ځکه خو بېدرېغه وژل کېږو

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ېمل پیاوړی

له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې داسې بېدرېغه ووژل شو او لا هم وژل کېږو لکه د قربانۍ پسونه. مګر د دغو بېدرېغه وژنو باوجود مو نه ځانته رجوع وکړه او نه هم خدای ته. ځانته رجوع په دې مانا چې په خپله اصلي ستونزه او د هغې په حل لاره مو لا هم اساسي فکر نه دی کړی

.

په بله وینا موږ د دومره وژنو، ناامنیو، دربدریو، وحشتونو او بدبختیو باوجود لا هم د ستونزې ژورو ته ځان نه رسوو، یا خو په ځان کې دا وړتیا او ظرفیت نه لرو چې خپلې ستونزې په دقیق ډول تشخیص او د له منځه وړلو لپاره یې حل لارې ولټوواو یا هم موږ د فکر کولو عادت نه یوو، ځانونه بې وسه ګڼو او په دې ډاډ او تمه یوو چې یو غیبي لاس به راشي، د امن پرښتې به راشي، پر موږ به وغوړېږي او یا به مو په خپلو وزرونو کې د جنګ او باروتو له لوګیو او لمبو څخه پورته کړي.

موږ لا هم په دې تمه یوو چې ګوندې د کوم ګاونډي به راباندې رحم راشي، زموږ وضعیت ته به وځورېږي او نور به زموږ د وژنو او بدمرغه کولو بدمرغه لړۍ پایته ورسوي. ممکن دې او دېته ورته نورو فکرونو موږ دوامدار په جنګ کې ساتلي یوو او لا هم د همدغه جنګ له امله هره ورځ قتلېږو او بدمرغه کېږو.

عجیبه داده چې زموږ قاتل زموږ د ولسونو په منځ کې موږ ته لاره راکوي، زموږ په کلیو او کورونو کې زموږ قاتل پالل کېږي، ساتل کېږي، نازول کېږي، خواړه او نور د اړتیا وړ توکي ورکول کېږي، پټې او غلنۍ لارې ور ښودل کېږي او له همدغو لارو څخه په ګټه اخیستنې ښارونو، جوماتونو، ښوونځيو، عامه المنفعه ځایونو، تاسیساتو او روغتونونو ته ځانونه رسوي، هلته وحشت او چاودنې کوي، زموږ مظلوم او بې ګناه هېوادوال شهیدانوي.

تر هغو چې زموږ له قاتل، ترهګر، طالب، داعش او بل بل وسله وال مخالف سره زموږ د ولس خواخوږي نه وي ختمه شوې، تر هغو چې زموږ ولس په یو غږ د خپل دښمن پر وړاندې نه وي ودرېدلی او تر هغو چې زموږ ولس له دښمن څخه حقیقي کرکه او نفرت نه وي ښکاره کړی، نو تر هغو به نه یوازې چې دغسې بېدرېغه وژل کېږو، بلکې هغوی چې له دغو وحشیانو سره خواخوږي لري، نو له هغوی سره  به په ترسره کېدونکو جنایتونو، وحشتونو او قتلونو کې شریکان وي.

تر هغو چې موږ له دښمن سره د دښمن په څېر چلند ونه کړو او تر هغو چې د بل افغان مرګ او درد د ځان ونه ګڼو او تر هغو چې دا فکر له سره ونه باسو چې زما له سره دې چپه وي، په نورو مې نو څه؟ نو تر هغو به همداسې وژل کېږو. تر هغو به همداسې قتلېږي. نور نو باید د وحشت، جنایت او قتل عام پر وړاندې خپل معافیت پایته ورسو، نور نو باید خپل صبر مو که پایته هم نه وي رسېدلی، نو باید وې رسوو، همدومره صبر بس دی چې څلوېښت کاله مو وکړ.

نور باید د عاقل، هوښیار او بیدار ولس خوی خپل کړو، نور باید د خپل قتل او مرګ د انتظار پر ځای ژوند ته هیله من واوسو او دا هغه مهال شونې ده چې خپل دښمن، قاتل او ترهګر له خپلو کلیو او سیمو څخه وشړو. هغوی ته نه یوازې د ورانکاریو اجازه ورنه کړو، بلکې چېرې مو چې ولیدل او وموندل باید تعقیب یې کړو، حکومت او امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړ او یا یې هملته ځای پرځای له منځه یوسو.

تر هغو چې خپل فکر او ځان بدل نه کړو، تر هغو چې خپل چلند بدل نه کړو، تر هغو چې خپلمنځي مسایل پرېنږدو او تر هغو چې د غله، زورواکي، فاسد او قاتل له حمایت او ملاتړ لاس وانخلو، نو تر هغو به همداسې بېدرېغه وژل کېږو.