ښاغلي اتمر له پاکستاني لوري د عمل غوښتنه کړې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

د پاکستان لومړي وزیر د روان کال د می په ۲۳نېټه له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه په رسمي بلنلیک کې غوښتي و چې افغان نظامي پلاوی دې له پاکستاني نظامي پلاوي سره د امنیتي مسایلو په اړه د بحث او مذاکراتو لپاره پلازمېنې اسلام اباد ته ورشي

.

د می په ۲۷ نېټه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په مشری لوړ پوړی امنیتي پلاوي (چې د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت عمومي رئیس محمد معصوم ستانکزي یې په ترکیب کې شامل وو)پاکستان ته دخپل سفر پرمهال دپاکستان دلوی درستیز جنرال قمرجاوید باجوه په مشرۍ د یاد هېواد نظامي پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د ښه والي په موخه په مهمو امنیتي موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.

که څه هم د پاکستاني مقاماتو ژمنو په افغانستان کې خپل باور بایللی او افغان حکومت او خلک په اسانه ورباندې ځکه باور نشي کولی چې د دوی خبرې او عمل تل فرق لرلی او د دوی ژمنې تل ی ژمنې پاتې شوې په عمل نه دي بدلې شوي. د دا ځلي مذاکراتو په اړه یې هم همدغه بې باوري موجوده ده، خو پوښتنه داده چې د دغې بې باورۍ باوجود ولې افغان حکومت له دوی سره په مذاکراتو خپل وخت ضایع کوي؟

ځواب دادی چې افغان حکومت د ستونزو د حل اساسي او ګټوره لاره مذاکرات بولي او له همدې امله نه یوازې مذاکراتو ته ارزښت ورکوي، بلکې حتی له وسله والو طالبانو سره هم د سولې پر مذاکراتو ټینګار کوي. افغان حکومت خپلو خلکو او نړیوالو ته دا ثابته کړې چې دوی تل د ستونزو د حل په موخه د مذاکراتو مېز ته وړاندې شوي، مګر دا چې نور یا په مذاکراتو باور نه لري او یا د مذاکراتو له پایلې وېره لري او د شویو پرېکړو عملي کولو ته زړه نه ښه کوي دا د دوی شخصي ستونزه ده چې پاکستان له مذاکراتو څخه د وېرې او د شویو پرېکړو د نه عملي کولو ښه مثال دی.

پاکستان هم چې دا مهال تر نړیوال فشار لاندې دی، غواړي له افغان حکومت سره په دغه ډول مذاکراتو دغه فشار کم او د نړیوالو پام بدل کړي، هغوی نړیوالو ته دا ثابتول غواړي چې دوی له افغان حکومت سره د ښو اړیکو او مذاکراتو غوښتونکي دي، مګر نړیوال دومره ساده نه دي او نه هم دومره په اسانۍ تېراېستل کېږي، څومره چې پاکستان فکر کوي، ځکه افغان حکومت د خپلې بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله د پاکستان دوه رنګي او اصلي څېره نړیوالو ته ور پېژندلې او هغوی یې په دې قانع کړي دي چې د ستونزې اصل رېښه پاکستان دی.

پاکستان ځکه د ستونزې رېښه ده چې هم ترهګري پالي او ملاتړ یې کوي او هم د ترهګرۍ د ځپلو په نوم له نړیوالو څخه مرستې او بسپنې را ټولوي. دوی غواړي چې ترهګري د فشار د الې او وسیلې په توګه وکاروي. مګر پاکستان هم اوس کرار کرار دې نتیجې ته رسېدلی دی چې دغه چل او نیرنګ یې نوره چندان نتیجه نه ورکوي.

د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر په مشرۍ پاکستان ته د سفر اصلي موخه د عمل د هغه پلان نهایي کول او د هغه په عملي لارو چارو بحث دی چې له امله به یې په افغانستان، پاکستان او سیمه کې امن او ثبات راشي.

د یادونې وړ ده چې د اپریل ۲۶مه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د روسیې په سوچي ښار کې د نهم امنیتي کنفرانس په څنډه کې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر جنحوعه سره په لیدنه کې د عمل پلان د هغو اوو مادو یااصولو په اړه خبرې کړې وې چې کابل ته د پاکستان د لومړي شاهد خاقان عباسي د سفر پرمهال دواړو لورو پرې هوکړه کړې وه. دا ځل بیا له پاکستان څخه په کلکه غوښتل شوي چې په خپلو ژمنو او په ځانګړي ډول د عمل پلان پر تطبیق عمل وکړي.