انجنیرعبدالصبور صافی

حرفهای غیرمسؤلانه توهینانه و اهانت آمیز یکتن از وکلای معلوالحال از تریبون پارلمان کشور جهت بازاریابی سیاسی و خوشنودی باداران نابکارشان درحال حوالهٔ ملت میشودکه وطن در تنور جنگ سخت تشنه اتحاد و یکپارچگي ملت بلاکشیدهٔ خود است،  جای نهایت تأسف بحال  آنعده از اعضای پارلمان که به نماینده گی ملت داخل پارلمان نشسته اند وبه این سخنان ابله گوش فرامیدهند ولی برخورد  قاطع دردفاع از ملت درچوکات قانون

ګلرحمن رحماني

د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) د روان میلادی کال په پیل کې کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چی هیواد یې د افغانستان د سولی په برخه کی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي همدارنګه  پاکستان ته په خپل سفر کې له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د کتنې پر مهال د افغانستان ، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی و، پاکستان د یوی اعلامیي په خپرولو سره

ګلرحمن رحماني

د جګړی په تاریخ کی چی چا هم ولس ته په سپکه سترګه کتلي او مخ یې ورځنی اړولی دی بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلی ، د کابل پروسې دویم کنفرانس کې ولسمشر محمداشرف غنی طالبانو ته د سولی بیساری وړاندیزونه وکړل ، له دغو وړاندیزونو وروسته طالبانو سکوت اختیار کړ او زیات باور دا و چې دوی به نوره له ولس سره دښمني پرېږدي او د سولې مذاکراتو ته به راوړاندې شي

نویسنده: کرستوفر بلیک )Black Christopher . )
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »70-70-8702 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسا م »مل« .
 ----------------------------------------------------------
****
 دبیرکل قوای» نا تو « اقای جینس استولتنبرگ )Stoltenberg Jens )در »80 »
ماه اپریل علیه طا لبا ن که دربرابر نیروهای ایاالت متحده امریکا و»ناتو« یعنی آنهایکه
به افغانستان هجوم آورده وافغانستان را اشغال کرده اند اولتیما توم و یا اخطا ریه ای را
به این مضمون اعالم کرد

ادامه در ضمیمه

د علماوو د سولې اړوند اعلامیه

د درې اړخیزه علماوو غونډه

افغانستان – اندونیزیا – پاکستان

د افغانستان سوله او ثبات

بوګور ښار، ۲۵ شعبان ۱۳۳۹ هـ ق، ۱۱ مئ ۲۰۱۸ ز. کال

نظرمحمد مطمئن

له انګلیسې متن څخه پښتو ته ژباړه

 

 

---------------------------------------------------------------------------------------------------------------

بسم الله الرحمن الرحیم

 

فَإِنْ تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللَّهِ وَالرَّسُولِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ  الْآخِرِج ذَٰلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلًا (سورهٔ نساء-آیهٔ ۵۹)

ژباړه: كه ستاسې تر مينځ په كومه چاره كښې شخړه پېښه شي؛ نو هغه د الله او رسول لوري ته ور وګرځوئ،  كه رښتیا تاسې  پر الله ﷻ او د اخرت په ورځ ايمان لرئ. همدا  كار غوره او په انجام کې ډیر ښه دی.

 

موږ د افغانستان اسلامي جمهوریت، د اندونیزیا جمهوریت او پاکستان اسلامي جمهوریت علماء د شعبان ۲۵مه ۱۴۳۹ هـ ق کال ( مئ ۱۱مه ۲۰۱۸) د اندونیزیا په بګور ښار کې سره را ټول شوي یو، تر څو پر هغو ستونزو بحث وکړو چې زموږ افغان وروڼه او خویندې او د نړۍ نورو برخو کې مسلمانان ور سره مخ دی.

 

د وحدت او یووالي د اصولو د لارښوونې، او همدارنګه د اسلامي ورورولۍ د اصولو او تګلارې له مخې موږ د افغانستان او اسلامي نړۍ د سولې په ټینګښت کې د مرستې کولو ژمنه کوو.

