د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت خپلو وروستیو څرګندونو کې وايی، هغه هېواد به هیڅکله بیا د نورو هېوادو د ګټو لپاره بل هېواد کې په نیابتي جګړه کې برخه وانخلي، خو دا نه وايي چې د خپلو ګټو لپاره به نورو هېوادو لکه افغانستان او هندي کشمیر کې د یو شمېر تروریستي ډلو څخه په کارونې، په نیابتي جګړه کې کار نه اخلي
د تاشکند غونډه د افغان سولې لپاره ګټوره وه
ګلرحمن رحماني
په تاشکند کې د افغانستان پر سولې او امنیت د۲۳هیوادونو او نړیوال سازمانونو ګډ کنفرانس کې د سولې او امنیت تر څنګ ځینی نور موضوعات هم یاد شول . لمړی ویناوال د ترکمنستان ولسمشر (شوکت میرضیایف) و، ده له طالبانو نه وغوښتل چی سوله وکړی او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چی باید د تروریزم پر وړاندی په افغانستان کې په ګډه مبارزه وکړو او وې ویل چی د تروریزم او تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره هر ډول مرستی وکړي
کورنیو چارو وزارت کې د اصلاحاتوبهیر
محمد روښان ښاد
ملي یووالي حکومت پر یو وخت هم د افغانستان له دښمنانو او هم له مفسدینو، مجرمینو، غاصبینو او د قانون سرغړونکو سره په بېلابېلو جبهو او سنګرونو کې په جنګ او مبارزه بوخت دی. حکومت د ښې رهبرۍ او مشرتابه له برکته په ټولو جبهو او سنګرونو کې ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې لري. د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره په کورنیو چارو وزارت کې پام وړ اصلاحات او اقدامات شوي او دغه لړۍ لا هم په چټکۍ سره جریان لري
ولسونو سره د ولسمشر د مخامخ ناستو ارزښت
اېمل پیاوړی
ولسمشر غني چې تل د ارګ او جومات، د ولس او حکومت تر منځ د واټن په کمولو نه یوازې ټینګار کويو بلکې په دې برخه کې عملي هلې ځلې کوي. هغه کوښښ کوي حکومت داسې عیار کړي چې هم یې هر څوک د ځان وبولي او هم هر څوک په کې خپل ځان وویني
پاکستان له انزوا وتل او موږ د ترهګرۍ ځپل غواړو
محمد روښان ښاد
د پاکستان لومړی وزیر شاهدخاقان عباسي نن د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په رسمي بلنه د یاد هېواد د دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی. د دولتونو اړیکې او مناسبات په دوه اړخیزو ګټو ولاړ وي، نو له همدې امله دواړه لوري کوښښ کوي چې له دغه سفر څخه د خپل هېواد او ولسونو په ګټه استفاده وکړي
د عراق او سوریی د اسلا می افراطی دولت په لاس وسلې
لیکونکۍ: روری اوډ)(
منبع ا و دخپریدو نیټه: انفارمیشن کلیرنګ هوز »۸۱۳۲-۱-۱۳ »
ژباړونکۍ: پوهندوی دوکتور سیدحسام »مل«.
---------------------------------------------------------
پاتې يې په ضمیمه کې
د اپریل اتمه، د پېښور غونډه او د ردالفساد لاریون
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د اپریل په اتمه، د پېښور غونډې ته وویل«د پاکستان پوځ په قبایلو کې د ردالفساد عملیات وکړل، خو دوی به د ردالفساد لاریون کوي» ده زیاته کړه همداراز د پاکستان پوځ سوات کې د راحت نجات په نوم عملیات وکړل، خو دوی به د راحت نجات په نوم مظاهرې وکړي
کابل – انقره اړيکې؛ ترکيه د افغانستان لپاره څه کولی شي؟
کابو له ۲۰۰۷ کال راهيسې ترکيې د افغانستان په سياست کې داخليدو ته زړه ښه کړی دی، له همدې نيټه وروسته ترکيې د افغانستان په سوله کې رول لوبولو لپاره هلې ځلې کړي دي. ښه بېلګه يې د افغانستان، پاکستان او ترکيې درې اړخيز غونډه ترسره کول يادولی شو. د راپورونو له مخې ترکيې له ۲۰۰۷ څخه تر ننه پورې کابو اته غونډې د افغانستان، پاکستان او ترکيې هيوادونو تر منځ د اړيکو پراختيا او افغان سولې اړوند غونډې کړي دي. اوس کابل ته په وروستي سفر کې يو ځل بيا د
بر افغان ته د يو بل منظور پښتين اړتيا
میندې راوړي ډېر زامن ډېر اولادونه یو یا دوه یې افلاطون او سکندر شي
د خلقت له کارخانې نه کلــــــه کلـــــه په جــهان پیدا یو بل شانې بشـر شي
دا د افغان نابغه سيد جمال الدين په اړه د ادب د ستوري ګل پاچا الفت وينا ده چې کولای شو د هر صفت وړ شخص لپاره يې وکاروو. په دې مانا چې رښتيا هم په نړۍ کې ډيری ميندې ډير اولادونه راوړي چې ډير کم يې د ټولنې لپاره د نيک نامۍ او خوشبختۍ سبب شي. همداسې ډيرو ميندو په کوزه پختونخواه کې هم ډير اولادونه وزيږول، څوک يې ملا فضلو شو، څوک يې سرتاج عزيز او څوک يې اسفنديار ولي خان شو. خو د دوی ټولو په منځ کې يوې بلې غيرتي مور يو بل زوی هم وزيږولو
د ولس هډوکي مات شول، خو ښکېلې غاړې ماتې نه مني
په داسې حال کې چې د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريیس اکرم خپلواک په وروستیو کې په زغرده ویلي چې طالبان دې له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش په اړه له افغان حکومت یا د سولې شورا سره خبرې وکړي؛ اوس د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف، طالبانو ته د اشرف غني د وړانديزونو او بيا پر دغو وړانديزونو د نورو هيوادونو د تاکيد په غبرګون کې ويلي؛ طالبان د پاکستان او ایران په شمول د بل هیواد په وسیله هیڅ راز جوړجاړی نه مني، دوی غواړي چې مسله د نورو له دخالته پرته له امریکا سره د خبرو له لارې حل کړي
که پاکستان کونړ ته چپ ګوري، سترګې پرې راوباسئ
پر کونړ د پاکستاني مليشو راکټي بريدونه کومه نوې خبره نه ده، ورته پيښې کلونه کيږي چې نه يواځې په کونړ بلکې په ننګرهار، نورستان، خوست او کندهار کې هم ترسره شوي دي آن ځينې وختونه پاکستانۍ الوتکې د افغانستان خاورې ته ننوتې او په عامو خلکو يې بمبار هم کړی دی. اوس په تازه کې چې د کابل ـ اسلام اباد اړيکې ترینګلې شوي دي، يو ځل بيا دغو بريدونو زور اخيستی دی چې د تيرې يوې نيمې اونۍ راهيسي پر افغان خاوره د پاکستان په زرګونو توغندي ورول شوي او له