اېمل پیاوړی

په افغانستان کې اوسنی جنګ په ظاهره د طالب او حکومت ترمنځ دی، مګر په حقیقت کې طالب د ولس پر وړاندې جنګېږي. طالب پردی جنګ راوړی او زموږ په خلکو یې تپلی دی، ځکه په دغه پردي جنګ کې قرباني زموږ خلک ورکوي. ضرر موږ وینو، تاسیسات زموږ ویجاړېږي. منابع او فرصتونه زموږ ضایع کېږي او ګټه یې پردیو ته رسېږي.

محمد روښان ښاد

له ملي پولیسو څخه لا هم پرېمانه شکایتونه موجود دي. خلک د هغوی له کړنو څخه راضي نه دي، ځکه د دوی شکایت دادی چې په ډېرو ځایونو کې خپله پولیس له قانون سرغړونه کوي. قانون ته درناوی نه کوي او د خشونت باعث ګرځي، نو له همدې امله د پولیسو مسلکي روزنې او د دوی د چلند بدلولو ته جدي اړتیا ده

محمد روښان ښاد

ولسمشر غني تل د سولې په پروسه کې مخکښ دی او سولې ته چې کوم تعهد لري هغه یې یوازې په خبرو نه، بلکې په عمل کې ثابت کړی. د بېلګې په توګه کله چې ولسمشر شو، نو د سولې عالي شورا کې یې تحرک او بدلون راوست. په ځلونو یې طالبانو ته د سولې وړاندیزونه وکړل. اوربند یې اعلان کړ. اسلامي هیوادونه یې را جرګه کړل. د علماو غونډه جوړه شوه او د هغې غونډې د متفقې فتوا په درناوي یې اوربند اعلان کړ او دادی اوس چې د امریکا متحدو ایالتونو استازی د حکومت او

محمد روښان ښاد

د ولسمشر غني له مهمو او لویو ځانګړنو څخه یوه داده چې د خلکو نظر او مشورې ته فوق العاده ارزښت ورکوي، په همدې موخه هره ورځ په ارګ کې د هیواد له بېلابېلو اقشارو، مشرانو، متنفذینو او سیاسیونو سره د بېلابېلو موضوعاتو په اړه سلا مشورې کوي او هم په ولایتي سفرونو کې د خلکو نظریات، غوښتنې او مشورې په ډېر دقت اوري.

محمدروښان ښاد

په دې وروستیو کې د زلمي خلیلزاد له هلو ځلو سره د سولې هیلې زیاتې شوې دي، خو دغه هیلې بې اندېښنو هم نه دي، څومره هیلې چې سولې پورې غوټه دي، نو همدومره اندېښنې هم ورسره ملې دي.

د ټولو هیله همدا ده چې سوله راشي جنګ به نه وي، وحشت او جنایتونه به نه وي، وژنې او وېره به نه وي، ارامه ارامي به وي، مینه او صمیمیت به وي، کس په کس به غرض نه وي، هر سړی به په خپل کار بوخت وي، مګر له څلوېښت کاله جنګ وروسته د دغسې سولې راتګ به یو خیال ته ورته وي.

په داسې حال کې چې په هيواد کې يو شمېر سياسي احزابو، سياسي څېرو او جهادي مشرانو به د ملي يووالي په حکومت نيوکې کولې چې ګويا حکومت له دوی سره مشورې نه کوي او يا حکومت سيکولر شوی او جهادي مشران يې د نظام له چوکاټه څنډې کړي؛ بلاخره حکومت د دغو اشخاصو له جملې مشهور او مخور يې د سولې په مشورتي بورډ کې راټول او له مشورو يې ګټې اخيستنې ته زمينه برابره کړه. اوس دغو سياسي مشرانو او يو شمير جهادي مشرانو خاوره وويستله

نویسنده : گذارشگر انتی وار
منبع وتاریخ نشر : انتی وار »71-71-1172 »
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
-------------------------

جزئیات مذاکرات در مورد نشست میان ایاالت متحده و طالبان، ازدو روز مذاکرات در
امارات متحده عربی ا ست. با توجه به گزارش ها، تمرکز ایاالت متحده در مذاکرات،
تالش برای فروش طا لبا ن در پذیرش آتش بس شش ماهه بود

ادامه موضوع در ضمیمه

اېمل پیاوړی

ځینې فکر کوي چې طالبانو په خپل زړه سولې ته غاړه کېښوده، مګر داسې نه ده. طالبان د ولسمشر غني د پراخو او هر اړخیزو هڅو په پایلو کې دېته مجبوره شول چې سوله ومني، ځکه ولسمشر غني لومړی  د افغان سولې په اړه د سیمې او نړۍ ملاتړ خپل کړ. بیا یې د افغانستان د جنګ په اړه په داخل کې او د اسلامي هیوادونو د علماو په کچه غونډې او کنفرانسونه راوبلل.

په داسې حال کې چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان  په نوښت په عرب متحده اماراتو کې د وسله والو طالبانو، امريکا، پاکستان او عربي چارواکو تر منځ خبرې شوي؛ دلته په کور دننه يو شمېر سياسي کړۍ په دغو خبرو کې د افغان حکومت د استازي په نه شتون نيوکې کوي او د افغان حکومت د استازي په نه شتون کې دغه خبرې نامشروع بولي. دوی دليل راوړي چې پاکستان د افغانستان لپاره ښه نيت نه لري او ډېر احتمال شته چې په دغه خبرو کې د افغان حکومت د نماینده په نه شتون کې د ځان او وسله والو طالبانو لپاره ډير امتياز وغواړي


‎لیکنه : مینه منګل 
‎سولې سره د انسانانو امیدونه تړلي ، چې سوله وي ژوند وي چې سوله وي پرمختګ وي، چې سوله وي وینې به نه تویېږي.
‎خو مهمه دا ده چې د سولې د پاره څنګه هڅې باید وشي ؟ 
‎د سولې د پاره ګاون‌‌‌‌‌‌ډي او د سیمې هېوادونه څنګه قانع کړای شي؟

زیاتې مقالې …