 

د لیسزو په پام کې نیولو سره ، په افغانستان کې زموږ وروڼه او خویندې د اوږدې او سختې ازموینې او مصیبت سره مخ شوي. د ټولو ستونزو سره سره، دوی هیڅ کله د سولې لپاره په مبارزه کې نهیلې شوې نه دي. دوی د یو پیاوړي ملت او د پوخ باور لرونکي مسلمانانو په توګه د انساني ژوند استقلال او نیکمرغۍ غوره نمونه وړاندي کوي.

 

سولې ته د رسیدو لپاره، موږ د قرآن کریم او سنت په رڼا کې د یووالي او اتحاد د لارې  مبارزه او هڅې کوو. موږ د یوه سوله ایز او سوکاله افغانستان لپاره خپل ملاتړ څرګندو،  همدا ډول مشوره کوو چې علماء څه ډول کولای شي چې د سولې د ښه چاپیریال را منځته کېدو لپاره د سولې پروسه کې ښه رول ولوبوي.

 

ټینګار وشو چې زموږ د هڅو بنسټ؛ د امت یووالی او یو صف ساتل داسي لکه په لمانځه کې چې مسلمانان په یو صف کې دریږي، مسلمانان باید یو بل سره اوږه په اوږه ودریږي، علماء باید په ګډه  کار وکړي چې د ستونزو له منځه وړلو او تشو (خالیګاوو ډکولو) لپاره همدوی (علماء) د اسلامي امت لپاره پُل جوړ شي.

 

خپل ځانو ته یادونه کوو چې الله ج موږ ته حکم کړی: " او تاسي ټول د الله ج په رسۍ  منګولي ولګوئ او ګوندي (بېلول، پاشل کېدل) مه کوئ" ال عمران ۱۰۳ ایه.

راځئ چې همدا رسۍ ټینګه کړو، نو د الله ﷻ رحمت او برکت به بیرته په موږ  وشي.

هغه ټکې چې توافق ورباندي وشو:

۱ –  اسلام د سولې، روڼتیا او یووالي دین دی. د اسلام کلیمې اصلي ريښه له عربي (سلیماً) کلیمي څخه اخیستل شوی،  چې معنی یې سوله او خلاصون (نجات) ده، په اسلام عقیده لرونکې باید د رحمت او رحم  په اړه د ژور غور او فکر لرونکي وي.

۲ -  د اسلام اساسي او رښتوني پېغام د سولي، رحمت او رحم پر اصولو ولاړ دی، له همدې امله موږ پېغام پاکستان، افغان اعلامیه او د سولې اړوند د اسلامي نړۍ د علماوو د هلو ځلو ملاتړ کوو؛ هغه هڅې چې د سولې، اسلامي وروولۍ او د تاوتریخوالي او ترهګرې د مخنیوي لپاره دي.

۳ –  سوله د الله ﷻ حکم او امر دی، مسلمانان مکلف دي چې د دوی په ژوند، په لیک او د ژوند تګلاره او روح کې یې عملي کړي. د مسلمانانو تر مینځ ټولې شخړې او لانجې باید د قران او سنت په رڼا کې حل شي.

 موږ دیني عالمان، د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر لخوا د فبروری په ۲۸مه ۲۰۱۸،  د کابل سولې پروسي د سولې او بیا پخلاینې د وړاندیز ستاینه کوو.

موږ همدارنګه د سیمه ییزو هیوادونو، اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې ستاینه کوو چې د افغانستان د سولې پروسې بشپړ ملاتړ کوي.

۴ – موږ په افغانستان کې د سولې لپاره د مناسب چاپیریال غوښتنه کوو او په ټولو اړخونو ږغ کوو چې د سولې مخامخ خبرو پروسې سره یوځاى شي، ځکه چې د سولې اساس په قرآن کریم کې "شورا" د مشورې په نامه یاد شوی دی. او لکه څنګه چې د الشوری سورت  په 38 آیت کې اشاره شوې.

" د مؤمنانو هر کار په خپل منځي مشورې سره وي."

۵ – د پېغمبرانو د وارثانو، د قران او حدیث په تفسیر کې د مستند ږغ په توګه، دیني عالمانو (د  محمد r، رښتوني وارثانو) په اسلامي ټولنو کې مهم رول ولوباوه؛ ترڅو د اسلام د ریښتینې  او فطرې بڼې ساتنه وکړي. دا چې محمد r رحمة للعالمین دی، له همدې کبله علماوو دغه درانه امانت پورته کولو ته خپلې اوږې ورکړي، ترڅو هغه لوړ اخلاقي اصول وساتل شي، اسلامي او انساني ورولۍ ته وده ورکړي.

