اېمل پیاوړی
د افغان حکومت او ولسمشر غني د بریالۍ بهرنۍ پالیسۍ له امله پاکستان داسې حد ته رسېدلی چې له ډېره درده هم پر ځان او پر نورو خولې لګوي. له کومې ورځې چې افغان حکومت د پاکستان پر وړاندې د شف شف پالیسۍ پرځای د شفتالو دریځ اختیار کړی او په ټول منطق، استدلال او مستند ډول یې د پاکستان اصلي څېره نړیوالو ته بربنډه کړې، نو له همغې ورځې د پاکستان ابرو لوېدلې. د پاکستان اعتماد او حیثیت په نړیواله کچه له منځه تللی