د امنیتي ځواکونو وړتیا ورځ تر بل ځلېږي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

همغه داخلي او بهرني مبصرین چې دوی به څلور کاله وړاندې په خپلو تحلیلونو کې ویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د نړیوالو سوله ساتو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې او طالبانو تاب رانه وړي او له درې څخه تر شپږ میاشتو پورې به حکومت سقوط وکړي، مګر درې درې نیم کاله وروسته دادی وینو چې حکومت نه یوازې سقوط ونه کړ، بلکې امنیتي او دفاعي ځواکونه د ټولو د توقع برخلاف زیات ځواکمن شول. د هغو مبصرینو وړاندوینې نه یوازې غلطې ثابتې شوې، بلکې هغوی هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیا او زړورتیا ته هک پک پاتې دي.

زموږ د اتلو او زړورو ځواکونو د زړورتیا او ړتیا ښه بېلګه پر کورنیو چارو وزارت د تروریستي برید مخنیوی و. دغه ترهګر چې په ذرې موتر کې په عصري وسلو سنبال د کورنیو چارو وزارت تر دروازې ورسېدل، مګر زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د وړتیا او زړورتیا پر مټ په یو ساعت کې لس واړه تروریستان ووژل شول.

نه زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه د صحرایي بوټو په څېر په سر پدغومره غښتلي شول او نه هم د دوی وړتیاوې خدایي وغوړېدې، بلکې د حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د هلو ځلو او ځانګړې پاملرنې له برکته زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه نن دومره غښتلي شوي دي چې ټول هېوادوال ورباندې ویاړي. ولسمشر غني په تېرو درې نیمو کالو کې دوی ته بېخي خاص پاملرنه وکړه.

په لومړي قدم کې بار بار قول اردوګانو او نظامي ځایونو ته ورغی، هلته یې له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره جلا جلا لیدنې وکړې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې خپلې ستونزې ورسره په وضاحت شریکې کړي. ولسمشر د دوی ستونزې واورېدې، حل لارې یې ورته ولټولې او په دې ډول یې امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته روحیه او انګېزه ورکړه او هغوی یې په دې وپوهول چې د دوی د پوښتنې یو څوک شته.

همدارنګه یې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د شته فساد مخه ونیوله، پخوا به د دوی له اعاشې او تنخواګانو څخه غلاوې کېدلې. د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو درملنې او د شهیدانو کورنیو ته پر رسیدګي یې ټينګار وکړ. د شهیدانو کورنۍ یې ارګ ته ور وغوښتلې، پر هغوی یې د شفقت لاس را تېر کړ، د دوی د کورنۍ د غړو اتلولۍ او سرښندنې یې وستایلې او هغوی ته یې وویل چې د دوی د وینو ارزښت او د سرښندنو قدرداني تلپاتې ده او د شهیدانو د اولادونو ساتنه ا وپالنه زموږ مسوولیت دی او دغه مسوولیت به په ښه توګه ترسره کړو. هغوی ته یې نغدي مکافات  او همدارنګه یې ځینو ته د اپارتمانونو کیلیانې هم ورکړې او نورو ته یې ډاډ ورکړ چې د استوګنې د کورونو په وېش کې به لومړیتوب د شهیدانو کورنیو ته ورکول کېږي.

پر دې سربېره یې په بین المللي کنفرانسونو، غونډو او سفرونو کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وړتیاوې وستایلې او د دوی د لا تجهیز، تمویل او ښې روزنې په موخه یې د نړیوالو پام ور واړاوه. بالاخره د دغو ټولو هڅو او هلو ځلو له برکته نن امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د نړیوالو د باور وړ دي او هم د افغانستان خلک تر بل هر وخت زموږ په ځواکونو زیات باورمند دي او د دوی ټینګ ملاتړ کوي. تر ټولو مهمه لا دا چې امنیتي او دفاعي ځواکونه ورځ تر بلې پیاوړي کېږي. دومره پیاوړي شوي چې ترهګر او طالب وسله وال د دوی له وېرې له هغوی سره د مخامخېدو جرئت نه لري او له همدې امله د مخامخ جګړې پرځای په ښارونو او عامه ځایونو کې چاودنې او بریدونه ترسره کوي او عام وګړي او ملکي تاسیسات په نښه کوي.