رای ورکول مسوولیت دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

ټاکنی هغه پروسه یا سیستم ده چی د هغه په ذریعه رایه ورکونکی د ډیرو انتخابونو له منځ څخه د خپلې خوښې انتخاب کوي. دا د وګړو مدني او قانوني حق دی.یا په بله وینا ټاکنیز سیستم د باوری رای اچونی ، د رایو د شمیرنی او د نهایي یا اخیرنیو پایلو لاسته راوړلو لپاره د رایو د جمع کولو د قوانینو او مقرراتو مجموعه ده

.

هر هیواد جلا جلا ځانګړی ټاکنیز سیستمونه لري په افغانستان کی اوه ډوله ټاکنی د افغانستان د اساسی قانون مطابق تر سره کیږی (د ولسمشرۍ ټاکنی ، پارلماني ټاکنې، د ولایتي شوراګانو ټاکنې ، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنی ، د ښاروالانو ټاکنی ، د ښاروالیو ټاکنی او د کلیو د شوراګانو ټاکنی) . د دغو ټولو ټاکنو موخه د خلکو رایې او نظر ته درناوي په چارو کې هغوی ته ونډه ورکول او نظر ته یې درناوی، د شفافیت او ځواب ویلو فرهنګ دودول او په لویه کې د چارو موثریت او ښه والی دی.

هر هغه څوک چی لږ تر لږه د ۱۸ کلنی عمر یي بشپړ کړی وی ، د افغانستان تابعیت یا تذکره ولری او پخوا به د رای ورکولو مخصوص کارت و، مګر دا ځل باید خپله تذکره تائيد کړي، یانې هغه ځانګؤی سټیکر ورباندې ولګوي. لنډه دا چې د ټاکنو قانون مطابق په شرایطو برابر افغانان کولی شي چې هم ځانونه نوماند کړي او هم د خپلې خوښې نوماندانو ته رایه ورکړي.

مګر رایه باید د عاطفې، خپلوۍ، حزبي، قومي، ژبني، سمتي او نورو ملحوظاتو په اساس نه وي، رایه باید د ټاکلو معیارونو په اساس ورکول شي. هغه چاته ورکول شي چې شایستګي یې لري. د رایې په ورکولو کې نهایت زیات دقت پکار دی، ځکه چې د ناسمې رایې ورکولو مسوولیت بېرته تاسو ته راجع کېږي او پښېماني هم له ځانه سره لري، نو د دې لپاره چې د نورو د ناسمو کړنو له مسوولیت اخیستلو مو ځان ژغورلی وي او د بل په  ګناه نه وئ نیول شوي، د خدای او ملت پر وړاندې مو خپل مسوولیت په  ښه توګه ترسره کړې وي، نو د رایې له حق څخه باید په ښه توګه استفاده وشي او مستحقو کسانو ته ورکړل شي.

د اساسي قانون او د ټاکنو د قانون د حکم مطابق د رایې ورکولو حق ټولو ته محفوظ دی، یانې داسې نه ده چې نارینه دغه حق لري او ښځې ورڅخه محرومې دي یا مشران رایه کارولی شي، خو ځوانان یې نشي کارولی. یا دې د یوه رایه د بل له رایې لږ یا ډېر ارزښت ولري. رایه د ټولو په شرایطو برابرو افغانانو برابر او مساوي حق دی او ښایي چې له دغه حق څخه د هېواد د ابادۍ او ښې حکومتولۍ لپاره  استفاده وشي او هغو کسانو ته رایه وکارول شي چې فکر کوئ د هېواد ساتنې ته ژمن دی، پر ملي ګټو باور لري او د ولس ښه استازیتوب کولی شي.

ممکن د ولس په  منځ کې ځینې وړ او مستحق خلک نوماندۍ ته زړه ښه نه کړي، حتی خلک کولی شي چې هغوی وهڅوي د ملاتړ ډاډ ورکړي او هغوی ته په ګډه خپلې رایې ورکړي، تر څو د ځینو هغو وکیلانو مخه ونیول شي چې برحال په ولسي جرګه کې د وطن او ملي ګټو خلاف معاملو کې ښکېل دي او له حکومت سره  د همکارۍ پرځای د حکومت تخریب او کمزوري کولو ته یې ملاوې تړلې دي.