د قبایلو حقوقي نظام کې د بدلون د منازعې ارجاع د بین المللي عدالت په دیوان کې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ژباړه: وحید احمدز

 

د افغانستان او پاکستان تر منځ خودمختاره غرنۍ سیمه ”فاټا“ له اوه اداري واحدونو څخه جوړه ده چې له ۵ څخه تر ۱۰ میلیون پښتانه په کې اوسېږي.

له پاکستان دمخه د قبایلو ازادې سیمې د برتانوي هند امپراتورۍ د حقوقي نظام او د پښتونولۍ د تعاملي حقونو په چوکاټ کې اداره کېدې. برتانویان چې د قبایلي جنګیالیو له شپنیو بریدونو څخه تر پوزې ورسېدل، نو د ۱۹۰۱ قانون په انفاذ سره قبایلو ته په خودمختارۍ قایل شول او په دې ترتیب د افغانستان او برتانوي هند تر منځ یو حایل زون د فاټا په نوم رامنځته شو. قبایل په خپلو اداري او قضایي چارو کې کاملاً ازاد وو. خو چې له فاټا څخه به پر برتانوي سرتېرو برید وشو، نو

برتانوي عسکرو له نظامي قانوني صلاحیت څخه په استفادې عملیات کول.  

د پاکستان د جوړېدو پرمهال ۱۹۴۷ کال کې د انګرېزانو پر ضد د وزیرو، مسیدو، مومندو او نورو قبایلو خونړيو بریدونو له امله د پاکستان موسسینو د نوي پاکستان د ایجاد د ملاتړ په موخه قبایلو او د فاټا اوسېدونکو ته د دروغو وعده ورکړه چې د استعمار دورې قانون به لغوه او د پاکستان له جوړېدو وروسته به زیاته ازادي ورکړي. قبایلو ته د خپلواکۍ ژمنه د وخت د دفعه کولو په خاطر وه. پوځ د پاکستان له جوړېدو وروسته په همغه پخوانۍ استعماري طریقه له قبایلو سره چلند وکړ. د پاکستان د وعده خلافۍ پر ضد د قبایلو غبرګون د قومي جرګو په بڼه څرګند شو چې په هغه کې د خدایي خدمتګار (پاچاخان) په نوښت او د کابل واکمنانو په غیر مستقیم ملاتړ له پاکستان جلا قبایلو ته د ملي سرود، بیرغ او دولتي هویت طرحه جوړه شوه. په دې ترتیب د پښتونستان داعیې د سیمې هېوادونو (افغانستان، پاکستان او هندوستان) ډیپلوماتیکو تعاملاتو کې ځای ونیوه.   

د شوروي ضد جهاد لسیزه کې فاټا افغانستان ته د جنګیالیو د تګ راتګ مرکز و. هغه ډلې چې وروسته یې پاکستان، افغانستان او امریکا ته مزاحمت ایجاد کړ لکه القاعده، د پاکستان طالبانو اسلامي تحریک، د افغانستان د طالبانو تحریک، حقاني شبکه، لشکرطیبه او نورې له پنجاب او سند څخه همدې سیمې ته وکوچېدې او پیاوړې شوې.  د دې ډلو ایجاد، پیاوړتیا او د ابزارو په توګه له هغو څخه په استفادې کې پاکستان، لویدیځ هېوادونه او امریکا دخیل و.  نن غربیان قبایلي سیمې د توندلارو د ظهور، روزنې، تجهیز، تمویل او عملیاتو مرکز بولي.

 ’’ ژان پیر پیرن ‘‘فرانسوي په خپل کتاب (’’ د سکندر د خوبونو ضد جهاد ‘‘– 2017 ) کې د غربیانو ذهنیت چې فاټا د اسلامي توندلارۍ زانګو ده، لیکلی دی. د دې کتاب په څېر سلګونه چاپ شوي کتابونه د غربي سیاستوالو پر ذهنیت  ژور اغېز لري.

