خدایه! نور مو وژغوره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 یا الله مونږ خو تل په خوله او ژبه باندې دا کلمه وایوو چې (لااله الا الله محمد رسول الله. یانې له الله تعالی پرته بل کوم ذات او هستي نشته چی هغه دې د عبادت لایق وي، یواځی یو الله د عبادت لایق دی،ځکه یواځې الله تعالی زمونږ خالق ، مالک او پیدا کوونکی دی. همغه پالونکي، ساتونکی، پناه کوونکی او پیدا کوونکی دی

خو یا الله  هغه وحشیان چې ستا له دین او لارې بې خبره دي، نو هغوی ولې د خپلو وحشتونو د غلط تعبیرولو او زموږ د مسلمان ملت په تکفیرولو سره موږ وژني؟ زموږ عام او مسلمان ولس ته چې په اسلامي نړۍ کې یې د مسلمانۍ ساری او د سرښندنو مثال نه لیدل کېږي او زموږ مېړنيو سرتیرو ته چې ستا د دین او د خپل ګران وطن د دفاع لپاره هره لحظه چمتو دي د کافر خطاب کوي؟ دوی ولې د پردیو پر فتواګانو ستا د دین خلاف عمل ترسره کوي. زمونږ خوشحالی په غم بدلوی ، د لوبو ډګرونه مو په خپلو وینو باندې رنګیږي. د عبادت پرمهال مو په جوماتونو کې وژني. ګلالي او معصوم ماشومان مو ستا د دین د زده کړې پرمهال په ښوونځیو او جوماتونو کې شهیدانوي.

یا الله مونږ ډیر ناتوانه یو نور په افغانانو رحم وکړې. نور ظالمانو ته دومره وس مه ورکوه چی نوری زموږ میندی بورې کړي، ځوانان شهیدان کړي. ځوانې ناوې کونډې کړي ، پلرونه بې زامنو کړی او زامن بی پلاره کړي. یا ربه نورنور هغوی ته دا توان مه ورکوئ چې پردۍ جګړه زموږ کور ته راوړي او زموږ هېوادوال په کې شهیدان کړي.

یا ربه دا خو همغه غیرتي ملت دی چې ستا پر دین یې ننګ وکړ او ستا د دین د دفاع په خاطر یې یو نیم میلیون شهیدان ورکړل، معلول او بې وطنه شول. خپل ځانونه یې نذرانه کړل، خو د اسلام د مبارک دین دفاع یې وکړه، مګر نن یو کوچني اقلیت هغوی چې ستا له دین او لارې بې خبره دي، هغوی نن زموږ ملت د اور په لمبو او د وینو ډنډ کې ودرولی او قسماقسم ظلمونه ورباندې کوي.

خدایه په دغو ظالمانو او ستا د دین له لارې څخه په بې خبرو جهالو او خوارجو اسماني افت را نازل کړه، داسې افت چې دوی د ځمکې له مخ محوه شي او بشر یې له شر او زیان څخه خوندي شي. د همدوی په لاس هره ورځ بیګناه افغانان وژل کیږي. هره ورځ وژل کېږو د روژی په مبارکه میاشت کی چی الله ج د دوزخ دروازی تړلی وی خو د ځمکی پر سر ظالمانو ولی افغانان د همدی مبارکی میاشتی کی وژنی ، مونږ نور د جنازو له پورته کولو ستړی یو ، زمونږ اوږی نوری د جنازی له وړلو ستړی شوې دی ، یا الله افغانان د سولی غوښتونکی دی سوله غواړی امن غواړی ، یا الله په دی هیواد کی مو د هغه اشخاصو نه لری وساتی چی په شکل د انسان خو په باطن کی فرعونیان دی او د بی ګناه انسانانو ژوند اخلی . یا الله مونږ له دی ژونده ډیر ستړی یو .