ېمل پیاوړی
اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله له همغه لومړي سره د هېواد د اساسي قانون برخلاف په غیر قانوني توګه پر حکومت تحمیل شو. تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته په کتو داسې ښکاري چې د ډاکټر عبدالله تحمیلولو ته له پیله برنامه طرحه شوې وه، که څه هم په دې برخه کې تر ډېره د امریکا متحدو ایالتونو او په ځانګړي ډول د هغه وخت د بهرنیو چارو وزیر جانکیري نوم ډېریادېږي، خو د وخت افغان حکومت په ځانګړي ډول مخکېنی ولسمشر حامد کرزی هم په دې کې ملامت او مسوول ګڼل کېږي