په افغان سوله کې د سیمه ییزه غونډو رول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

دفبروري مياشتې په ۱۵مه نېټه پلازمېنه مسکو د سيمه یيزو هيوادونو د مهمې غونډې کوربه و. په یاده غونډه کې چې دافغانستان،پاکستان،هندوستان،ايران،چين او روسې استا‌‌زو ګډون کړی وو، د افغانستان د حالاتواو د افغانانو په مشرۍ د سولې د پروسې په اړه یې بحث درلود

.

له یوې خوا دغه ډول غونډې دومره تکرار او بې پایلې پایته رسېدلي دي چې نور په سختۍ ورباندې افغانان باور کولی او موثرې یې بللی شي، خو بل لورته ناچاره دي باید په دغه ډول غونډو کې حداقل خپل حضور وښیي او د وضعیت په اړه خلکو ته کره او دقیق معلومات ورکړي.

موږ ولیدل له تېرو پنځلس کالو راهیسې د نړیوالو په نوښت او منځګرتوب په بېلابېلو هېوادونو کې ګڼې غونډې وشوې، په خپل مخکېنی ولسمشر کر‌‌زي پاکستان ته په ډېروسفرونو ستړی شو، مګر د دې باوجود یې هم داسې څه بود نه کړل چې د هېواد د امنیت او ثبات په برخه کې دې پام وړ اغېز ولري.

حتی تر دې چې دانګريزانو په منځګړیتوب یې له پاکستان سره په دې هم توافق وکړچې پاکستان به شپږو مېاشتو کې وسله وال طالبان دخبرو مېز ته کېنوي،خووروسته ثابته شوه چې دغه کاردوی نشي کولی او نه یې هم غواړي، ځکه پاکستان د افغان سولې په برخه کې نه یوازې صادق نه دی، بلکې ورځ تر بلې د وضعیت د لا خرابېدو او بې ثباتۍ هڅه کوي.

د افغانستان په اړه څلور اړخيزې غونډې ( پاکستان،افغانستان،چين او امریکا) هم په دې ونه توانېدل چې طالبان د سولې خبرو او مذاکراتو ته وهڅوي. دغه مذاکرات که څه ښه روان و، ځکه چې په مسایلو اصولي بحث کېده، خو په دویم پړاو کې کله چې د پرېکړو او تصامیمو د عملي کېدو وخت راورسېده، نو پاکستان له هغه څه څخه چې د بحث پرمهال یې منلي و په شا شو. پاکستان غوښتل مسولیت په ټولوتقسيم کړي او له ځان څخه فشارکم کړي له همدې امله څلور اړخيزې غونډې ښې پیل، خو بې نتیجې پایته ورسېدې.

نو خبره په دې کې نه ده چې مذاکرات ګټور نه دي، بلکې خبره په نیت او اراده کې ده، خصوصاً د پاکستان او نورو ګاوندیانو ، ځکه دوی که واقعاً وغواړي، نو هم مذاکرات بریالي کېدلی شي، هم غونډې ګټورې دي او هم سوله او ثبات ممکن دي.کېدای شي چین او روسیه د مذاکراتو دپرېکړو د عملي کوونکو په توګه ښه رول ولوبوي خو ممکن دوی په افغانستان کې د امریکا حضورته اندېښمن وي، ایران هم ممکن دغه ستونزه ولري، نو له همدې امله پاکستان او وسله وال طالبان له دغه وړ اندېښنو څخه د ځان په ګټه استفاده کوي، نو په دې اړه یو ګډ توافق حتمي دی، داسې بحث او توافق چې د ټولو اړخونو اندېښنو ته په کې ځواب وویل شي.

ځکه هره ورځ افغانان دجګړو قرباني کېږي نو افغان حکومت باید په دې برخه کې خپل جدیت وښیي او د سولې پروسه چټکه شي. دا پروسه هغه مهال چټکه کېدلی شي چې سوله د تسلیمۍ له مفهومه وېستل شي او ټولې خواوې په اعتماد کې واخیستل شي. تر ټولو د مخه بايد دخبرولپاره فضا جوړه شي اوطالبان هم بايد دسولې لپاره خپله ستراتيژي واضح اعلان کړي.

د بې ګناه افغانانو له وژلو نور لاس واخلي او له حکومت سره دې خپلې ستونزې او غوښتنې د مذاکره کوونکي پلاوي په منځګړتوب او بحث حل کړي. که چېرې دواړه غاړې د نړیوالو په تضمین باصلاحیته پلاوي معرفي او د مذاکراتو لپاره سره کېنوي، نو باور دی چې ډېر ژر به نتیجې ته ورسېږي او لکه څنګه چې له حزب اسلامي سره د دولت د سولې مذاکرات بریالي شول، نو له طالبانو سره هم به په ښه توګه سولې ته ورسېږي.