۶ –  علماء ورثت الانبیاء دي، د سولې نړیوالو اسلامي ارزښتونو، روڼتیا، ټولنیز عدالت او اعتدال ته د ودې ورکولو مسولیت لري، او همدارنګه د اصولو پلې کول د یادو لارښوونو، معیارونو د منلو او نظر کې نیولو سره د علماوو دنده ده.

۷ – د اسلامي امت علماء، په ځانګړي ډول د اندونیزیا، افغانستان او پاکستان په څیر هیوادونو علماء، د مسلمانو هیوادونو اړوند چې له ستونزو او ننګونو سره مخ دي؛ په اړه یې ژور پوهاوی لري، همدوی کولای شې چې د سولې او یووالي برخه کې په اسلامي نړۍ او ځانګړي ډول افغانستان کې مهم رول ولوبوي.

۸ –  د قران کریم او محمد r د احادیثو په رڼا کې، د علماوو د لارښوونو پر بنیاد په ژوند او چارو کې منځنی حالت (وسط)  غوره ګڼل شوی دی.

محمد r فرمایې: په سمه لار ولاړشئ او اعتدال غوره کړئ ، د ورځي ، ماښام او دشپي په کومه برخه کي عبادت کوئ او خپل اصلي مقصود (جنت)  ته ورسيږی . اتم جلد ۴۷۰ حدیث، بخاري شریف.

۹ – موږ تایدوو چې تاوتریخوالي او ترهګرۍ د هیڅ ډول مذهب، قومیت، تمدن یا قومي ډلو سره تړاو نه لري، تاوتریخوالی، افراطیت او تروریزم، ټولو د ملکي وګړو ضد کړنو او او انتحاري بریدونو ته شاملیږي، کوم چې د اسلام د سپیڅلو اصولو مخالف دي.

۱۰ – د امت د یوې کورنۍ په توګه، موږ د سولې د ټولیز بهیر ملاتړ کوو او د سولې پروسې لپاره په منظم ډول د مرستې لپاره چمتو یو، په داسې حال کې چې د سولې اړوند بېلابېلو هڅو او وړاندیزو په نظر کې نیولو سره یوه سمه  او مناسبه حل لاره د افغان سولې لپاره پيدا کړو.

 لکه څنګه چې په لاندې ډول قران کریم او احادیثو کې ذکر شوی:

  • یقیناً مؤمنان (سره) وروڼه دي، نو د خپلو دوو وروڼو منځ کې سوله کوئ او د الله ﷻ څخه وویریږئ ترڅو رحم درباندي وکړل شي. قران کریم، سورة الحجرات، ۱۰ ایت
  • رسول الله ﷺ وفرمایل: داسې ستر عبادت در وښیم چې له روژې، لمانځه او زکاته یې درجه لوړه وي؟
    هغوی (صحابه وو) وویل: ولې نه، محمد r وفرمایل: هغه ستر عبادت د مسلمانانو ترمنځ روغه جوړه ده. ځکه د زړونو ترمنځ د فساد لپاره شیطان تخریب کوي. د ترمذي حدیث
  • د مؤمنانو مثال يو و بل ته په نږدېوالي، يو بل باندې رحم کولو او همدردۍ کې داسې دی لکه د يوه جسد، کله چې د بدن يو غړی په عذاب او درد شي، ټول بدن ورسره نارامه وي. بخاري شریف ۵۶۶۵ حدیث

 ۱۱ –  په دې اړوند موږد افغانستان، اندونیزیا او پاکستان د علماوو رول د سولې د ودې او پرمختګ برخه کې ، د علماوو ترمنځ د قرآن، سنت او اسلامي لارښوونو په رڼا کې د همږغۍ او اسلامي وروولۍ  د پیاوړتیا په برخه کې؛ ورڅخه ننګه کوو.

۱۲ – موږ د اندونیزیا د حکومت  څخه مننه کوو چې  د دریو هیوادو او اسلامي نړۍ د علماوو ترمنځ د همکارۍ د رښتونې پروسې د پېل کولو لپاره یې مرسته وکړه.

