طالبان ولې د ټاکنومخالفت کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر

طالبانو د يوې اعلامې په خپرولوسره د ولسمشراشرف غني هغه غوښتنه ردکړه،چې ګواکې په ټاکنوکې دې برخه واخلي. دوی همدارنګه ويلي چې په راتلونکوپارلماني ټاکنوکې به نه یوازې ګډون ونه کړي، بلکې د دغو ټاکنو د ګډوډولو او سبوتاژ کولو لپاره به له خپلو فعالیتونو لاس په سر نشي

.

که څه هم طالبان په ظاهر دا پلمه کوي او وایي ترهغوپورې به په ټاکنوکې ګډون ونه کړي، ترڅوچې بهرنې ځواکونه له افغانستان څخه نه وي وتلي، مګر اصل خبره داده چې طالبان نه په ټاکنو باور لري او نه هم ارزښت ورکوي، ځکه دوی په دې پوهېږي چې په ولس کې رېښه او محبوبیت نه لري او د دوی له وحشتونو او تروریستي فعالیتونو څخه ولس سخت ځورېدلی دی، نو له همدې امله به هیڅ وخت هم ټاکنو کې ګډون ته زړه ښه نه کړي.

د ولسمشرۍ،پارلماني او ولايتي شورا ټاکنې هغه ملي بهير دې چې ولس دخپلې خوښې استازي په کې په خپلو ازادو رایو ټاکي. ټاکنې د ولس د ارادې د تمثیل او د واک د لېږد سوله ییزه لاره ده، خو دا چې له یوې خوا په هېواد کې جګړه روانه ده او له بلې خوا ټاکنې په افغانستان کې نوې تجربه ده، نو له همدې امله نه ټاکنې بې ستونزو او بې جنجاله دي او نه هم ولس لا پر ټاکنو هغومره باور چې ښایي وې لري.

طالبان د دغې مهمې او ملي پروسې پر وړاندې د خنډ د ایجادولو کوښښ کوي او د دې پایله به دا وي چې یا به په ځینو لیرې پرتو او ناامنه سیمو کې ولس له رایې ورکولو او د خپلې خوښې د نوماندانو د انتخابولو له حق څخه محرومېږي او یا به هم د درغلیو او فساد په پایله کې داسې کسان ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو ته لاره پیدا کوي چې نه د ولس ښه استازیتوب کولی شي، نه یې وړتیا لري او نه هم ښه سابقه او په ولس کې محبوبیت لري.

په افغانستان کې د ټاکنو د ملي پروسې ګډوډول په خپله د طالبانو طرحه او برنامه هم نه ده، بلکې دغه ډول د تخریب او ورانکارۍ برنامې دوی ته د پاکستان، ایران او نورو هېوادونو له لوري ورکول کېږي، ځکه دوی په هیڅ صورت د دې طرفدار نه دي چې په افغانستان کې دې ولسواکي وغوړېږي، افغانان دې له خپلو حقه حقونو برخمن او افغانستان دې د پیاوړي مرکزي نظام او حکومت لرونکی وي، نو له همدې امله د حکومت او ملي پروسو پر وړاندې وخت پر وخت خنډونه او مزاحمتونه ایجادوي.

بل لورته افغان حکومت او ولس د طالبانو د ورانکاریو، ناامنیو او چاودنو پروا نه لري او دوی وایي چې په هر قېمت او صورت کې به د ټاکنو بهیر کې ګډون کوي او د خپلې رایې په کارولو سره به په هېواد کې د مثبت تحول او بدلون راتلو زمینه برابروي. د ولس دغه ټینګ هوډ په عمل کې ثابت شوی دی ، ځکه چې له کومې ورځې چې د ټاکنو لپاره د رای ورکوونکو نوم لیکنه پیل شوې، نو ورسره جوخت د پلازمېنې کابل په ګډون په ولایتونو کې ورباندې بریدونه شوي او په پایله کې یې زموږ هېوادوال او خلک شهیدان او ټپیان شوي دي، مګر دا پروسه لا هم په نورماله توګه جریان لري.