له ولس سره دطالب دښمني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

د جګړی په تاریخ کی چی چا هم ولس ته په سپکه سترګه کتلي او مخ یې ورځنی اړولی دی بیا یې ښه ورځ نه ده لیدلی ، د کابل پروسې دویم کنفرانس کې ولسمشر محمداشرف غنی طالبانو ته د سولی بیساری وړاندیزونه وکړل ، له دغو وړاندیزونو وروسته طالبانو سکوت اختیار کړ او زیات باور دا و چې دوی به نوره له ولس سره دښمني پرېږدي او د سولې مذاکراتو ته به راوړاندې شي

.

او له بلی خوا د هیواد په مختلفو سیمو کی د سولی تر نامه لاندی خیمی ودرول شوی لکه د قندهار ولایت چی تر ډیره پکی نا ارامی ده ، د ننګرهار ولایت ، د کابل ولایت ، د میدان وردګو ولایت ، د غزنی ولایت ، د خوست ولایت ، د پکتیا ولایت او ځینو نورو ولایتونو کی هم خیمی ودرول شوی ، د ټولو ولایتونو د خیمو درولو غوښتنه دا وه چی که طالبه ته له حکومت سره سوله نه کوی او له حکومت سره جنګ کوی خو نن ولس درته د سولی د سوال لمن غوړولی ته باید د ولس د سولی وړاندیز ومنې .

مګر طالبانو د حکومت او د ولس د توقع خلاف  د خندق  په نوم عملیات پیل کړل او رسنیو ته یي په راستولی اعلامیي کی ویلی چی د الخندق په عملیاتو هدف کی به بهرنی او افغان ځواکونه په نښه کړی ، په دغه اعلامیه کی دغه شان هم راغلی چی د افغان حکومت له لوری د سولی کومی هڅی چی روانی دی دا د طالبانو د کمزوری کولو لپاره یوه هڅه بلل شوی ، خو په دغه اعلامیه کی دا ندی ویل شوی چی د سولی لپاره د ولس هڅې او وړاندیزونو ته څه ځواب لري او که د لس هڅی هم د حکومت بولي؟

له یوی خوا د ولس له خوا طالبانو ته د سولی وړاندیزونه او له بلی خوا د طالبانو له لوری د الخندق د نوو عملیاتو اعلانول دا په ډاګه کوی چی طالب سوله نه کوی او سوله نه خوښوی نو ښه او لازمه دا ده چی دا ځل عام ولس له افغان حکومت سره همکاری وکړی تر څو له دی هیواده دا ناوړه پدیده د تل لپاره له منځه یوسي ، سوله په سوال نه راځی که په سوال راتلای شوه نو ۱۸ کاله کیږی چی طالبانو ته افغان حکومت او عام ولس د سولی وړاندیزونه وکړل خو دوی یي په مقابل کی جنګ غوره ګڼی .

ولسمشر محمد اشرف غنی چی  د شوروی پر ضد د مجاهدینو د کامیابی ۲۶ کلیزې په مناسبت په ارګ کی جوړی شوی غونډی ته په وینا کی وویل (هر طالب جګړه نه غواړی بلکی د طالبانو د یوی محدوی کړی له خوا جګړه د دوی په مطلق اکثریت تحمیل شوی ده موږ په دی پوهیږو او له منځه مو خبر یو چی میاشت مو په دی فکر وکړ خو د دی جرات مو نه درلود چی ووایی ولی سوله نه کوی که جنګ غواړئ په دی پوه شئ چی ولس مو په مقابل کی درېږی د افغانستان دښمنان دا غواړی چی زه د جنګ اعلان وکړم خو تر هغې چې موږ سولې ته نه یوو رسېدلي سوله نه ختمېږي) .

بالاخره نتیجه داده چې طالب نه سوله غواړي، نه د سولې فکر او صلاحیت لري او نه هم د خپل اختیار خاوند دی. هغوی د افغانستان د دښمنانو په اشارو ناڅي او هغوی چې څه ورته ووایي، نو همغسې کوي، نو ښه لاره داده چې ولس راپورته شي او د طالب پر وړاندې ودرېږي، له خپلو کلیو او سیمو یې وشړي او د ورانکاریو مخه یې ونیسي. تر هغو چې ولس په صداقت د خپل حکومت او امنیتي ځواکونو تر شا ونه درېږي او طالب سره مخه ښه ونه کړي، نو جنګ او بدبختۍ به همداسې دوام ولري.