الله ﷻ دي زموږ نیک عملونه قبول کړي.

 

بَلِ اللَّهُ مَوْلَاكُمْ ۖ وَهُوَ خَيْرُ النَّاصِرِينَ

بلکې الله ج مو مل او ملګری دی او هماغه تر ټولو غوره مرستندوی دی. سورة العمران ۱۵۰ ایت

 

بګور ښار، د مئ میاشتې ۱۱مه ۲۰۱۸

 

د افغانستان د علماوو د ډلې مشر                      د پاکستان د علماوو د ډلې مشر  د اندونیزیا د علماوو د ډلې مشر

مولوي عطاء الله لودین                                   پروفیسور دکتور قریشي شهاب                         دکتور قبله ایاز

 

گزارش و تبصره : ع. بصیر دهزاد

 قضیه  آسیبدیده گان هموطن ما در کشور شاهی هالند ناشی از تطبیق ماده 1- اف کنوانسیون پناهنده گی  1951 ملل متحد از سال 2000 تا کنون به یک مسآله جنجالی در سیاست حکومت هالند ، نهاد های اجتماعی  هالند، کمیساری پناهنده گان ملل متحد و تعداد از محققین و دانشمندان عرصه حقوق مبدل گردیده است

محمد روښان ښاد

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار، خوست، کندهار او نورو ولایتونو کې د طالب وسلوالو له لوري داسې جنایتونه، وحشتونه او عام وژنې ترسره شوې چې د ډېرو غوني یې زیګه کړل. وروستي بریدونه هم زیات و او هم وحشتناک چې د کابل ښاریانو په زړونو کې یې وېره خپره کړې او که خدای مکړه دغه وضعیت همداسې ادامه ومومي، نو خلک به بېخي نهیلي کړي

ېمل پیاوړی

له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې داسې بېدرېغه ووژل شو او لا هم وژل کېږو لکه د قربانۍ پسونه. مګر د دغو بېدرېغه وژنو باوجود مو نه ځانته رجوع وکړه او نه هم خدای ته. ځانته رجوع په دې مانا چې په خپله اصلي ستونزه او د هغې په حل لاره مو لا هم اساسي فکر نه دی کړی

محمد بشیر یوسفزوی

طالب او داعش هغه قاتلې، ترهګرې او وحشي ډلې دي چې نه خدای مني، نه رسول مني، نه قانون مني او نه ارزښتونه، نو له همدې امله له دوی څخه دا ګیله  چې جنګي اصول او قوانین تر پښو لاندې کوي بې ځایه ده، ځکه د دوی هیڅ کړنه په هیڅ قانون نه ده برابره ، مګر په دې وروستیو کې یې بېخي وحشت ته مخه کړې

ګلرحمن رحماني

ټاکنی هغه پروسه یا سیستم ده چی د هغه په ذریعه رایه ورکونکی د ډیرو انتخابونو له منځ څخه د خپلې خوښې انتخاب کوي. دا د وګړو مدني او قانوني حق دی.یا په بله وینا ټاکنیز سیستم د باوری رای اچونی ، د رایو د شمیرنی او د نهایي یا اخیرنیو پایلو لاسته راوړلو لپاره د رایو د جمع کولو د قوانینو او مقرراتو مجموعه ده

نویسنده : فلیپ ای فرراجیو )Farruggio A Philip . )
منبع وتاریخ نشر : گلوبال ریسرچ »21-50-1522 .»
برگردان : پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
---------------------------------------------------

 تصویربرجسته جورج دبلیو بوش با» الن دیجنرس «}Degeners Ellen=
 بازیگرمجری تلویزیون وکمیدی{ پشت صحنه پس از آنکه ریس جمهور سا بق
 با »الین« ظاهر شد وتوسط او بعنوان یک دوست خوب مورد تقدیر قرارگرفت
****
 با چه دروغبا فی ها وبا چه قرینه سازی ها ؛ به چه تعداد مردمان معصوم وبی گناه
را آدم های مثل جورج بوش پدر و جورج بوش پسر و د یگ چینی کشته اند ؟

ادامه در ضمسمه

زیاتې مقالې …