د افغانستان پر ډګر تپل شوې بهرنۍ جګړه او د هغې بهرني لوبغاړي اوس د رسنیو په کچه، مخامخ یو د بل په وړاندې دریږي او د جګړې د پېچلې معما ناڅرګند اړخونه افغانانو او نړیوالو ته ورځ تربلې ډاګیز او لا روښنانیږي.
د جګړې د یوه اړخ، افغانستان لپاره د ماسکو ځانګړی استازی کابلوف خپلو تازه څرګندونو کې وايی« طالبان د افغانستان پر ۴۰ سلنه خاوره واک لري، امریکا له دې پرته چې یا باید دې نه ګټل کېدونکې جګړې ته دوام ورکړي یا هم مخامخ طالبانو