اېمل پیاوړی

افغان وسله وال طالبان چې له نږدې دوه لسیزو راهیسې له خپلو هېوادوالو او نړیوالې ټولنې سره په جګړه، وحشت، ترور او وژنو کې ښکېل دي او په دې دوه لسیزو کې یې حکومت او افغانستان څه چې ان یو ولایت هم په بشپړه توګه ونشو نیولی، مګر د جنګ په دغو کلونو کې یې نه یوازې خپل ځان، بلکې ولس او هېواد هم بدمرغه کړل

ګلرحمن رحماني

د یو هیواد وګړو ته باید حکومت هغه لمړنی اسانتیاوی رامنځ ته کړی چی هغوی  ورته ضرورت لری او هیواد د پیشرفت او ثبات پر لوربیایي ، کوچیان چی د افغانستان د نفوس ډیره برخه تشکیلوی له ډېرو مشکلاتو سره اخته دي . څه موده وړاندې دوی د همدی ستونزو د حلولو په موخه دلته کابل ته سره راټول شوي و او له حکومت نه یي غوښتنه وکړه چی ددی هیواد د اوسېدونکو په توګه باید د دوی حقونو ته پام او ستونزو ته رسیدګی وشي

کله هم چې د آی ايس آی نوم اخيستل کيږي نو د هر افغان ذهن ته د پاکستان د هغه پليتې استخباراتي ادارې انځور راځي چې له کلونو راهيسې د افغانسان د ورانولو او د بربادۍ لپاره کار کوي. د پاکستان دغې پليتې ادارې او پوځ د افغانستان د بربادۍ لپاره په هيڅ ډول حربې سرفه نه ده کړې او په هر وحشت چې يې لاس بر شوی دی؛ ترسره کړی يې دی. دغې استخباراتي ادارې د افغانانو د بدبخته کولو لپاره هر لار په کار اچولې او تل يې دلته د خپلو لاسپوڅو پر مټ پر افغانانو آفت راوستی دی

اېمل پیاوړی

پښتو متل دی چې ”هوښیاره مرغۍ اول نښلي نه او چې ونښلي، نو بیا له دواړو پښو نښلي“. دا متل د پاکستان تر کړنو پورې را یاد شو، پاکستان که هوښیار نه دی، خو مکار دی او په همدغه مکارۍ یې له افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او دوستانه مناسبات د بدبینۍ او دښمنۍ تر کچې ورسول

محمد روښان ښاد

پاکستان باید دا درک کړي چې نننی افغانستان له هر پلوه له پروني افغانستان څخه متفاوت دی، دا سمه ده چې پرون افغانستان په وچه کې ایسار هېواد و او له همدې امله یې یوازې کراچۍ بندر ته سترګې نیولې وې، مګر نن د افغان حکومت او ولسمشر غني د ګټورو برنامو او هڅو له برکته د افغانستان جغرافیه او موقعیت بدل شوی او نور نه افغانستان په وچه کې ایسار هېواد دی او نه یې هم یوازې کراچۍ ته سترګې پاتې دي. افغانستان نن چا بهار لري، افغانستان اقینه لري، افغانستان حیرتان لري

محمد بشیر یوسفزوی

که یتیم په ژړا پوخ وي، نو افغان هم په ژړا او هم په جګړه کې پوخ دی، خو جنګ د افغانانو انتخاب نه دی، بلکې د دوی په مجبوریت بدل شوی دی، ځکه د افغان تاریخ چې ولولې نو ټول جنګونه د نړۍ زبرځواکونو پر دوی تحمیل کړي او دوی په لوی لاس جګړې ته مجبور کړای شوي دي، خو په دغو ټولو جګړو کې بری افغانانو ګټلی، ځکه چې په تش لاس خو لوړ همت او د ازادۍ او وطنپالنې روحیې له مخې یې نړیوال زبرځواکونه ځپلي دي

په کوزه پختونخواه کې لرو پښتنو په ځانګړې توګه منظور پښتين له پاکستانۍ حکومتي ادارې، استخباراتو او په ټوله کې پاکستاني سټبليشمنټ څخه لاره ورکه کړې ده. منظور پښتين په تش لاس او د بې شمېره دښمنانو د شتون سره سره بيا هم پاکستانۍ استخباراتي اداره او پوځ داسې وارخطا کړی دی چې لکه د ليوني سپيانو په شان هره خوا خوله اچوي. کله پرې د هندوستان او افغانستان استخباراتو د ملاتړ ټاپه لګوي، کله په کوزه پختونخواه کې د پاکستانۍ ادارې تر حکم لاندې پښتانه ګوندونه يې پر

ګلرحمن رحماني

ملی هویت د هیواد تر ټولو قومی ، سیمه ایزو او مذهبی هیویتونو څخه لوړ هویت دی چې ملی هویت د هېواد بیلابیل اقوام ، سیمي ، مذاهب ، ادیان او ولسونه تر یو واحد پوښښ لاندې راولي ، لکه مونږ افغانان یو او څوک چی د هویت پیژندپاڼه (تذکره) لری هغه افغان ده خو دا چی ځینی ځان افغان نه بولی او ځان ته یو او بل نوم خطابوی دا د هغوی مشکل ده خو د قانون له مخی هر هغه څوک چی تذکره لری هغه افغان ده

څو ورځې وړاندې د بغلان په دوشي کې وسله والو طالبانو د برښنا پايه چپه کړې چې له امله يې د کابل ښار پنځه ميلونه وکړي د يو شمېر نورو ولايتونو په مليونونه وګړي په تورو تيارو کې شپې سبا کوي. کابل ښاریان وايي، په ورځنيو چارو سربېره د دوی صنعتي، تولیدي او نورې سواداګریزې چارې برښنا پورې تړلې دي او د برښنا نشتون يې په ژوند منفي اغېز کړی. څو اوونۍ وړاندې هم د برښنا یوه بله پایه په بغلان کې د وسله والو له لورې ویجاړه شوې وه. اوس طالبانو وايې چې دوی د

محمد بشیر یوسفزوی

د پاکستان نظریه، د پاکستان پالیسي، د پاکستان سیاست او د پاکستان هر څه په افراطیت، تشدد، تاوتریخوالي، جنګولو او بېلولو ولاړ دي. د پاکستان دغه پالیسي نوره نه په خپله په پاکستان، نه په سیمه او ګاونډ او نه هم په نړۍ کې د منلو او زغملو وړ ده

محمد روښان ښاد

د پاکستان د حکومت، پوځ او استخباراتو د ظلمونو او وحشتونو له امله په خیبر پښتونخوا، وزیرستان او نورو سیمو کې خلک تر پوزې راغلي دي او د همدغو ظلمونو د مخنیوي په موخه سلګونه زره خلک لارو او واټونو ته په لاریونونو راوتلي او په سوله ییزه توګه د پاکستان د ظلمونو د ختمولو غوښتنه کوي

زیاتې مقالې …