نجیب الله پاڅون
د بلخ پښتون مېشتې سیمې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د دې ولایت د ځایي چارواکو، وسله والو ډلو، مافیایي کړیو، جهادي او سیاسي ډلو له لوري د خپلو شومو اهدافو په موخه ناامنه او د پرمختګ، بیارغونې، تعلیم، هوساینې او ښه ژوند له سیوري څخه لرې پاتې کړای شوي.
دغو ناامنیو په هغه وخت کې ډېر زور اخیستی کله چې د ټاکنو مودې رانږدې شوي او پښتنو د خپلو رېښتینو استازو د ټاکلو په موخه غږ اوچت کړی. متاسفانه د دغو ناامنیو په رامنځ ته کولو کې له هغو پښتنو څخه کار اخیستل شوی، کوم چې د یو څو روپیو په خاطر یې په خپله