن لپاره کومه برنامه لري، دوی په افغانستان یوازې سوداګري او معامله ګري کوي او شپه ورځ یې د دې لپاره یوه کړې چې څنګه په دغو معاملو کې خپل ګوند، قوم او ځانونه وپالي
غني او اتمر د قانوني له قوله وپېژنئ
محمدبشیر یوسفزوی
د محمدیونس قانوني یوه نوې غږیزه ویډیو تازه د رسنیو لاسته ورغلې ده. ښاغلی قانوني د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه خپلو ټلوال خېلو ته سلا مشورې ورکوي. د دوی هدف دادی چې څنګه په افغانستان کې نظام په داسې توګه بدل کړي چې دوی او د دوی راتلونکو نسلونو ته په کې زیات واک ورکړل شي
اتمر صاحب د خدای پار دی!
اېمل پیاوړی
نو ښاغلی اتمر چې ټولو ته د نجات پرښته معلومېده، دومره معامله ګر راووت چې د واک د ترلاسه کولو لپاره دې په قانون، وطن او ملت معامله وکړي، نو بالاخره په دې وطن کې سړی په چا اعتبار او حساب وکړي. ډېرو دا ګنله چې د افغانستان دغه بحراني او توپاني کښتۍ به که خدای کول دغه مبتکر مدیر (اتمر) ساحل ته رسوي، مګر درېغه چې دغه ښاغلي یې د لا توپاني کېدو لپاره له لېوانو او جنګسالارنو سره لاس یو کړی دی
اټومي پاکستان دې له عدالته نه وېرېږي
اېمل پیاوړی
پاکستان چې نه تاریخي اساس لري او نه هم پخه ریښه او د یوې توطیې او دسیسې له مخې د قرارداد په اساس رامنځته شوی او له کومې ورځې چې پاکستان جوړ شوی، نو سیمه خصوصاً افغانستان ورسره سخت نارامه شوی دی.
پاکستان له همغه لومړي سره په شیطاني لومو او لوبو بوخت دی. کله یوه ته کنده باسي او کله بل ته. د انګرېز دغه نامراده اولاد هره ورځ د افراطیت، ترهګرۍ، تشدد او نورو ناوړه پلانونو په پاللو او تطبیقولو بوخت دی
پاکستان له افغان سولې د څه وېره لري؟
مطیع الله سحر
افغانان له جنګه دومره خونپوره شوي چې حتی که د سولې او پاکستان خبره یاده شي، نو دوی هیله من شي چې ګوندې سوله راشي، سره له دې چې پاکستان هیڅ وخت هم د افغان سولې په برخه کې نه صادق وي او نه به هم صادق وي، ځکه پاکستان د باثباته او پرمختللي افغانستان طرفدار نه دی
طالبان لا هم نیابتي جګړه پرمخ بیایي
ګلرحمن رحماني
پاکستان چې زور او د امریکا جدیت ولیده، نو وار له واره یې د سولې په برخه کې خپلې هڅې چې لا یې هم پر صداقت شک کېږي ګړندۍ کړې. پاکستان د طالبانو د قطر سیاسي دفتر په شمول ټول لوړ پوړي اشخاص اسلام اباد ته ور وغوښتل او له طالبانو څخه یې غوښتنه وکړه چې له افغان حکومت سره سوله وکړي
ټولټاکنې او د اسلامي جمعیت تګلار
د اسلامي جمعیت د اجراییه شورا غړی یونس قانوني وړمه ورځ یوه خصوصي تلیفوني مکالمه کړې چې رسنیو هغه افشا کړې ده. د BBC په وینا دې مکالمه کې څرګنده نه ده چې قانوني چا سره خبرې کړي، خو ویلي يي دي ښای د جمعیت ګوند په راتلونکو ټاکنو کې د ښاغلي حنیف اتمر ملاتړ وکړي. قانوني خپلو خبرو کې ویلي چې ولسمشر غني د نظام بدلون په اړه د اسلامي جمعیت غوښتنه نه ده منلې، خو حنیف اتمر دوی ته شین چراغ ځلولی او په دې لامل کېدای شي جمعیت د اتمر ملاتړ وکړي
رياستي که نيمه رياستي نظام؛ کوم د هيواد په ګټه دی؟
په داسې حال کې چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو لپاره د نوماندانو نومليکنه روانه ده؛ سر له اوسه د ځینو احتمالي نوماندانو د ټکټونو له ادرسه د اوسني رياستي نظام د بدلون او په نيمه رياستي نظام يې د اړولو خبرونه ورکول کيږي. هغوی چې د ولسمشر غني سياسي مخالفان او حکومت منتقدين دي؛ د اوسني نظام د بدلون غوښتنه کوي خو ولسمشر غني بيا وايې چې رياستي نظام ورته سره کرښه دی او په هیڅ صورت کې به له چا سره د اساسي قانون او د نظام د بدلون پر سر معامله ونه کړي. دغه خبره ممکن په راتلونکو ټاکنيزو مبارزو کې د ولسمشرۍ د نوماندانو تر منځ د اختلاف ټکی اوسي
نیروهای افغاني سی آی ای« با سوء استفاده از خشم کار میګیرد
نویسنده : مجیب مشعل »Mashal Mujib »
منبع وتاریخ نشر : نیویارک تایمز » 13-31-1132 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل« .
--------------------------------------------------------------
جنگجویان درسخترین نقاط جنگی خط مقدم جنگ را نگه میدارند ،اما
مقامات میگویند که آنها تکتیک های وحشیانه ای خودرا درمعرض عام
قرارمیدهند وماموریت ایاالت متحده را تضعیف میکنند.
بقیه در ضمیمه
قانوني څه غواړي؟
محمد بشیر یوسفزوی
قانوني غواړي لوبه وکړي. بدرنګه لوبه، بدرنګه ځکه ده چې د وطن او ملي ګټو په خیر لوبه نه کوي، یوازې د خپلو شخصي، قومي او ګوندي ګټو په خاطر لوبه کوي. لوبه یې داسې پلان کړې ده چې له یوې خوا به په ولسمشریزو ټاکنو کې له حنیف اتمر څخه ملاتړ وکړي