د شوروي د یرغل پرمهال قبایلي سیمې د غرب په ملاتړ د افغانستان او پاکستان تر منځ د جهاد د سربازګیرۍ سیمه وه. د نیویارک له بریدونو وروسته امریکا او متحدینو یې قبایلي سیمې ته د اسلامي توندلارۍ او ترهګرۍ د صادرېدو د مرکز په توګه وکتل. په افغانستان کې د بین المللي نظامي ائتلاف پر ضد د حقاني شبکې او افغان طالبانو بریدونو له امله قبایلي سیمې د امریکا تر سختوبریدونو لاندې راغلې.

 د قبایلي سیمو پر ضد تبلیغ هغه مهال زیات شو چې د پاکستان د ۳۵ زره مدرسو څلورمه برخه په قبایلي سیمو کې وې. د پښتون ژغورنې غورځنګ وښوده چې قبایل د صوفي اسلام پیرو دي او له مدرنیتوب سره دښمني نه لري.

په هر حال! پاکستان په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې له دوه رامنځته شویو پېښوګټه واخیسته.  لومړی پښتون ژغورنې غورځنګ غربیانو ته وښوده چې د تروریستي او توندلارۍ په اړه یې تصور بې بنسټه دی. پاکستان امریکا او متحدینو ته یې  دا ښودل غواړي چې  د پښتنو مذهبي جذبو څخه یې په افغانستان او کشمیر کې د جهاد لپاره استفاده نه ده کړې.

 د پاکستان حکومتي اداري سیستم سره د ازادو قبایلو یو ځای کولو سره پاکستاني جنرالان غربیانو ته دا پیغام ورکول غواړي چې له دې وروسته به فاټا له حقونو څخه محرومه او د ترهګرۍ ځاله نه وي.

خو د  پردې تر شا خبره داده چې له اسلام څخه د ستراتیژیکو موخو په خاطر د استفادې لپاره پاکستان د امریکا په نسبت په سیمه کې ځان په مناسب ځای کې ویني. د پښتون ژغورنې غورځنګ او فاټا له یوځای کېدو څخه تبلیغاتي استفاده یوازې پر پاکستان د غربیانو د فشار کموالی دی. د پاکستان اداري سیستم سره د فاټا یوځای والی د دې لا زیات امکانات برابروي چې مذهب د وسیلې په توګه د پاکستان په واک کې ورکړي. پاکستان هیڅ وخت ژيوپولیتیک موخو ته د رسېدو لپاره د مذهب ځواکمنه وسیله له لاسه نه ورکوي.  

 پاکستان په داسې حال کې له تازه جریانونو څخه په قبایلو کې د نفوذ د پراختیا لپاره ګټه اخلي چې اصلاً د سیاسي اسلام عمده مرکزونه په قبایلو نه، بلکې په پنجاب او سند کې دي.

پاکستان په افغانستان کې بین المللي نظامي ټلواله له ستونزو سره مخ کړې: سملاسي د ائتلاف پلمې (د توندلارو او ترهګرو په توګه د پښتنو ځپل او د قانون د نفوذ څخه دباندې ساحې په توګه د فاټا وجود) په متنازغ فیه قبایلي سیمو کې د هوایي عملیاتو احتمال دفع کړ. پښتنود ترهګرۍ له توره برائت پیدا کړ. خپلسري او ازاد قبایل پایته ورسېدل.

د فاټا قبیلوي نظام د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ حایل زون پېژندل شوی چې د هغه په حقوقي نظام کې تغیر د افغانستان او برتانوي هند په واک کې دی. بین المللي حقوق په عمومي قاعده کې خپله پاکستان د دریم هېواد په توګه پېژني چې د افغانستان او برتانوي هند تر منځ د موافقتنامو له مفاد څخه ګټه نشي اخیستلی. بناً بین المللي کنوانسیونونه پاکستان ته د ډیورنډ کرښې او فاټا په حقوقي حالت کې د بدلون اجازه نه ورکوي.