حکومت ته یوه مشوره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ننګرهار، خوست، کندهار او نورو ولایتونو کې د طالب وسلوالو له لوري داسې جنایتونه، وحشتونه او عام وژنې ترسره شوې چې د ډېرو غوني یې زیګه کړل. وروستي بریدونه هم زیات و او هم وحشتناک چې د کابل ښاریانو په زړونو کې یې وېره خپره کړې او که خدای مکړه دغه وضعیت همداسې ادامه ومومي، نو خلک به بېخي نهیلي کړي

.

پلازمېنه کابل کې وروستیو بریدونو ته په کتو داسې معلومېږي لکه ترهګر چې همدلته په ښار کې خوندي ځایونه، د چاودېدونکو توکو زېرمې او فابریکې چې لري، ځکه دوی د کابل له شنې ساحې څخه حتی هغو سیمو ته هم ور تېرېږي چې ټینګ امنیتي کمربند پرې را تاو دی. د دې لپاره حکومت ته دوه اقدامات نهایت حتمي او ضروروي دي.

لومړی اقدام دادی چې حکومت دې یو امنیتي او تصفیوي کمربند شروع کړي او دغه کمربند دې ورځ تر بلې پراخه کړي. داسې چې مثلاً حکومت دې یوه ورځ خوشال خان مېنه کلابنده کړي، هیچاته دې له کوره د وتلو او له یو ځایه بل ځای ته د وتلو اجازه نه ورکول کېږي. امنیتي ځواکونه خصوصاً د ملي امنیت کارکوونکي چې د څارنوالۍ استازي هم ورسره وي، دوی دې په ډېر عزت، امانتداري او پوره ډاډ کور په کور او کوڅه په کوڅه تالاشي وکړي او بله ورځ دې په نوبت همداسې په سیدنورمحمدشاه مېنه، مکروریانونو، وزیراکبر خان، شهرنو او نورو سیمو کې پلټنې وکړي.

خو د دې پلټنو شرط به دا وي چې لومړی مخکې له مخکې به نه اعلانېږي چې نن یا سبا د کومې سیمې د تالاشي کولو نوبت دی. بله دا چې خلکو او کورنیو ته سل په سلو کې ډاډ ورکړل شي چې د پلټنو پرمهال به د دوی هر څه خوندي وي، خصوصاً مېرمنې او ماشومان دې د هیڅ ډول وېرې او ځورېدنې احساس نه کوي او بل شرط دادی چې دا تالاشي به عمومي وي، هیڅوک به په کې معاف نه وي، د وزیر، والي، وکیل، قوماندان، رهبر او هر چا کور او مېلمستون به له چون او چرا پرته پلټل کېږي.

دویم د تورو ښیښو لرونکو او دولتي پلېټ لرونکو یا بې پلېټه موټرونو اساسي پلټل پکار دي داسې نه چې نمایشي دا کار ترسره شي یا یو دوه ورځې ترسره شي او بیا څوک ورپسې ونه ګرځي. حتی د دغو موټرو یو غلنی تعقیب پکار دی، خصوصاً هغه موټر چې له ښار څخه د لویو دروازو په لور تګ راتګ کوي ، دا باید معلومه شي چې هغوی چېرې ځي او په څه پسې ځي.

باور دی چې که حکومت او په ځانګړي ډول امنیتي او دفاعي ځواکونه دغه دواړه اقدامه په پورته دقت او قاطعیت ترسره کړي، نو هم به د ښار امنیت ښه شي، هم به د اختتافونو او وژنو مخه نیول شوې وي او هم به د جرمونو او جنایتونو ګراف ورسره لوړ شوی وي، ځکه موږ وینو هره ورځ د ښار په بېلابېلو برخو کې امنیتي ځواکونه پلټنې او تالاشۍ کوي، مګر بیا هم ورسره د بریدونو او ناامنیو په برخه کې کموالی رانغی، بلکې ورځ تر بلې زیاتېږي، نو یوازینۍ لاره یې داده چې د ښار له منځ څخه باید امنیتي او تصفیوي کمربند را پیل شي او کرار کرار دغه کمربند د ښار بېلابېلو ساحو ته وغځول شي.