په اندونیزیا کې د علماوناسته څومره ګټوره ده؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د اندونیزیا ولسمشر (جوکو ویدودو) د روان میلادی کال په پیل کې کابل ته د خپل سفر پرمهال ولسمشر محمد اشرف غني ته وویل چی هیواد یې د افغانستان د سولی په برخه کی هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. نوموړي همدارنګه  پاکستان ته په خپل سفر کې له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره د کتنې پر مهال د افغانستان ، اندونیزیا او پاکستان د دیني عالمانو د ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړی و، پاکستان د یوی اعلامیي په خپرولو سره

ویلی چی د پاکستان ولسمشر ممنون حسین هم له دغه وړاندیز سره موافقه  او د همکارۍ ژمنه کړې .

د روان کال د غوایي په  ( ۲۰۱۸د مۍ ۱۱) د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا هیوادونو دینی عالمانو ګډه غونډه پلازمېنه جاکارتا کی جوړېږي. د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي، پاکستان د اندونیزیا سولې ناستی ته د دیني عالمانو ۲۰ کسیز پلاوی استوي ، دا ناسته تر یوې اونۍ د افغانستان ، پاکستان او اندونیزیا د دیني عالمانو په ګډون په پلازمینه جاکارتا کې تر سره کېږي .

د دی غونډې اصلي هدفونه کوم دي ؟

لومړی هدف یې له طالبانو سره سوله کول دي، حال دا چې هغوی د خندق په نوم نوي عملیات پیل کړي او په تروریستي بریدونو کې یې تراوسه زیات هېوادوال شهیدان او ټپیان کړي دي.  

دویم هدف یي په افغانستان کی د امنیت ټینګښت دی ، د کابل پروسې دویمه ناسته کې هم ولسمشر غني له ټولو طالبانو وغوښتل چی له افغان حکومت سره یو ځای شي تر څو په افغانستان کی دایمی سوله او امن راشی او دا هیواد د امن له طریقه په یو اقتصادی هیواد باندی بدل کړو خو د طالبانو د نویو عملیاتو په پیل د ولس دغه هیله مندي ختمه شوه.

دریمه هدف یي د افغانستان د اوسنی جنګ د مشروعیت په اړه د راغلو فتواګانو جمع کول او له هغو فتواګانو نه مجموعی د فتواوو جوړول دي. ولسمشر غني د جهاد د بریا د شپږویشتمی کلیزی د نمانځنی مراسمو ته په وینا کې وویل،  (دا جګړه او دا اعلان ولسي بنسټ نه لري او اوس غوښتنه له ټول ولس نه او مخصوصآ جهادي محترمو شخصیتونو ، علمای کرامو او قومي مشرانو نه دا ده چی واضح تاسو پوهېږئ دا شرعي استناد نه لري د پاکستان علماوو دلته مو یو مشر کېناستلی چی مفتی صاحب (تقی) عثمانی سره یې درس لوستی لکه څنګه چی ما ورسره درس ویلی هغوی د پاکستان اساسي قانون باندی اعلام وکړ چی دا اسلامی ده نو ځکه جواز نشته زمونږ د اساسی قانون په مقابل کی څنګه جهاد کېدای شی ؟ دا جهاد نه دی که د مخدره موادو لپاره جنګ کوئ هغه بله خبره ده که د بین المللی تروریستانو لپاره جنګ کوی هغه بله خبره ده اما دلته باید پوه شو چی هیڅ نوع شرعی مشروعیت نشته او تاسو ټولو باندی نعره کوم او فضل دی خدای مکې معظمې نه ، مدینی منوری نه ، دیوبند نه ، ټولو نورو ځایونو نه فتواګانی راغلی دی د دی فتوګانو مجموعه به په اندونیزیا کی جوړه شي.

د دی غونډی بل هدف دا هم ده چی د دی غونډی په تر سره کولو سره به د افغانستان او پاکستان سیاسی اړیکی هم سمې شي او د باور فضاء به رامنځ ته شی ، ځکه  افغان حکومت او نړیوال وایي پاکستان  له طالبانو او تروریستي ډلو سره همکاريکوی او د جنګی وسلو او مهماتو په ورکولو کی مرسته  ورسره کوی .

که چېرې د دغو درې واړو هېوادونوعلما د خدای د سپېڅلي کتاب او د دین د ارشاداتو په رڼا کې په صداقت سره پر افغانستان اوسنی روان او تحمیلي جنګ نامشروع وبولي او پر وړاندې یې د دیني فریضې او مسوولیت د اداکولو په موخه په یو صف کې ودرېږي، نو هم به جنګ ختم شي او هم به په هېواد کې سوله او امن راشي.